اتلان پېژنئ؟: اووه لسمه برخه

۱۷/۱/۱۳۹۶،ل،ل
په جګړو کې د احمدشاه مسعود تېښتې: پای مردي که نامردي؟
تکتیکي تېښته:داسې تېښته ده چې د جګړه ییزو بریو په موخه ترسره کیږي، تکتیکي تېښته د دښمن د غولولو؛ له خپلو تازدمه ځواکونو سره د یو ځای کیدلو او یا نورو جګړه ییرو اړتیاوو په موخه، د زمان او مکان په نظر کې نیولو سره، د لنډې مودې لپاره ترسره کیږي، تر څو دښمن ته ماتي ورکړل شي،(چې د قرآن حکیم د انفال سورت: ۱۵-۱۶، آیتونه کې یې هم یادونه شوي ده.) په دې لړ کې د خرپ او ترپ جګړه،(چې یو، یا څو کسان د لوی پوځ سره جګړیږي) هم په تکتیکي تېښته کې شمېرل کیږي، د نوموړي جګړې له ټولو نه ښه بېلګه د افغان ملي اتل سردار محمدایوب خان د میوند جګړې، جګړه ییز تکتیک دی، چې له امله یې د انګریزانو(۱۲۰۰۰) پوځیان ووژل شول او یوازې(۲۵) تنه انګریزان د سردار شېرعلي خان سره یو ځای، د افغانانو او مسلمانانو په کالیو کې کندهار ښار ته وتښتیدل. (د پوره مالوماتو لپاره د میرغلام محمد غبارتاریخ ولولئ: افغانستان در مسیر تاریخ، ۶۳۸مخ)             
د ځان ژغورلو تېښته(پای مردي‎): لکه چې د لیکنو د لړۍ په شپاړسمه برخه کې مو ولوستل، دا ډول تېښته چې خوشال بابا یې پخپلو شعرونو او د دستارنامې په کتاب کې یادونه کړي ده،نوموړی یې خپله پای مردي، چې په جګړه کې ټپي شوی ؤ او بیا یې له مکې څخه مدینې ته د پېغمبر(ص) د تېښتې(هجرت) یادونه کړي ده، په دې مانا چې په جګړه کې یو تن، یوه ډله او یا یو لښکر چې له سختې ماتې سره مخ او ډېر سرتیري یې ووژل شي، د بري هېڅ بله لاره ونه لري، دا خطر موجود وي چې دښمن ته به په لاس ورشي او یا هم  په غوڅه توګه له وژلو سره مخ شي،(لکه محمد(ص) چې د مکې د مشرکینو لخوا، له وژلو سره مخ ؤ) په دې بنسټ خوشال بابا، له بې ځایه مرګ او اسارت څخه د ځان ژغورلو تېښته روا بللي ده، په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې له دا ډول ځان وژنو څخه د ژغورلو په هکله روښانه احکام رغلي دي:
وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ۚ
ژباړه: «خپل ځانونه مه وژنئ» (د نساء سورت ۲۹ آیت)
وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ
ژباړه: «په خپلو لاسونو خپل ځانونه په هلاکت کې مه غورځوئ» (د بقرې سورت،۱۹۵ آیت)
د الله تعالی او پیغمبر(ص) له لوري د مسلمانانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره، حرام حلال ګرځول شوي دي، لکه حرام خوړل، حرام ویل حتَی په ژبه باندې له اسلام څخه انکار روا دی، له دې څخه ښکاري چې لوی څښتن ته د مؤمنانو ژوند ډېر اهمیت لري چې د قرآن کریم د نحل سورت په ۱۱۵- ۱۱۶،آیتونه؛ د انعام سورت په ۱۱۹، آیت او د محمد(ص) په احادیثو کې په بېلابېلو ډولونو باندې څو، څو ځله یاد شوي دي. د ځان ژغورلو(پای مردۍ) څو بېلګې وړاندې کوو:
جلاالدین د سلطان محمدخوارزمشاه زوی، وروسته له هغې چې د سیند دریاب پر غاړه یې د مغلو له پوځ سره تر پایه پورې په خورا میړانه جګړه وکړه او په پای کې یوازې له څو تنو سره ګوښی پاتې شو او سل په سلو کې یې مرګ حتمي ؤ، د سېند له دریاب څخه په پوره زړورتیا پورې شو، چې پخپله چنګېز هم ورته هک حیران پاتې ؤ. (سیدبهادرشاه کاکا خېل: پښتانه د تاریخ په رڼاکې)
د ځان ژغورنې بله بېلګه د انګریز ډاکټر برایډن هم د یادولو ده، چې د انګریزانو د اوولس زره کسیز پوځ څخه یوازې ژوندی پاتې ؤ او په ټپي حالت کې له کابل څخه تر جلال آباد ښار پورې د انګریزانو پوځ ته یې ځان رسولی ؤ.
اوس به د احمدشاه مسعود پر تېښتو باندې خبرې وکړو او د ده پر پایمردیو او نامردیو باندې به رڼا واچوو، چې زموږ د لیکنې اصلي موخه ده: مسعود په خپله لومړۍ ترهګره جګړه، چې د پاکستان د (I.S.I) په امر یې د ولسمشر محمدداؤد، د حکومت پر وړاندې پيل کړي وه، له سختې ماتې سره مخ شو او دوولس تنه ترورستان یې ووژل شول، په دې جګړه کې یې داسې ناځوانه تېښته وکړه چې خپل وژل شوي ملګري یې د جګړې په ډګر کې پرېښودل، د پښو څپلۍ یې پاتې شوې، تر هغې چې د خلکو لخوا ولوټل شول او په شرمو وشرمیدل.(۱/۵/۱۳۵۴،ل،ل)
انجنیر اسحاق چې پخپله له مسعود سره په دغه ترهګره ډله او ناکامه جګړه کې ورسره ؤ د خپلې تېښتې په هکله داسې وایي:«... یو شمېر کوچیانو موږ ښکته پورته ګرځولو، موږ په دې فکر کې وو چې اوس به دولتي عسکر راورسیږي او موږ به ونیسي، په پای کې یې زموږ پر لوټولو باندې پیل وکړ، زموږ څخه یې پیسې او نور ارزښناک توکي واخیستل. په یاد مې دي چې کله يې د مسعود له لاس څخه ساعت خلاصولو، هغوی ته یې وویل چې دا ساعت مه اخلئ دا زما د پلار نښه ده.» (صالح محمد ریګستانی: مسعود وآزادي؛http://massoudism.persianblog.ir)
د پنجشېر اوسیدونکی، ښاغلی قاضي سید موسی عثمان هستي، چې د هغه مهال ډېرې پېښې ورته مالومې او لیدلي دي، د مسعود او ملګرو د تېښتې په اړه پخپله د مسعود له خولې وایي چې:«مسعود ما ته وویل، ... زه او زما ملګري، سره د دوو تنو مخابره چیانو، چې د (آی، اس، آی) کسان وو، محمداسحاق او د کفایت الله وروڼو وژغورلو او لارښوونه یې وکړه، تر څو له سیمې څخه ووتلو. هغه کسان چې د شاه ابدال او ستار جبل السراجې تر قوماندې لاندې وو ونیول شول. موږ آی، اس، آی ته مخابره وکړه، هغه وو چې له نورستان څخه مرسته راورسیده، وروسته له اوو شپو[مزل] څخه ستړي ستومانه د پېښور بالاحصار ته ورسیدو.» www.ariaye.com
سره له دې چې په کال ۱۹۸۴،ز کې په پنجشېر باندې د شوروي د څلوېښتم لښکر له جګړه ییز پلان څخه مسعود،(د ده په خپله وینا) ۲۴ ورځې وړاندې ښه خبر ؤ، د دې پرځای چې جګړه وکړي، داسې تېښته یې وکړه چې حتَی یو هوایي ډز یې هم ونه کړ او په ټوله دره کې یو تن هم انسان او څاروی نه ؤ پاتې شوی. (د جنرال لیاخوفسکي کتاب، د افغان مېړانه او غمیزه ۴۵۶مخ ولولئ)
د دغې تېښتې په اړه، صالح محمدریګستانی چې د مسعود په هکله یې د رښتاوو او دروغو یو ګډ کتاب لیکلی دی داسې وایي:«چنان که بعد از ختم آتش بس حمله یی بسیار وسیع ر ا تدارک دیدند (حمله هفتم  سال 1984). دراین حمله آنها از طیارات بم افگن استراتژیک 160-TU  استفاده کردند. هزارها نفر عسکر و صدها دستگاه تانک و تجهیزات نظامی به کار برده شدند، اما مسعود با مردم و نیرو هایش 48 ساعت قبل دره را تخلیه کرده بود و شوروی ها بر دره خالی حمله کردند. چه عملیاتی! آن همه تهجیزات برای کشف و آدم و دستگاه و مصرف و خود را به رخ دنیا کشیدن و ندانستن این که هزارها نفر به شمول زنها و اطفال و مواشی در حال ترک دره اند. پس این همه طیاره که چند روزقبل از ختم آتش بس بر سر ما دور می زدند، مصروف چه کاری بودند؟»(مسعود و آزادی؛http://persianblog.ir)
په افغانستان کې د شورویانو د څلوېښتم لښکر قوماندان ستر جنرال الکساندر مایاروف، په مبالغې سره د خپل ګوډاګي مسعود د ستاینې تر څنګ وایي:«یوازې د بایللو پر وخت به تری تم کیده.»(په افغانستان کې، رښتیا څه تیرېدل؟ ۲۹۳،مخ؛ د ډاکټر داؤد جنبش ژباړه)
د نظار شورا او جنرال دوستم له ځواکونو تر منځ جګړه چې د ۱۳۷۱،ل، کال د لیندۍ میاشتې په ۳۰ نيټه په کابل کې ونښته، د مسعود د کسانو تېښته، جنرال نبي عظیمي داسې لیکي : در تاریک و روشن، شامگاهي ناگهان صدای فیرهای اسلحه خفیفه و ماشیندارهای پ، کا، راکتهای آر، پی، جی سکون و آرامش منطقهء مکروریان و بی بی مهرو و وزیراکبرخان را برهم زد... در بیرون دیگر تیارکی حاکم شده بود، ولی هیاکل انسان های را که در حالت گریز بودند مې توانستم تشخیص بدهم، آنها را صفوف منظم سربازان، ماشین های محاربوي و تانگها که با سرعت خاصی پيش می آمدند، تعقیب می نمودند آنها نزدیک شدند، دیگر چهره های وحشت زدهء افراد شورای نظار که پکول ها، سلاح ها و تجهیزات جنگې شانرا دور انداخته ومی گریختند، تشخیص داده می شد ... یکي از قوماندانان دیګر جنبش به نزدم آمد و گفت: تااکنون بیشتر از یک هزار میل کلاشینکوف و راکت انداز و تعداد پکول و پتو و هزاران تکه اشیای متفرقه را از نزد شورای  نظار بدست آورده ایم... به تعقیب این مانور نظامی و سیاسی مؤفقیت آمیز، احمدشاه مسعود عصبانی و بر آشفته گردید ... مسعود برای تلافی آن شکست، بالای استاد فرید، حزب اسلامی و معلم فتح وسایر گروپهای حکمتیار بنام وطنداری صدا کرد، و از آنها خواست تا برای حفظ نام و ننگ مردم شمال وارد کابل گردند... .» (د لا ډېرو مالوماتو لپاره د جنرال  محمد نبي عظیمي کتاب ولولئ : اردو و سیاست در سه دههء اخیر افغانستان، ۶۳۰ تر۶۳۳مخ پورې)
طالبان د کابل په ختیځ او جنوب ختیځ کې د مسعود له ځواکونو سره وجګړیدل او د مسعود ځواکونو ته یې ماتې ورکړه او سخت یې وډار کړل،(۴/۷/۱۳۷۵،ل) مسعود وروسته له خپلې ماتي څخه خپلو وسله والو ځواکونو ته امر وکړ، چې کابل ښار پریږدي او شمال ته دې په شا شي، هغه وو چې د نظار شورا ځواکونه له زرګونو ټانکونو، توپونه، راکټي دستګاوو، پوځي مهماتو او جګړه ییزو الوتکو سره داسې لیونۍ منډه پیل کړه چې بیا یې تر جبل سراج پورې په څټ(شا) مخ نه دی اړولی، د دوی مورال تردې کچې پورې ټیټ ؤ چې د لارې په اوږدو کې(د مسعود د لومړی منډې په شان،۱۳۵۴،ل) د سیمو د خلکو لخوا لوټ شول او د دوی ډېرې کورنۍ یې ولوټلې.
مسعود نه یوازې د کابل له ښار څخه په تېښته ځان خلاص کړ بلکه د کابل او شمال په لاره کې یې لوی پلونه هم والوزول او پنجشېر ته د ننوتلو سړک ته یې هم چاودنې ورکړې، لاره یې ورانه کړه او ورسره یې د کوکچې د پله د ورانولو امر هم وکړ، په دې اړه د نظارشورا غړی او د ملي شورا وکیل حفیظ منصور لیکي:
«در چنين شرايطي احمد شاه مسعود خود بعد از ادای دو رکعت نماز، کلنگ به دست مي گيرد و خود براي منفجر نمودن دهانه‌ي پنجشير دست به کار مي شود، براي آنکه راه پيشروي طالبان را قطع نمايد، تا عراده جات نتوانند از آنجا عبور نمايند.»  (عبدالحفیظ منصور: احمدشاه مسعود شهید راه صلح و آزاديhttp://qahramanemeli.blogfa.com)
 
مسعود د استاد رباني سره یو ځای د پنجشېر په دره کې ځانونه پخپله بندیان کړل او په تخار کې یې یوه کانتیري پاچاهي جوړه کړه هغه داسې چې څو کانتینرونه یې کېښودل او په هر یوه کانتینر یې د بیلابیلو وزارتونو نومونه ولیکل او ورسره یې د یوه زاړه کور پر دروازه باندې د (د افغانستان دجمهوري ریاست مقام) نوم هم ولیکلو.ښاغلی اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي وایي چې: د دغې صحنې په باب خارجي اخبار لیکلي وو«د استاد رباني کانتینري حکومت» (د افغانستان پرمعاصر تاریخ یوه لنډه کتنه ۳۷۴مخ)
د تخار ولایت په تالقانو کې د رباني او مسعود کانتیري حکومت هم ډېر دوام ونه کړ او له هغه ځایه یې تر تاجکستان پورې منډه وکړه او د تاجکستان د کولاب په اډه کې یې خپله نړیواله ګرځنده پاچاهي او د قوماندانۍ قرارګاه جوړه کړه!، د دغې وروستۍ تېښتې په اړه حفیظ منصور نه یوازې له کابل څخه د مسعود رباني پر تېښته باندې ویاړي بلکه له تالقانو څخه د مسعود، پر منډه باندې هم افتخار کوي او د برهان الدین رباني او استاد سیاف د منډې یادونه هم کوي.«... بر اساس همين طرز فکر وقتي در سال 1378 بعد از دو ماه درگيري شديد، احمد شاه مسعود، شهر تالقان را تخليه نمود. تحليل گران نظامي جهان بار ديگر تبصره کردند که مسعود نيروهای خود را از خطر نابودي نجات بخشيد. استاد برهان الدين رباني رئيس دولت افغانستان با عجله از تالقان خارج شد و به تاجکستان پناه برد؛ استاد سياف که در کندز به سر مي برد، و در محاصره واقع شده بود نيز، با زحمت فراوان راهي تاجکستان گرديد.» (عبدالحفیظ منصور: حمدشاه مسعود شهید راه صلح و آزادي)
له طالبانو سره په جګړه کې، له کابل څخه پنجشېر ته د احمدشاه مسعود لیونۍ منډه حفیظ منصور او نور جمعیتیان له ویاړه ډګه تېښته بولي او د مسعود دغې تېښتې ته د تکتیکي تېښې او پایمردۍ رنګ ورکوي او د مسعود د نظامي پوهې ښکارندویه یې بولي، حفیظ منصور په خپل کتاب(احمدشاه مسعود، شهید راه صلح و آزادي) کې له مبالغې سره سره داسې لیکي:«... ولی مانند همه ناظرين ديگر عواقب کار را پيش بيني درست نتوانست و هرگز بدين باور نبود که طالبان روزی بسی خطرناکتر از حکمتيار در برابرش قد علم نمايند. بنابرين طالبان را يک گروه نامنسجم، نا آگاه به مسايل سياسي نظامي محاسبه نمود و کمک به آنها را در برابر گلبدين حکمتيار ترجيح داد که در اثر همين کمک هاي نظامي ومالي، طالبان به سرعت از سپين بولدک تا حومه‌ي شهر کابل رسيدند و روي همين باور بود که خود با دو محافظ در ميدان شهر در داخل قرارگاه طالبان رفت و پيشنهادات آنها را در باب تأمين صلح و تطبيق قوانين شرعي پذيرفت.
ولي از آنجايي که طالبان برنامه‌اي غير از جنگ نداشتند، اين گفتگو ها بي نتيجه ماند و حملات طالبان از چند طرف به کابل آغاز گرديد، تا اينکه احمد شاه مسعود بتاريخ 5 ميزان 1375 مجبور گرديد، نيروهايش را از کابل عقب بکشد.اين عقب نشيني بازهم درايت نظامي مسعود را به نمايش گذاشت، زيرا بدون اينکه کدام قطعه از نظاميان خود را از دست بدهد و يا افسري عاليرتبه اش کشته شود، به گونه‌ي منظم همه نيروهاي او از کابل خارج گرديدند و اين عقب نشيني موفقانه آينده‌ي مقاومت را در برابر طالبان تضمين نمود.» (عبدالحفیظ منصور: احمدشاه مسعود شهید راه صلح و آزادي)
په پای کې به قضاوت ښاغلو او آغلو لوستونکو ته پرېږدو چې د مسعود تېښتې د انصاف په تله کې وتلي او د تکتیکي تېښتې، پایمردۍ او نامردۍ له شرایطو او حالات سره پرتله کړي.  
په وسواس په نامردۍ په وهم وېره / لا په زړه به وي ګیدړ تر ده زړه ور
په هر ځای چې په جنګ پېښ شي / تل یې تېښته په میدان
لوی خوشال بابا
نور بیا