کله چې مې انټرنيټ خلاص کړ ، نو پر همدې دردونکي خبرمې سترګې ولګېدې ، زړه مې وښويد، بيا پر موږ يوه بله ټکه پرېوته ، عبد المجيد بابی هم راڅخه ولاړ ، د ژوند قافله مو څومره ورو ورو درومي ، خو د مرګ هغه څومره په ځغاسته ده ، هسې خو مرګ له موږ سره روږدی دی ، موږ هغه ښه پېژنو اوهغه موږ د خپلې سزا وړ ګڼلي يو ، په ډېرو مرګونو مو له مرګه ګيله نه ده کړې ، خو په يو نيم مو خامخا له هر لوی او کوچني ذاته ګيله کېږي چې ولې يې دومره مجبور ليدلي يو.
کلونه کلونه وشول چې عبدالمجيد بابی د خپل فرهنګ دغوړيدا پر هڅو بوخت و، ستړی و، ستومانه و ، د چا يې زنه نيولې وه د چا يې لاس او د چا لمنه ، ټولو ته په زاريو و ، چې زموږ دژغور لاره همدا ده ، په نورو لارو زړه مه خورئ . هغه نور دتل لپاره هر چاته له زاريو خلاص شو ، پر يو داسې سفر لاړ، چې بيا به هيڅکله رانه شي ، ځان يې دټول عمر لپاره بې غمه کړ ، خو موږ يې دټول عمر لپاره د غم پر ټغر کېنولو. بابی بيا له موږ څخه يو ګام دمخه شو ، خدای خبر چې عبد المجيد بابي پسې به دا ځل د کوم بل خدمتګار بابي وار وي، د مرګ کډه زموږ له کلي نه ځي . بابي ګله ! هلته ستا دليدو په هيله
ستا يون ، نوی ډيلی ـ هندوستان
وروستي