خندا سړي نه کــــېږي او ژړا سړي نه کــــــــــــــــــــــېږي
د ژوند رنګارنګـــــــيو کې خو دا سړي نه کــــــــــــېږي
چې حورې وي، غلمان وي او ته ځانته په کې ګرځې
په داســـــــې نندارو کـــې خو خطا سړي نه کـــــــــېږي
ملا ويل ای ورونو ! دملا شـــــــــيطان مــــــــــلا وي
دا غټې ګناهــــــــــګانې چې ملا سړي نه کـــــــــــېږي
که هر څومــــره توبه کړي خو توبه يې نه قبلېـــــــږي
نو ځـکه مســـلسلې توبې بيا سړي نه کـــــــــــــــــېږي
ترهـغه به ګناه وي څو چې ساه وي په وجود کــــــــې
ګــناه کــــله بې روحه بې له ساه سړي نه کــــــــــــــېږي
ملنګ چېرته په عمر کې کوم کلی دی وران کــــــړی ؟
دا لويې ورانـــــــۍ ټولې له پاچا سړي نه کــــــــــېږي
بس غر دی او ستا سر دی ، زمانه ده اوستا لاس دی
همېــــش دا سر زوري (يونه) لــه تاسړي نه کــــــېږي.
پوهندوی محمد اسمعيل يون
۲۰۱۰ د فبرورۍ ۱۶ مه
نوی ډيلی ـ هندوستان
وروستي