په سوات کې د بودا مجسمې د تخريب په اړه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې اعلاميه

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوو ، چې د افغاني تاريخ ، هويت او نړيوال تمدن دښمنانو يو ځل بيا د سوات په مېنګوره کې د بودا د مشهورې مجسمې د بشپړ تخريب د هڅو په لړ کې دغې مجسمې ته دروند زيان اړولی . له سيمې څخه راغلي خبرونه وايي ، چې يوشمېر وسله والو کسانود چاودونکو توکيو په واسطه د مجسمې سر په بشپړه توګه له منځه وړی او پښو او لاسونو ته يې هم دروند تاوان اړولی .
د بودا د غه مجسمه چې له مېنګورې څخه 15 کيلومتره لرې په جهان آباد کې واقع ده او 2200 کاله زړوالی لري ، دافغانستان تر مجسمو وروسته په سيمه کې مشهوره مجسمه ګڼل کېده . د بشري تاريخ او مدنيت دښمنانو پخوا هم ددغه تاريخي مجسمې د الوزولو هڅه کړې وه او په سيمه کې د تاريخي آثارو مسوولينو د پاکستان حکومت ته د هغې په اړه خبرتيا هم ورکړې وه ، خو له بده مرغه د پاکستان حکومت د هغې د ساتنې لپاره هېڅ ډول اقدام ونه کړ . له دغو بې پرواييو داسې ښکاري ، چې د پاکستان حکومت د پښتنو په سيمو کې د تاريخيٍ آثارو له ساتلو سره هېڅ علاقه او د مسووليت احساس نه لري .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه په سوات کې د بودا مجسمې د تخريب عمل او د هغې په ساتنه کې د پاکستان حکومت بې غوري په کلکه غندي او دغه عمل ته له نړيوال تمدن سره د دښمنۍ تر څنګ د افغاني تاریخ او هويت سره د يوه تاريخي جنايت په سترګه ګوري .
څرنګه چې د بودا نوموړې مجسمه لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او د دې ترڅنګ په سيمه کې يو زيات شمېر نورې وړې مجسمې او تاريخي آثار موجود دي ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه د تاريخي آثارو د ساتنې له نړيوالو موسسو څخه په کلکه غوښتنه کوي ، چې د دغو تاريخي آثارو د ساتنې لپاره سمدستي اغېزمن ګامونه اوچت کړي او د پاکستان پر حکومت فشارراوړي ، چې د دغو تاريخي آثارو د ساتنې په اړه خپل مسووليت او وظيفه وپېژني او په سمه توګه يې ترسره کړي .