
مسلمانانو ریورس ګیر لګولی
اسلامي نړۍ نن سبا له زړه بوږنوونکي او دردونکي حالت سره مخ ده له دومره سخت او ستونزمن حالت څخه دتیریدلو په حال کې ده چې په خپل څوارلس سوه کلن عمر کې یې په دې کچه ترینګلي حالات نه وه تجربه کړي. یویشتمه پیړۍ چې دځمکې په سر یې هر څه بدل کړل او هرشي ته یې نوی رنګ او نوې جامې ورواغوستی، د ژوند په سطحه او وسایلو کې یې دومره بدلون راوست چې له مخکنیو هغو سره د پرتلې وړ نه دي، په مادي او فزیکي لحاظ انسان دومره وړاندې ولاړ او لاروان ده چې دخپل ځان هم مثله روباتونه یې جوړ کړل، دیو انسان غړي یې بل ته پیوند کړل او... مګر په معنوي او اخلاقي لحاظ یې په منفي لوري حرکت کړی او په خپلو شومو او بدو اعمالو کې هومره وړاندی تللی چې د کرغیړنو او ناکاره اعمالو استاد (شیطان) یې حق حیران کړی او دی ته یې مجبوره کړی چې شاګردي یې وکړي. دومره لویدلي او ناکاره عملونه یې خپل کړي چې وحشي حیوانات هم ورنه فنا غواړي. چې دغه وړاندې تګ په ټوله کې انسان او په خاصه توګه کفارو کړی. مسلمانانو په مادي، فزیکي او معنوي ډګر کې ریورس ګیر لګولی او په شاروان دي، نه یې مادي او فزیکي وړاندې تګ کړی او نه هم په معنوي لحاظ لوړ پاتې سوي. مسلمانه ټولنه اوس له هر لحاظه وروسته پاتې او لویدلی ټولنه ده،که هغه له ټولنیز، سیاسي ، فرهنګي، اقتصادي او علمي لحاظه ده که له اخلاقي په یوه کې یې هم توره نه ده کړې، په هرڅه کې یې دښمن ته میدان پرې ایښی او خپله ناکامي یې منلې. یو وخت چې اسلامي نړۍ په اجتماعي، سیاسي ، اقتصادي، اخلاقي او علمي ډګرونو کې له هرچاڅخه مخکښه وه، دټولې نړۍ وګړو ته یې انسان او انسانیت په پوره معنا ور وپیژاند، دپورته یادو سویو ډګرونو استادي یې په سوونو کلونو وکوله مګر اوس یې څوک په شاګردۍ هم نه قبلوي، په اوسنیو ترینګلیو حالاتو کې داسلامي نړۍ مجد، عظمت ، عزت، غرور ، حاکمیت او خلافت هرڅه دتاریخ یوه برخه ګرځیدلي، کله چې ددغې نړۍ تیر عظمت، عزت ،حاکمیت اوخلافت له نظره تیرکړو او بیا یې اوسني حالات وګورو وبه وینو چې په اسلامي نړۍ کې نه عزت شته نه غرور نه حاکمیت شته اونه هم خلافت د یو باوجدانه مسلمان لاڅه چې د با احساسه انسان له سترګو څخه به د اوښکو په ځای دزړه وینې وڅاڅي.
مشران یې دملت دښمنان دي
که کوم څوک له یوې بلې سیارې څخه ځمکې ته رانازل سي ، په دې پرمخ تللې نړۍ کې د وروسته پاتې مسلمانانو حالات له نیږدې وویني او واپس خپل استوګنځي ته ولاړسي نو دهغه ځای وګړوته به دمسلمانانو وضعیت داسې تشریح کړي:
دځمکې په هر ګوټ کې هغه جغرافیه چې هره ورځ د بارودو په لمبو سوځي ، هغه هیوادونه چې هره ورځ یې په سلهاوو وګړي د بمونو او اورونو خوراک ګرځي ، هغه قلمرو چې هیڅ ډول ثبات نه لري ، هغه ملکونه چې بې زعیم او بې رهبره دي ، هغه ځمکې چې مشران یې د ملت دښمنان دي، هغه ښارونه چې وګړي یې دغلامۍ شپې او ورځی سبا کوي ، هغه کلي چې او سیدونکو یې خوشحالي نه لیدلې او نه یې پیژني ، هغه بانډې چې انسانانو یې له پیدایښت بیا تر مرګه بې له درده بل څه نه دي لیدلي او بلاخره دنړۍ په سر هغه ځایونه چې وګړي یې وږي تږي، ماشومان یې یتیمان، ښځې یې کونډی ،بورې او بدبخته ، نران یې مړه، بندیان ، زخمیان او معلول دي. دا اسلامي نړۍ ده،دا مسلمانان دي او په دغو سیمو کې اوسیږي.
په مسجد کې مو زولنې ور اچولي
مونږ خپله د همدې ټولو ناخوالو او بدبختیو لامل یو دد غه سپیڅلي دین ټول ارشادات اولارښونې مو اوتې بوتې بللي، ددې په ځای چې دښمن یې رد کړي خپله مو د نه منلو سره کرښه ورباندې راکښلې، د اسلام هغه لارښونې چې ددنیا او آخرت دکامیابۍ سبب کیږي هیڅ یې نه پیژنو ، هغه اعمال چې زمونږ او دټولې نړۍ عزت پکې نغښتی ملنډی ورباندې وهو، هغه کړه وړه چې انسانان د انسانیت او اخلاقو لوړې څوکې ته رسوي له مدنیت سره په ټکر کې وینو ، هغه څه چې له بد بختیو او غلامۍ مو ژغوري هلاکت یې ګڼو ، دین مو له کور ، ټولنې او سیاست څخه ځغلولی او په مسجدونو کې مو زولنې ور اچولي ، اسلام مو په لاس کې نیولی او دنیا ته مو په زړه کې ځای ورکړی، یوازې په نوم مسلمانان یو په عمل او عقیده کې مو د کفارو نوی او تباه کوونکې دین دیموکراسي منلی، که زمونږ په ټولنه کې کوم با احساسه او واقعي مسلمان پیداشوی د اسلام ددښمنانو په یوه اشاره مو رټلی ، بی عزته کړی ، دکور او کلي پريښودلو ته مو اړکړی او بلاخره په شهادت مو رسولی ترڅو داسې څوک پیدانه شي چې بیا دحق آواز اوچت کړي او دی وینه زبیښونکو کفاروته سرخوږی شي.
حلال او حرام د نوي مسلمان لپاره دي
یوازې په دې نه یو مامور شوي چې په اسلام منګولې ولګوو بلکه په دې هم مامور سوي یو چې دغه دین ته مشرکان او بې دینه کسان را وبلو، د نورو دعوت لاڅه چې ددعوت لاره مو تړلې دداعیانو په خوله کې مو دحق چغه ور وچه کړې،هغه دین ته به په کومو سترګو کفار دعوت کړو چې مونږ خپله پرې ایښی، کوم دین چې له دښمنانو وړاندې خپله ورسره دښمني کوو، اصول او فروع يې نه عملي کوو ، کوم څه ته چې څوک دعوت کوو له ټولو ړومبی یې باید په ځان عملي کړو بیاورته نور خلک دعوت کړو دا چې مونږ یې خپله نه منو او نه یې عملي کوو نو دبل چا دعوت کول یوه بې ځایه هڅه، لومړی په ځان او بیا په نورو ملنډې وهل دي ، که زمونږ یو داعي بی دینه او کافر ته ددین دعوت ورکړي او ورته ووایي:
راشه زمونږ دین اسلام ومنه زمونږ په دین کې هغه اعمال چې انسان له حیوانیت څخه ښکته مرتبې ته کوزوي حرام او ناروا دي او هغه کړه وړه چې انسان د انسانیت لوړی درجې ته پورته کوي هغه زمونږ په دین کې حلال او روا عملونه دي، زمونږ په دین کې خیانت، غلا ، زنا ، قتل ، د الکولو څکل ، غیبت ، لواطت او... حرام دي ، له دغو ټولو مردودو اعمالو څخه یې نه یوازی داچې منعه کړې، بلکې د دغو اعمالو د مرتکبینو لپاره يې درنه او عبرتناکه سزا ټاکلې او مونږ ته یې لارښونه کړې ترڅ یوازې په الله ایمان راوړو ، لمنځونه قایم کړو، روژې ونیسو، زکاتونه ورکړو ، حجونه وکړو ، دبل چا په حق تیری وه نه کړو ... او بالاخره یې زمونږ دسرلوړۍ په خاطر په مونږه جهاد فرض ګرځولی ، نه یوازی زمونږ بلکی دټولی اسلامي نړۍ عزت او عظمت یې ور پوری تړلی.
کافر به داعي ته ووا یي :
هغه اعمال چې تا سو یې حلال او حرام ګڼۍ هغه یوازې هغه کس ته چې نوی اسلام قبلوي حلال او حرام دي او که ټولو مسلمانو ته په یو ډول روا او ناروا دي ، که چیرته یوازې نوي مسلمان سوي کس ته حلال او حرام وي دا څه خیل دین ده او که ټولو مسلمانانو ته په یو ډول روا او ناروا وي نو تاسو خو ددغې خبری په عکس روان یاستۍ له کومو اعمالو چې منعه سوي یاست هغه کوۍ او په کومو اعمالو چې درته دکولو امر سوی نه یې کوۍ. تاسو له غلا ، زنا ، قتل ، شرک ، غیبت او ... څخه منعه سوي یاست خو تاسو ټول دغه منعه سوي، منحوس او حرام اعمال کوۍ ، او تاسو ته چې په لمونځ ، زکات ، حج او ... جهاد امرسوی نه یې کوۍ ، لمونځ کوۍ خو په مسنونه طریقه نه ځکه لمونځ چې له ټولو قبایحو مسلمانان ژغوري، مګر تاسو چې لمونځ وکړۍ ورپسې متصل په منکراتو کې ور ددننه شۍ. زکات نه ورکوۍ ځکه ماته داسلامي نړۍ غنیان معلوم دي که دوي دخپل مال پوره زکات ورکړي مسلمانان لا څه چې دځمکې په سر به فقیر پاتې نه شي، ددې خبرې برعکس چې اسلامي ملکونو ته ورشې له پښو به دې په لسهاوو ماشومان ، سپین ږیري او ښځې تاو شي ترڅو درنه یوه یا نیمه روپۍ واخلي. غنیان مو لومړی دنوری نړۍ په منظره ځانونه ستړي کړي بیا وروسته حج ته دنوم لپاره ولاړ شي تر څو حاجي صیب سي هغه دیو شاعر خبره
دکعبې په بزرګۍ کې څه شک نشته ولې خر به حاجي نه شي په طواف
دالله هغه حکم چې په هغه کې ستاسو عزت او دکلیمې لوړوالی نغښتی ده (جهاد) نه یې کوۍ که مو کولی ذلیله به نه وۍ ، محکوم به نه وۍ ، بې اتفاقه ډلی ، ډلی به نه وۍ او بالاخره به له هغه لوی او الهي نعمت څخه چې ازادي ورته وایې برخمن وۍ چې او س نه یی ټولو لویو، وړو مشرانو او رهبرانو مو دغلامۍ کړۍ په غاړه کې اچولي دي، او د غه غلامي ورته یو دفخر کار ښکاري ، په نیږدې یو نیم میلیارد مسلمانانو کې واقعي مسلمانان دګوتو په شمار هم نه پیداکیږي هسې مسلمانان چې په پوره ډول په اسلام کې داخل سوي وي . د تش په نوم مسلمانانو شمیر مو دومره زیات ده چې په شمیرلو یې انسانان او کمپیوټرونه ستړي کیږي خو د کار او ددین خلک مو دومره کم دي چې د ټول نفوس ۰.۰۰۰۰۰۰۱ ٪ فیصدي هم نه شي جوړولی.
اعمالکم عمالکم
الحمدالله داسلام مقدس دین رسول الله صل الله علیه وسلم ټول امت ته پوره امانت او بشپړ رارسولی ده نو په دغه پوره او کامل دین کې دهر ډول حالاتو څخه دځان، ټولنې او ټولې اسلامي نړۍ د را ویستلو او ددغې لار ورکې او سرګردانه کشتۍ ساحل ته په امن رسولو کې واضح ارشادات موجود دي، که چیرته مونږه مسلمانان په خپل دین منګولې ولګوو او دخوږ نبي صل الله علیه وسلم لارښونې تعقیب کړو ټولې ستونزې، کړاونه او مشکلات به مو حل سي.
هغه ستونزې او ناخوالې چې ورنه یادونه وسوه د هغو علتونه او دحل لارې رسول الله صل الله علیه وسلم داسې را په ګوته کړي.
عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د رسول الله صل الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې کله تاسو په خرڅلاو شروع وکړه او د مال او زر راجمع کولو په لټه کې مو جهاد پرېښود، نو په تاسو به ذلت نازل کړی شي او تر هغې به ذلت کې ژوند تېروۍ چې د الله دین ته ستانه شوي نه یۍ.
په بل ځای کې رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي چې کله تاسو د مال او متاع په هڅه کې سرګردانه شوئ او جهاد مو پرېښود نو د ټولنې شیطان صفته خلک به ستاسو پاچاهان جوړ شي، په تاسو به ظلمونه روان وي، ستاسو نېک وګړي به د ظلم او شر څخه د خلاصون دعا ګانې کوي، خو دعا ګانې به یې نه قبلېږي، بلکې تاسو به ترهغې په همدې ذلت کې ژوند تیروۍ تر څو چې په کامله معنی د الله دین ته ستانه شوي نه یی.
همدا راز رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلي چې:
اعمالکم عمالکم .
په همدې توګه د دې مبارک آیت:
﴿ وَأَنفِقُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا تُلْقُوا۟ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى ٱلتَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوٓا۟ ۛ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِين ﴾. [البقرة: ۱۹۵].
تفسیر حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه داسې کړی:
ددې آیت شریف مطلب دا دی چې جهاد پرېښودل په لوی لاس هلاکت ته ځان غورځول دي.