پاڅون دچاپه وړاندی


 
اشغال ګرځواکونه چی په هرځای اوهیوادکی له ناکامی سره مخ شی هلته بیاداسی څه ترشانه پریږدي چی دهغی سیمی خلک دارامی ساواخلی. هغه ناخوالی،ګوډی اوماتی چی داشغال په وخت کې په اشغال شوی سیمه کی رامنځ ته شوي وي له منځه یوسي. هری ستونزی ته دحل لارپیداکړي .دوي په اشغال شوي هیواد اومنطقه کی داسی یوڅه ترشاپریږدی چی ددوی له ماتی اووتلووروسته هغه قهرمانان اواتلان چی دوی یی مات کړی دی داموقع اوچانس پیدانه کړی چی خپلی ناخوالی سمی کړی. په دغه ازاده شوی سیمه اوخلکوکی داسی مصیبتونه اوبلاګانی پریږدي چی ددوي له وتلووروسته ددغه ازادشوی هیواد هروګړی داشغال دوخت په ارمان کی شي.
کله چی روسانوپه افغانستان یرغل وکړدافغانستان دمسلمان اومجاهد ولس له نه اټکل کیدونکی مقاومت سره مخامخ شول. مقاومت کوونکي خالی لاس ددوی په خلاف راپورته شول اودډیری قربانی ورکولو وروسته یی اشغالګر ځواکونه دی ته اړ کړل چی له دغه هیوادڅخه پښی سپکی کړی. خوله وړاندی داشغالګروخونخواری پټ څاری اداری(کی .جی .بی) داسی پلان جوړکړی و چی ددوی له ماتی اوتیښتی وروسته دغه مظلوم اوبیچاره خلک په خپلوکی سره وجنګیږي . دکوم سپیڅلی هدف لپاره چی یی مبارزه کړی وه هغه ته ونه رسیږی اوددغه شهید ،مظلوم اومسلمان ملت هیله چی دیوسوچه اسلامی نظام راتګ وه له خاوروسره خاوری شي . بد بختانه چی په دغه شوم پلان کی بریالي شول په همدی ډول کله چې امریکایی اوبرتانیوی اشغالګرځواکونه په عراق کې په دی وپوهیدل چی دوی نورنوپه دغه اسلامی هیواد کی شپی نه شی تیرولی اوله ماتی سره مخاخ دي نو له تیښتی مخکی یی جنرال مک کرسټل ته دنده وسپارله چی داسی څه په عراق کی وکري چی ددوی له وتلو وروسته هغه خلک چی دوی یی وتلوته اړکړیدی په خپل عمل پښیمانه شی. متاسفانه چی دوی دغه هدف ته ورسیدل دامریکایی اوبرتانیوی قواوو له وتلووروسته هم په عراق کې هره ورځ په لس ګونو خلک مړه اوزخمیان کیږي هره ورځ په بیلابیلوسیموکی چاودنی اووژنی رامنځ ته کیږي او... دوي اوس په افغانستان کی هم عیني کړنه تکراروي
کله چې امریکایانو داسلامی امارت په ضد جګړه پیل کړه اسلامي امارت یی ړنګ کړ.
دوخت په تیریدوسره د امارت خواخوږی اوپلویان سره راټول شول او داشغالګروځواکونو په مقابل کې یی مټی راونغښتلی اوورځ تربلی منظم اوقوي شول ولس ورته په خپله غیږکی ځای ورکړ دهمدی باشهامته اوغیورولس په پوره پوره همکاری یی صلیبی ځواکونوته په هرډګرکی ماته ورکړه هغه که تبلیغاتی ډګر دی اوکه دجګړی ډګر. صلیبی ځواکونه چې دمجاهدینوله کلک اونه په شاکیدونکي مقاومت سره مخامخ شول په دی فکرکی شول چی ددغوزړوروپه اسلام مینو مجاهدینومخه په څه ډول ونیسی اوله ماتی سره یی مخامخ کړي لومړی دوی دعراق له تجربی څخه ګټه واخسته چې هلته یی اربکیان (محلی پولیس) دمجاهدینو په وړاندی ودرول چی په نسبی ډول یی پایله ښه وه دوی ددغه کاردسرته رسولو لپاره وینی زبیښونکی جنرال مک کرستل له عراق څخه افغانستان ته راوغوښت اوپه کاریی پیل وکړدغه مکار صلیبی جنرال په ټول افغانستان کی لوپر اولنډغر خلک سره راټول کړل اوله لنډی مودی ترنینګ وروسته یی خپلوسیمو ته واستول هغه اشخاص لکه چی دمخه می ورته اشاره وکړه دسیمی لوپراولنډغرخلک وه ددغولنډغروعادت داوه چی غلا لواطت زنا او... وکړي دافغانستان بعضی ساده لوحه خلک په لومړیو کی دغولنډغروته خوشحاله وه خوچی دهغو اعمال یی ولیدل دمجاهدینو ترڅنګ ودریدل اوپه هرځای کی یی له ماتی سره مخامخ کړل چی دامریکایانو دغه شوم پلان له ناکامی سره مخ شو.
اوس دغومخ توروصلیبیانو همدغولنډغرواولوپرواربکیانو ته دملی پاڅون نوم ورکړی چې کیدی شي په لومړي سرکې ورسره یوشمیرساده لوحه خلک ملګري شي خوپایله به یی له ناکامی پرته بل څه نه وي.
که مونږ چیرته دغزني ولایت داندړوپه ولسوالي کې دغی اوسنی جګړی ته لنډه کتنه وکړو په لومړي سرکې صلیبیانواودهغوی ملاتړی میډیا دغه جګړه دطالبانو اود حکمتیار دپلویانو ترمنځ جګړه وبلله په داسی حال کی چی ترشایی دهمدی صلیبیانولاس ووکله چی دغی خبری په میډیاکی زوروانه خیست نودغه جنګ یی ملي پاڅون ونوماوه اومیډیایی هم په پوره زورسره ملاتړکوي.
څومره بی ګناه خلک چی صلیبی اشغلګرواوګوډاګیانویی په اندړوکې ځورولي ،وژلی اوبندیان کړي دافغانستان په نوروسیموکی یی ساری نشته .په اندړوکی به داسی کور،کلی اوقریه کمه پیداشي چې دطالبانو په ملاتړاودصلیبیانوپه ضد یی شهیدان نه وي ورکړي. داندړواولس باغیرته باشهامته غیورولس ده اوهمیش به دطالبانو ترشاولاړوي لکه چی ولاړوه
زه اوس له تاسوڅخه پوښتم چې!
عام وګړي دطالبانو ترواک لاندی سیموکې خوښ دي اوکه دصلیبیانوترواک لاندی سیموکې ؟
فساد ،غلا، لواطت بی دینی په کوموځایوکې زیاته ده په هغوسیمو کې چې صلیبیان اوګوډاګیان یی حاکم دی که په هغوسیموکې چې طالبان حاکم دي؟
افغان ولس ترقي دکفرترسیوری لاندی نه غواړي چې دکفاروپه ملاتړ دمجاهدینوپه مقابل کی وجنګیږي افغان ولس ترقی داسلام ترسیوري لاندی غواړي .
که یی دکفرترسیوری لاندی ترقی اوپرمخ تګ غوښتلی څوپیړی وړاندی به یی له انګریزانوسره جهادنه کاوه دهغوپه مقابل کی به یی پاڅون نه کاوه اوس به هم خلک ارامه وه اوهم به وطن ګل او ګلزار وه .
که یی دکفرترسیوری لاندی ترقی غوښتله څولسیزی وړاندی به دسرولښکرومخته نه ودریدل اویونیم میلیون شهیدان به یی نه ورکول هیواد به ترقی کړی وه هرڅه به جوړ وه.
که یی دکفرترسیوری لاندی پرمخ تګ غوښتلی دایوه لسیزه جنګ اوجګړه به یی ددی صلیبیانو په مقابل کی نه کوله. دادیوی لسیزی پاڅون به یی داشغالګروقواو په مقابل کی نه کاوه اوس به هیواد اوپه دی هیوادکی هرڅه په بله بڼه وه.
په اصل کی اوس عامووګړو دصلیبیانوپه وړاندی پاڅون کړی نه دمجاهدینوپه وړاندی خوافسوس چې میډیا یوڅه وایی اوولس بل څه کوي. بله پوښتنه داده چې !
پاڅون باید دچاپه مقابل کی وشی؟
ایاپاڅون باید دهغه چاپه وړاندی وشي چی هغه اسلام غواړی له اسلام څخه دفاع کوي تراسلام ځانونه قربانوي اسلام په ځان اوپه ټولنه کی پلی کوي؟
اوکه پاڅون دهغه چاپه وړاندی وشي چې اسلام دځمکی له کری څخه ورکول غواړي اسلام اواسلامي قوانینوته درناوی نه کوي ، د قرآن بی عزتی کوي قرآن په اورسوځوي ، درسول الله بی عزتي کوي( کاریکاتورونه یی نشروي) ، مسجدونه ورانوي ، بی ګناه ښځی اوماشومان وژني او...؟