زمـاکندهـــــــاره زما جانانه او ښکې مه تويوه
دسترګــــــو تور دزړه قراره اوښــــکې مه تويوه
زما ګيله من زمـا خــــوږمن زما دردمن جانانه
څنګه زهير شـــوې ته له مانه اوښکې مه تويوه
لمبې دې وينم سلګۍ اورم څه ماشوم خو نه يم
قسم په خـــــدای يمه ناتوانه اوښکې مه تويوه
ته دفـــاني دنيا جنت وې زمــــــــــوږ لپاره ګرانه
دغم جنګــــــــونوکړلې ورانه اوښکې مه تويوه
ستادبچو دتوری شرنګ لا قرار شـــــوی نه دی
لږ انتظارکړه کندهـــــــــــــــاره اوښکې مه تويوه
ستاپه لمن کې دي قدم په قدم پټ شهيــــــــدان
ټول شـــــول قربان ترتاجانانه اوښکې مه تويوه
زه ځلبلاندبه دغازيانو دپښوخـــــــــــاوری شمه
تابه ازآدکړم کندهــــاره اوښــــــــــــکې مه تويوه
»»»
نور علی شاه ځلبلاند
دوبئ
وروستي