د ا غم ځپلـــــــــــوافغانا نوته د ژوند نارې وهــــــــــــه اختره
دا مړاوي شـــــوي سره ګلان په خپل راتګ تا زه کو ه اختره
د هيلو څاڅـــــــــکي له اسمانه زموږ پر لوري اور وه اختره
د ا کرېږې چيغې ؤ سلګۍ په خپــــــل راتګ قراروه اختره
څوک د لالا څوک د بابا څوک د اشنا په غم کې چيغې وهي
د دا دردمنـــــــو و زخموته دملــــــــــــهم دارو راوړ ه اختره
پرهريوبنديودستـــــــــــــــم بلا خـــــــــــوړلي ټول پرهرپرهريو
ز خمي زخمي يوپر هر زخم دکــــــــــوثراوبه شينــــــــده اختره
ز ما دپيغلــــــــــوپرحياه به ملا ئيکـــــــــــــوخپل سلام ويلو
دا لوڅ سرونه لوڅې پښې یې خـــــــــدای لپاره پټـــوه اختره
هغه ماشــوم ستا په راتګ چې به ترپکــــې د خوښۍ و هلې
نن یې زخمـــــــــــونه د وحشت په نازک تن حسابه وه اختره
دځلبلاند غـــوندې په زړو کې ارمانونه په سلګو ويده شي
د سولې لمر کې سپين ګلان زموږ تر کوره ر ســــــــوه اختره
***
نور علی شاه ځلبلاند
عرب امارات دوبئ
وروستي