سعودي غونډه! د پاکستان د بدمرغۍ ورځ

سعودي عربستان کې د ټرمپ په مشرۍ د اسلامي هیوادونو او امریکا ګډه غونډه کې پاکستان داسې انګیرله چې تیر په شان به بیا د (ترهګرۍ قرباني) کارت استعمال له یوې خوا به مالي امکاناتو تر لاسه کولو ته لاره هواره کړي له بلې خوا به ځان له هغه تورونو خلاص کړي چې د نړیوالو له خوا ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي په نوم یادیږي، د سعودي چارواکو سره د نوازشریف شخصي ملګرتیا او د سعودي په نوښت د اسلامي هیوادونو پوځي ټلوالې چې مشري یی راحیل شریف (پاکستان پخوانی فوځي مشر) کوي هغه فکتورونه وو،چې پاکستان یی دې غونډې ته ډیر لیواله او مطمین کړی و. پاکستاني رسنیو لا پخوا د غونډې د رهبرۍ او ټرمپ سره د ملاقاتونو خبرونه خپرول او سیاسیون یی پدې عقیده ووچې هیواد به یې پدې غونډه کې د خاص اهمیت څخه برخمن او دا به ښه چانس وي چې امریکایی او اسلامي هیوادونو چارواکو ته خپلې قربانۍ او هڅې (د دوی په اصطلاح) چې ترهګرۍ پر ضد یی کوي د تل په شان تکرار کړي مګر دا ټولې هڅې یی بیکاره او خوبونه یی سرچپه تعبیر شول؛ کله چې نوازشریف او راحیل شریف ته خبرو لپاره وخت پیدا نه شو، همدارنګه د ډیرو کوششونو سربیره ټرمپ د ملاقات وخت ورنکړ پداسې حال کې چې د ډیرو نورو هیوادونو د مشرانو سره غونډې په څنډه کې ولیدل.
د پاکستان په زخمونو یی نوره مالګه هلته ودوړوله کله چې ټرمپ په سهیلي اسیا کې يواځې هند د ترهګرۍ قرباني یاد کړ او ترهګرۍ مقابل کې یی د  افغان ځواکونو هڅې وستایلې.  پدې سره یی د پاکستان هغه هڅې او شعار بې رنګه کړه چې هند په بلوچستان یا کشمیر کې د تروریرزم په ملاتړ تورنوي او یا ځان د تروریزم قرباني ګڼي.
پاکستان لپاره دا غونډه ډيره بدمرغه ثابته شوه چې د اسلامي هیوادنو په غونډه کې د یو اسلامي هیواد په حیث د نظر بیانولو حق ورنکړل شو مقابل کې داسې وانګیرل شوه چې پاکستان اسلام د بهرنې پالیسې د وسیلې په ډول کاروي.
دې پیښې خواله رسنیو کې په ځآنګړي ډول د پاکستان رسنیو ډیر پام ځان ته راواړه، آپوزیشن ګوندونو دا کار د خپل هیواد او قربانیو سپکاوي وباله او نوازشریف یی په غبرګون نه ښودلو تورن کړه.
سعودي په مشرۍ جوړ شوی د ۳۹ اسلامي هیوادونو ترهګرۍ ضد نظامي ایتلاف چې چارې راحیل شریف ته سپارل شوې د ایران د سخت غبرګون سره مخامخ شوی و، پاکستان ته یی جدي پیغام استولی و چې ګوندې دا یو سني ایتلاف دی پاکستان (نږدي ۱۶ ملیونه شیعګان لري) ته ندي پکار د ایتلاف برخه شی مګر پاکستان د سعودي وړانديز ته د رد جواب جرأت نه کولو تر څنګ ایران ته ډاډ ورکاوه چې ټلواله د هیڅ هیواد پر ضد نده، مګر د سعودي اوسنۍ غونډه کې ایران په سیمه کې په مذهبي تاوتریخوالې په خپرولو او تروریزم په ملاتړ په وار وار تورنیده او دې هیواد په منزوي کیدو او نیابتي جګړو نه یی د لاس په لنډیدو ټینګار کیدو، داسې معلومیده چې سعودي به په خپل ټول قوت او د ایتلاف نه په ګټه اخیستو د ایران د نفوذ مخنیوی وکړي. دې کار د ایران غوسه راپارولې او پاکستان یی وار وار د تروریزم او مذهبی تاوتریخوالې په خپرولو تورن کړی.  کارپوهان په دې اند دي چې سعودي تل د پاکستان نه د یو کرایی عسکر په ډول استفاده کړې او کله یی هم د پاکستان د دریځ نه په سیمه ایزه یا نړیواله سطحه ملاتړ ندی کړی. دا مهال ټول ګاونډي هیوادونه پاکستان کې زیږیدونکې افراطیت او سخت دریزۍ نه تر پوزې راغلي او د دې کار د جدي بندیدو غوښتنه کوي، پاکستان ته پکار دي چې په خپله بهرنۍ پالیسې د سره کتنه وکړي مذهب او تروریزم بهرنې پالیسې توکو په ډول استعمال نه کړي.