
دا چې د مۍ 29 د پښتو د ورځې په نامه نومول شوې،نو پدې ورځ ددې ژبې په ویاړ بااحساسه وګړي راټولیږي تر څو یو ځل بیا هغه ژمنه تازه کړي،چې پښتو به وایو او پښتو به کوو. لمړی شعار په پښتو ژبه خبرې کول، زده کړه او یا ورته خدمت کول دي مګر دوهم یی بیا یوه تګلاره او روش دی او ټول هغه صفات رانغاړي چې پښتون یی باید ولري،چې عبارت ديله سرښندنه، غیرت، احترام، خدمت، اخلاص، زړورتوب، میلمه پالنه، خاورې او ناموس نه دفاع. خو په نني حالاتو کې پورتنۍ ژمنې څومره د عمل وړ دي؟ که تاریخ ته ځیر شو پښتو سره لمړۍ جفا پښتنو کړې او اوس هم هغه لړۍ تعقیبیږي که هغه ټولواک او ولسواک مشران وه او که د نظام مخالفین. پښتون په داسې حالات کې قرار لري چې نه پښتو ویلو او نه کیدلو ته پریښودل کیږي. پښتنو ملی مشران د یوې سیستماتیکې توطیی لاندې ترور کیږي، پښتون متعلم ښونځي ته نه پریښودل کیږي، پښتون بچی په منظم شکل کانکور کې فلټر کیږي، پښتون جامه او قافیه نن د سخت دریزۍ او وروسته پاتې والې ریفرنس نیول کیږي. مګر هغه پښتون ځوان چې ددې ټولو ناخوالو او بدبختیو سره سره د دې اغزن جال څخه سر راپورته کوي او د ټولنې هیلې ورسره تړل کیږي، ددې پر ځایی چې حالاتو او تاریخ ورڅخه ښه تحلیلګر جوړ کړی وي، صبر او زغم یی شعار وي او ټولنې د یوالې په هڅه کې شي مګر بیا هم احساساتي او په شخصي عقدو ولاړې پریکړې کوي، نظر اختلاف ورته دښمني ښکاري، بل پښتون ورته رقیب او لا یی هم د تربورۍ او (خلک به څه وایی) زمزمې د سره نه وي وتلې. ښه به دا وی چې لوستي پښتون کهول راټول او د موجوده کینسر عوامل او د حل لارې وسنجوي مګر برعکس یو بل ته په مورچو کې ناست او یو د بل د بدنامولو او راپرځولو هڅې کوي.
هغه چې په نظام کې کار کوي د دولت هر ښه او بد کار توجیه کوي، ځینې وخت په حقایقو سترګې پټوي او نه شي کولاۍ هغه پنځمه ستن برملا کړي چې یا نظام ته خطر او یا په پروژیي شکل د پښتون خلاف توطیئ جوړوي. چې دا ډله سیاسی مخالفینو له خوا په خیاطانو یادیږي.
مګر مقابل کې نور ځوانان ددې پر ځایی چې خپله انرژی په ملت جوړونه مصرف کړي لګیا وي د دولت هر ښه او بد اقدام غندي، په هره کړنلاره یی نیوکې کوي، کوشش کوي حکومت ناکام، فاسد او ګوډاګي وښایي. چې پدې کې ځینې دا کار د شخصی عقدو، پردو په لمسه، محرومیت او ځینې یی شاید د سالم انتقاد له امله کوي.
په ټوله کې د بدبختۍ خبره داده چې یواځې پښتون ځوان پدې مرض اخته دی او هر یو خپلې لارې ته سمه وایي.
لا هم پښتون ته د خپلې بدبختۍ لامل ندی مالوم او تړلې سترګې روان دی.
هغه غونډه چې کابل کې د پښتو ورځې په نامه جوړه شوې وه تمه کیده چې باید د پښتو او پښتنو موجوده مسایل او منطقي حل لارو باندې بحث وشي مګر د پخوا په شان احساساتي او سطحي خبرې وشوې او ناستو کسانو بدرګه کوله. په سټیج ولاړ کس کو د پښتون د تباهۍ حال بیانوه نو ناستو به لاسونه پړقول. زه نه پوهیدم چې ناست خلکو د پښتنو تباهې ته خوشحالي ښوده او که نه پوهیدل چې ولې چکچکې وهي. او مقریر هم ونه ویل چې ولې پښتون تباه دی او باید څه وکړو تر څو ډوبه بیړي ساحل ته وباسو. د غونډې ډیری کسان ددې پر ځایی چې خبرو ته غوږ کیږدي، یو بل په غوږونو کې پوسپوسي کول. سټیج ته راوغوښتنوکي به د خپلې جذباتي وینا وروسته څادر په غاړه واچوه او غونډې به یی پریښوده ته به وایی همدا اوس د ډیورنډ په مسله عاجله او پریکنده غونډې ته روان دی.
دې کې شک نیشته زمونږ ځوانان تر ټولو بااستعداده، مقاوم او بااحساسه دي خو چې څرنګه ددوۍ لیاقت او احساس د ملت په ګټه استعمال شي اړتیا لرو تر څو شخصي عقدې لرې، د یو چتر او شعار لاندې راټول او یو بل وزغمو. خدایی مه کړه داسې وخت راشي چې تر ټولو قومونو وروسته، وخت او چانس به مو د لاسه ورکړی او لاسونه به مروړو.
د پښتون د یووالي په هیله