هره ورځ به وختي راویښېدم. بالښت به مې غېږ کې نیوه او د کوټې چت کې به مې سترګې خښولې. اوس هم نشم پوهېدی چې ما ولې نه پیدا کيدونکي شیان لټول. شاید ما به له کفن رنګي چته داسې څه غوښتل چې نه مې پېژندل. د سهار له پینځو به تر یولسوبجو په خپله سپېره بستره کې په عذاب اخته وم. نه به مې په چا کار لاره او نه به راسره د چا کار پیدا کیده.
څه باندې یوولس بجې به د هرې ورځې په څير په سپين قاب کې د پیازو هګۍ راتلې چې نه خو به یې کله مالګه کمه و ډيرېده او نه به کله سوځېدې.
ما به تر ډيره قاب ته کتل او قاب به ماته. داسې احساس به مې چې زما د خوړو پر ما زړه خوږېږي. مور به مې چای راوړ. هر څه به یې چې ویل ما نه اورېده او خپله هم نه پوهېدم چې څه وایم. تر یوې، دوو بجو پورې به پرځای مېخ وم. هماغسې به مې چت ته کتل او نه به پوهېدم چې څه ته ګورم او څه له ګورم .
هر ماسپښين به پاڅېدم تشناب ته به تلم اوهنداره کې به مې کتل. په ایینه کې ښکارېدونکی سړی خو په قواره کې زه وم ولې د بل چا غوندې به یې رالیدل. ما به په دې کتلواو لیدلو هم ساعت اړاوه. بیرته به تشې کوټې ته راتلم. پرده به مې لرې کوله. زما د تشې کوټې ترڅنګ یوه ونه ولاړه وه. نیمه ورځ به مې له دې سره تېروله. هغه بالښت چې سهار به مې غېږ کې و، ماسپښین به مې ولو ته تکیه کاوه. هګۍ به د هرې ورځې غوندې نیمې خوړل شوې وې او نیمو به قاب کې د خځلو دوزخ ته انتظار ویسته. د شیدو ډکه پیاله به د هګیو قاب کې درېدله. نه پوهېدم او نه مې غوښتل پوه شم چې سپینو شیدو، سپین قاب، د سپین چت سره څه او څنګه ارتباط درلوده؟ مګر درلوده یې.
ما به ونې ته کتل، ونې به زما پېښې کولې. شایده تمثیل یې کاوه او یا هم یو ازلي بندي په هغه چا ریشخند واهه چې ځان یې په زوره بندي کړی و. ونې به ټوله ورځ اسمان کې سترګې خښې کړې وې. زه خبرنه یم چې د شپې به څملاسته او که شپه به یې هم په ولاړه وه. ونې به اسمان ته داسې سترګې بقې کړې وې چې ته به وایي څوک یې اسمان کې کوت، یا لکه څوک چې له اسمانه مرسته غواړي او یا هم چا له خپله ځانه د خپلو حوصلو ازموینه اخیسته .
ماښام به مې پرده بېرته راکش کوله. بالښت به مې له ملا بیا د هرې شپې په څېر د سر لاندې کاوه. مورمې به کاسه له څټه نیولې نهه بجې راتله. ما ته به يې وکتل، ډوډۍ به یې کېښوده. مور به مې ډیر په حیرانۍ رالیدل. د هغې شاید په دې زړه خوږېده چې زوی یې لیونی شوی دی خو په دې نه پوهېده چې بچي یې ځان په زوره لیونی کاوه.
وروستي