مورې

چې د منډ خاورې مې تل ستا ښکلولی
کـــه مــــې تيږې لـــه تورغــــــره راچلولی
لکه شمع سوزيدلی ستا په مخ کی
پټه خولـــــه مـــــې تيارې رڼا کولی
په اغزيو مې منزل وي يا کوچنی وي
دم ګــــړۍ دې د ژوند لاره راښوولی
په دنيا کې مې بل کار او کسب نه وی
په عـــمل کې مې ستا زړه خوشالولی
کوڼ او ړوند وی له نړۍ نه خير نه وی
تل ماشوم وی ستا په غيږ کې لوبيدلی
يا خو زه نه وی پيدا غم به دې کم و
يا دې زه په هسې شان نه وی روزلی
تا تعليم راکړو چې تور له سپينو بيل کړم
تا دژوند پـــه لاره ســـــم کـــــړم نازولـــــــی
اوس چې چارو د ژوندون کړله راپيښه
چــــــا تومت د خــــــوږې مينې راتړلی
ستا خدمت مې په ژوندون تر سره نه کړو
تل مـــــې ستا مهربان زړه ازار ولـــــــــی
مــــــــورې تـــــه د مـــــــورولۍ په ترحــــــم
خدای ته ووايه چې زه د ي يم تا بخښلنی
که مې ونه بخښې مورې مخ تورن يم
پــــــه محشــــــر به ملامت يمـــــه رټلی
زه به ستا اوښکې تر مرګه هيرې نه کړم
کاش چې ته مې تګ راتګ ته خند ېدلی
خدمتګار په زړه کــــــې تل هيله لرله
چې خدمت مې په ټول عمر ستا کولی
هيلی يادونه او منزلونه
د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی د
شعرونو مجموعه