سولې ته مشخصې هڅې!

د حزب اسلامي مشر ښاغلي ګلب الدین حکمتیار له طالبانو غوښتي چې اقلاً د روژې په میاشت جګړه بنده کړي. 
د ویلو وړ ګڼم چې طالب کې عمودي او افقي زعامت فرق کوي او د یو با انظباطه حزب خاصيت نه لري. طالب اوس ‌‌‌‌‌‌ډېرې ټوټې او اصلي ټوټه، او برخه د ای اس ای تر نظر او ادارې لاندې د طالب د موافقې او یا عدم موافقې سره کار کوي. نو که جناب حکمتیار که د طالب له ‌‌‌‌‌‌ډلو دا خواست د متارکې د روژې میاشت کې لري. نو د افغان کابل حکومت ته په کار ده چې د پاكستان له ای اس ای نه وغواړي چې اقلاً د روژې میاشت کې د افغان ولس پر ضد جګړه بنده کړي!
افغان مدني ټولنو ته چې د پاکستان له مدني ټولنو او له هغه جملې د جنرال اسد دراني د پاکستان د پخواني ای اس ای مشر او د حسن خان چې اوس ځانته پاکستاني ژورنالست وایي او د ای اس ای نطاق دی، او ورنه همدارنګه غوښتنه وکړي چې د روژې میاشت کې ای اس ای د افغان ولس پر ضد جګړه بنده او متاركه وکړي.
په دې توګه به غږون یو او انشاء الله که دښمن افغان ضد جګړه بنده نه کړه اقلاً دنیا به متوجه شي چې د افغان ولس په مقابل کې څوک جګړه کوي او څوك سيمه كې سولې او ثبات ته اصلي خن‌‌‌‌‌‌ډ او مانع دی.
١٢/٥/٢٠١٧