
د جنګ نه د ژامو چیچل ښه دي
د اسلام له نظره همیشه د جنګ نه سوله بهتره ده. که د سولې په خاطرمتخاصمي ډلې هرڅومره ګذشت وکړي او امتیاز د لاسه ورکړي بیا هم د جنګ مادي او معنوي تاوان د سولي په تناسب په کراتو کراتو ډیر کم دی. په هر حالت کې سوله د جنګ نه بهتره ده او د انګلستان د پخوانې صدراعظم چرچل پورې تړلې مشهوره معقوله ده چې وایې: همیشه د جنګ جنګ نه د ژامو چیچل بهتره دي ((To jaw-jaw is always better than to war-war. که د ژامو په چیچلو کې ژامي او غاښونه هم مات شي څه فرق نه کوي، خو د جنګ مخنیوي مهمه ده.
د افغانستان د حکومت مشرتابه او د حکمتیار د اسلامي حزب هیئت په تیرو تقریبا دوه کلونو کې د سولۍ د خبرو او اترو په لړکې د ډیرې حوصلي نه کار واخیست اوباالاخره دواړې خواوي په دی وتوانیدلې چې پروسږکال د سپتمبر په میاشت کې د سولي موافقتنامه د جمهور رئيس محمد اشرف غني او ښاغلي حکمتیار له خوا په داسي حال کې لاسلیک کړي چې ښاغلي حکمتیار یوازې د تلویزیون په صفحه راڅرګند شواو دا معاهده یې لاسلیک کړه. که څه هم د دی معاهدي په اړوند د ډیرو داخلي او بهرنې تحلیګرانو او مبصرینو په منځ کې شکونه موجود و، خو په حقیقت کې دواړو خواو د پوره حوصلې، سیاسي جرئت او مدبرانه تګ لورې نه کار واخیست او دا معاهده یې لاسلیک کړه. د افغانستان حکومت مشرتابه ته په خاصه توګه د دی معاهدي امضا کول که له یوه اړخه یې ورته اهمیت درلوده خو له بله اړخه ورته سیاسي ځان وژنه هم وه ځکه چې د ملي وحدت حکومت په هغه وخت کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي سختو چلنجونو سره مخامخ و. ډیرو به دا فکر کاوه چې ګوندې د ملي وحدت حکومت د سپتمبر د میاشتي نه وروسته مشروعیت نه لري او احتمال لري چې حکومت وپاشل شي. د ډیرو په نظر دا معاهده یوازې د هوا ګزول و او ډیرې کسانو دا فکر نه کاوه چې ګوندې ښاغلي حکمتیار به کابل ته راشي. باالاخره ښاغلي حکمتیار تیره اونې لومړۍ لغمان ولایت ته او بیا ننګرهار ته لاړو او دهغه ځای نه کابل ته د مي د میاشتي په څلورمه نیټه ورسید. د ښاغلي حکمتیار او د هغه کورنۍ او ملګرو راتګ ته د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه، سیاسي او جهادي شخصیتونو او په کل کې د افغانستان اکثریت ولس په پراخه وچلي ښه راغلاست ووایه.
د دی معاهدي اهمیت په دوو مهمو ټکو کې دی. ۱) دا معاهده په کل کې یوه بین الافغاني معاهده وه که څه هم نړیوال فکتورونه یې درلودل او بین المللي ملاتړ ته اړتیا وه چې د اسلامي حزب مشر نوم د ملګرو ملتونو د تور لست نه وکاږي خو د دی ترڅنګ د خبرو دواړه خواوي د افغانستان حکومت او د اسلامي حزب له خوا د رالږل شوي پلاوی ترمنځ وي. ۲) امید دی چې دا معاهده به د افغانستان نوروجنګي او سیاسي ډلو لپاره یو ښه ماډل شي چې افغانان د دی ظرفیت او قابلیت لري چې خپل منځي مسایل پخپله حل کړي.
د افغانستان ولس دی معاهدي ته په دی خاطرخوشبینه دی چې ګوندې دا معاهده به په افغانستان کې وینو تویولو ته دپای ټکې کیږدي. د افغانستان اکثریت مظلوم ولس په تیرو څلورو لسیزو کې د داخلي جګړو له امله ډیر سخت ځپل شویدی او ولس د جنګ نه ستړی دی. که خدای نا خواسته دا معاهده جنګ ونه دروي اوداخلي کشمکشونه لا زیات کړي، نو بیا دا معاهده د افغانستان ولس لپاره چندان اهمیت نه لري. د دی معاهدي د ناکامي په صورت کې به د افغانستان د ولس سرنوشت یو ځل بیا په یو نا معلومه لورې وي او څو لسیزي به ونیسي چې د افغانستان ولس بیا په حال شي.
همیشه د معاهدو د امضا کولو نه د معاهدو عملي کول ډیر ستونځمن دي. د ولس هیله د افغانستان د حکومت د مشرتابه، سیاسي ډلو د مشرانو، مدني ټولنو او اسلامي حزب د مشرتابه او غړو نه دا ده چې دوی باید په خپلو خبرو او د الفاظو په استعمال کې د ډیر احتیاط نه کار واخلي ځکه په افغانستان کې ډیر الفاظ ځانته تعریفونه لري او د تیرو ناخوالو پورې تړلي دي. تر اوسه لا دوی د اعتماد سازي په ډیره ابتدایې مرحله کې دي او د دوی ترمنځ د باور په تناسب لا شکونه ډیر زیات دي. یوازې په خبرو او شعارونو اعتماد سازي نشي کیدی. که له یوه اړخه غونډې او شعارونه د ولس د ولولو اظهارول ښایي خو له بله اړخه ولس سولي، ښې حکومتولۍ، د قانون حاکمیت، انکشاف او ټولنیزعدالت ته اړتیا لري ترڅو دایمي سوله په افغانستان کې ټینګه شي.
دا مهمه او اړینه ده چې د افغانستان دولتي او سیاسي مشران باید د دغه فرصتونو نه د ولس په ګټه سمه استفاده وکړي او د پخوا په څیر باید دوی فرصتونه په بحرانونو بدل نه کړي. د افغانستان ولس او دا مشران یو نوی مثبت فکري تغیر ته اړتیا لري ځکه لا تر اوسه د افغانستان د سیاسیونو په فکرونو کې منفی اړخ د مثبت اړخ په پرتله زیاته غلبه لري. په تیرو دوه ورځو کې د دوی په خبرو کې د کنایو او تخریشداره ویناواظهارول پخپله د دوی په فکرونو کې د منفی اړخ د غلبې ښه مثالونه دي. د دوی سره باید خپل تنظیمي، ګروهي، سمتي او شخصي ګټې مطرح نه وي او باید په خبرو کې په ملي ګټو او منافعو زیاته تکه وکړي.
که مونږ په کل کې محاسبه وکړو د افغانستان عام ولس ډیره کمه برخه د سیاسي احزابو او ګروپونو سره تړاو لري. که لنډه محاسبه شي، کله چې په ۱۳۵۷هجری شمسي کال کې جهاد پیل شو نو د افغانسان نفوس په هغه وخت کې تقریبا پنځلس میلونه محاسبه شوی و، خو یوازی پنځه میلونه یې مهاجر شوي و او هغه هم په لس ګونو ډلو او ټپلو ویشل شوي و. د اکثریت تنظیمو او ډلو سره د فکر تړاو غړي ډیر محدود او کم و. دویمه حصه د افغانستان نفوس په داخل د افغانستان کې پاتي و چې هغوي هم په بیلا بیلو ډلو ویشل شوي و. د افغانستان نفوس اوس د دیرشو میلونو نه زیات اټکل کیږي که ټولې تنظیمي ډلې او سیاسي احزاب د ځانونو سره سمه محاسبه وکړي، د لویو ډلو سره هم د یو څو زرو نه زیات کسان په فکري او عملي توګه متعهد نه دي. دی کې شک نشته چې د افغانستان اکثریت ولس مسلمان ولس دی او اسلامي ارزښتونو ورته اهمیت لري، اما په افغانستان کې یو نوی نسل را اوچت شوی دی چې هغوي ته ملي مسایل د تنظیمي، ګروهي او سمتي ګټونه زیات مهم دي او د ملي ګټو او منافعو طرفداره دي. مشران باید د ولس عیني واقعیتونه په نظر کې ونیسي او د شلمي پیړۍ د سیاست په فکر کې نه اوسي. د افغانستان ملت په اوسنیو شرایطو کې یوازي په یو ملي فکر او په یوه ملي اجندا سره راټولیدلي شي. هغه ډله او ګروپ به د دولس په منځ کې زیات د اعتبار خاوند وي چې د افغانستان ټول ملت په خپله غیږ کې ونیولې شي او د ټولو لپاره په خپله ډله او ګروپ کې ځای ولري.
که د اسلامي حزب مشرتابه د تنظیمي ګټو نه اوچت فکر وکړي، نو زما په اند کولی شي چې د یو ښه منځګړی په توګه رول ولوبوی ځکه چې په افغانستان کې د یو با اعتباره منځګړیتوب خلا د سیاسي ګروپونو او ډلو ترمنځ موجوده ده، خو که د احتیاط نه په خبرو کې کار وانخلي، نو زما په اند کیدې شي چې دی هم دا فرصت ډیر ژر د لاسه ورکړي.
. لکه څنګه چې ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو وویل چې د انحصار او د حذف سیاست په افغانستان کې ناکامه دی، دا واقعیت دی او دی باید پخپله په دې خبره کلک متعهد اوسي. د ښاغلي حکمتیار د سولي او په سیاسي او ټولنیزو برخو د ښځو د ونډې اخستنې پیغامونه مونږ په نیک فال نیسو. امید دی چې له دوه لسیزوزیاتي مودی نه وروسته کابل ته د ښاغلي حکمتیار د راتګ د فرصت نه دی پخپله او هم د افغانستان د حکومت مشرتابه، سیاسي مشران او ډلې د ولس په ګټه کار واخلي ترڅو په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه او د افغانستان دریدلی ولس هوسا او ارام ژوند ولري.