سیاسي اکټران او د نظام مشروعیت

 
شاه محمود میاخېل
که څه هم زه شخصاً له اول نه د ملي وحدت په نامه د حکومت له جوړېدو سره مخالف وم او په هغه وخت کې زما مقاله چې په فارن پالیسي کې خپره شوې ده، ښه ثبوت دی؛ په دې مقاله کې ما ویلي وو چې زر فقیران تر یوې لويې خېمې لاندې ژوند کولى شي، خو دوه پاچاهان په یوه لوی ملک کې سره ژوند نه شي کولى. د الله تعالی د وحدانیت فلسفه پر همدې بنا ولاړه ده چې یو خدای د کایناتو مالک او تنظیموونکى دی او که خدایان دوه واى نو نه به دا دنیا وه او نه به دا شمسي نظام.
په تېرو نږدې دوو کلونو کې په ثبوت ورسېده چې د ملي وحدت حکومت لا اوس هم د ټاکنو په تبه اخته دی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان مضمن سیاسي مرض به له تدریجي زوال سره مخامخ وي چې پایله به یې د حکومت او نظام سقوط وي. دا چې په افغانستان کې ملکي او پوځي موسسات لا ډېر ضعیفه دي، زما په اند که حکومت سقوط کوي نو نظام خامخا سقوط کوي؛ ځکه د نظام او حکومت تر منځ فرق نشته دی. که ځینې ډلې او اشخاص پر دې فکر وي چې دوی د حکومت مخالف دي خو د نظام مخالف نه دي نو دوی زما په اند تر اوسه هم له خپل ملک او نظام څخه سم درک نه لري او په خیالي نړۍ کې اوسېږي.
که خدای ناخواسته موجوده حکومت له منځه ځي نو د دغه حکومت او نظام بدیل به موجوده اکتران چې په حکومت کې دننه دي او که بهر، نه وي بلکې د حکومت بدیل به یوازې داعش یا د طالبانو مسلح اپوزېسون وي. د وسله وال اپوزېسيون په راتګ سره به بیا دا اکټران چې په حکومت کې دننه دي او که بهر او هم د افغانستان د ملت هغه لویه برخه چې د نظام د جوړېدو امیدونه د یو سوکاله او پرامنه افغانستان او ښه ژوند لپاره غواړي، تر ټولو نه زیاته ضربه وګوري. خدای نا خواسته که دا نظام له سقوط سره مخامخ کېږي، نو افغانستان به داسې ضربه وګوري چې راتلونکي څو نسلونه به په فقر، بدبختۍ او جنګونو کې اخته وي او د افغانستان موجوده سیاسیون به د خدای او تاریخ پر وړاندې ملامت وي.
دا ډېره اسانه خبره ده چې ولس څوک تحریک کړي او سړکونو ته یې را وکاږي او یا سیاسي مشران داسې مسایل مطرح کړي چې د هغوى پر اساس ملت نور هم د بې اتفاقۍ پر لوري سوق کړي تر څو ملت د یو بل پر ضد سیاسي، نژادي، قومي او سمتي مورچې ونیسي. اما د داسې مسایلو مطرح کول او یا ولس سړکونو ته را ايستل داسې مرحلې ته رسېږي چې بیا وضعیت شاید د دوی له کنټرول څخه ووځي. زما لیکنه ټولو خواوو ته متوجه ده او هره خبره او یا غوښتنه چې سیاسیون کوي بايد عواقبو ته یې پام وکړي.
زما ګیله له دواړو ټیمونو څخه ده چې یو ټېم ټوله ورځ په ایملیونو او فیسبوکونو اخته دی او یو بل ته د خپلو فیسبوکي لیکنو، ایملیونو او فعالیتونو معلومات ورکوي او یا په اصطلاح یو بل بریف کوي اما بل ټیم په شخصي، قومي او نژادي غوښتنو او تشریفاتو اخته دی؛ اصلي مسایلو ته چې د افغانستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، هېڅ پاملرنه نه کوي. زما په اند په حکومت کې دننه او هم بهر سیاسي اکټران که غواړي چې په افغانستان کې سوله وي او ولس په امن کې ژوند وکړي، په دې حساسه مرحله د تاریخ کې باید لاندې سیاسي مسایلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي:
۱- دوی باید ملت ته اطمینان ورکړي چې نظام سقوط نه کوي او دوی په متحده توګه د وسله والو اپوزېسونونو په مقابل کې واحد موقف لري.
۲- د افغانستان مسلحې قواوې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې هره لحظه قرباني ورکوي، دوی باید هغوى ته مورال ورکړي نه دا چې د هغوى مورال نور هم کمزور کړي. د افغانستان وسله والې قواوې او ولس چې په حکومت کې دننه او بهر د سیاسي اکټرانو خبرې، بیانيې، ناخوالې، شخصي او سلیقوي غوښتنې او یا نا سم مدیریت ګوري، هغوى مایوسه کېږي او دا د هغوى پر مورال منفي اغېز لري. له یوه حکومت او نظام سره چې د ولس او خپلو پوځي او سیاسي موسساتو حمایت نه وي، هېڅکله کامیابېدای نه شي.
۳- په دې حساس وخت کې د افغانستان سیاسیون یوه ملي موقف ته اړتیا لري چې د مسلحو اپوزېسونونو او د هغوى د پلویانو په مقابل کې ونیول شي که نه د هغوى مورال نور هم قوي کېږي او پایلې یې د ټولو پر زيان دي.
٤- په دنیا کې ډېر زیات نور بحرانونه شته او افغانستان د نړۍ د مسایلو په سر کې واقع نه دی، همدا شان دنیا هم په افغانسان کې ستړې شوې ده نو که دوی هره ورځ له افغانستان څخه منفي خبرونه اوري، نو فکر نه کوم چې دنیا هم خپلو مرستو ته تر ابده دوام ورکړي. دا ډېره ښه خبره ده چې موږ پر خپلو پښو ودرېږو خو متاسفانه تر اوسه زموږ پوځي او ملکي موسساتو شتون ټول پر بهرنيو مرستو ولاړ دى.
٥- که څه هم د افغانستان د درې ګونو قواوو حقوقي مشروعیت اوس هم له سوال سره مخ دی، خو په حکومت کې دننه او هم د حکومت نه بهر د سیاسي اکټرانو بې مسوولیته بیانيې، خبرې او غونډې د حکومت او نظام مشروعیت نور هم له سوال سره مخ کوي. د هر حکومت او نظام حقوقي او سیاسي مشروعیت څومره کمیږي او یا له سوال سره مخ کېږي، په هماغه اندازه هغه حکومتونه او نظامونه کمزوري وي چې بالاخره نظام او حکومتونه په خپله له داخل نه سقوط کوي چې نمونې یې موږ څو ځلې په افغانستان کې تجربه کړې دي.
زما په اند د افغانستان د حکومت او نظام د ثبات لپاره دا پورته پنځه ټکي له نور ټولو مسایلو  څخه ډېر زیات اړین دي او د ټولو دنده او مسوولیت دی چې د پورته ټکو د عملي کولو لپاره کار وکړي؛ ځکه که حکومت او نظام نه وي نو بیا هېڅ نشته او نه بیا سیاسي اختلاف څه ګټه لري. د نظر اختلاف او یا د سیاسي رقابتونو اهداف همیشه باید په ملي منافعو ولاړ وي او که په ملي منافعو ولاړ نه وي، نو بیا زور بالای زور به لکه د ځنګل د قانون په توګه حاکم وي.
 
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه