جناب حکمتیار د سولې او پخلاینې لاره غوره ګڼي!

يو شمېر د طالب به نامه او يا د طالبانو یوشمېر وايي الحق لمن غلب. حق له هغه سره دی چې غالب شي او د ملت ارادې ته احترام نه کوي او انسان وژنۍ ته ادامه ورکوي. خو جناب ګلبدین حکمتیار د شنبې د ورځ (28/4/2017)په خپله اولینه ناسته او خبروکې په علني توګه په ننګرهار کې چې د جلال اباد والي او یو شمېر مشران او خلک هم حاضر وه، رسنیو ته وویلې او اعلان وکړ : مونږ هغه حکومت غواړو چې ملت یې غواړي. 
که پرون مو ټوپک په لاس جهاد کوه نو اوس داسې د تفاهم او خبرو باندې د اسلام خدمت کوو. ( نقل قول بالمفهوم )
او
زه ور اضافه کول غواړم که تر پرونه د ټوپک په زور جهاد موجه او درست ګڼلو نو اوس د قلم پر منطق جهاد، د ابادۍ او ارامۍ جهاد، د امن او صفاء جهاد ادامه لري او دا هم ستر او د نفس سره جهاد د ستر اجر سبب دی. هو دا جهاد ادامه لري.
داچې حزب اسلامي د تفاهم او سیاسي سولې لارې کې دادی ستر قدمونه واخیستل او د افغانستان د ملت ارادې ته د ټولو ستونځو سره سره اولویت ورکړل سوه او ملت د خواست لاره غوره کړی شو نو دا عالي او د خېر خبر ده او ملت یې استقبال کوي.
هغه څوک به د افغان ملت مشر او پيشوا وي او ددې لپاره کار کوي چې د ملت او اسلام خېر غواړي. دا مواضع په تمام قوت تأییدوو او داښه اواسلامي نظر او کار دی.
افغان ملت مسلمان دی او مسلمان ته ددین عالم نصیحت او ددین نه درست برداشت او د هغه په چوکات کې انتخاب پکار دی چې مطمین یو درست نظر دی.
د دین عالم ملت مسلمه او امت ته حق او ښه انتخاب کې مرسته کوي خو ملت نشي حذفولای او د هغه په عوض او د ملت د حذف په واسطه انتخاب ځانته نه شي منحصرولای، کوم نظر چې بعضې افراطیون د یلام له دین نه لري.
د افغان ولس او سلیم عقل با عزته سوله او استقرار غواړي او له تېرو بدو تجربو څخه په عبرت اخيستو خپله راتلونې روښانوي. مونږ تیره د عبرت او د شهیدانو د یاد لپاره په ياد لرو او بايد په یاد ولرو. اما تیره او یاد یې د انتقام او بل تجاوز او یې عدالتۍ لپاره نه بلکې د خیر او د هغو اشتباهاتو د عدم تکرار لپاره.
الله ج دې افغان وطن کې سوله او نېک تفاهم کامیابه لري.
آمین یا رب العالمین