پاکستاني استابلشمنت او افغانستان!

پاکستاني استابلشمنت د افغانستان او د افغانستان د خلکو او حاکمیت دشمن وه، دی او دشمن به پاتې شي! دوی حتی د ښاغلي برهان الدین رباني حکومت هم ونشو زغملای کوم چې پاکستان کې د ای اس ای تر نظر لاندې جوړ شوای وه او بیا دغازي محمد اکبر خان تاریخي توره جناب رباني پاکستاني مشرانو ته د جناب رباني د صداقت د سمبول په مانا پاکستاني مشرانو ته کابل کې ‌‌‌‌‌ور ډالۍ کړه. 
د افغان ولس د پاکستان د حاکمیت پر ضد تنفر د پاکستان د حاکمیت د عمل او کړنو ساده او منطقي نتیجه، پایله او انعکاس دی. اما پاکستانی حاکمیت هڅه کوله او کوي چې د افغان ولس د اوسني استابلشمنت او اصلي حاکمیت سره کرکه د اوسني پاکستان د خلکو پر ضد اوسني پاکستان کې مېشته خلکو پر ضد وښیی او تبارز ورکړي. درحالې چې بشپړ افغانستان له آمو نه تر اباسینه، اټک او مارګلې پورې دی او د اوسني پاکستان 60فیصده زمکه تاریخي افغانستان دی او دغه سیمه کې مېشت خلک یو افغان ملت یو. د فیسبوک له لارې د کنځلو او یوبل ته د سپکو سپورو ویدیو ګانو نشرول او خپرول په یقیني ‌‌‌‌‌‌ډول ددې د پاکستاني استخباراتو د فتنو یوه وړه او ښکاره برخه ده چې مونږ بعضې هم ددې فتنو قرباني یو. مونږ د اوسني پاکستان عادي خلکو سره کومه دښمني نه لرو. دا د پاکستان حاکمیت دی چې د غلط، د ترور د تربیې او روزنې برنامې عملي کوي، د ترور او دهشت د صدور د سیاست پر بنیاد سیمې ته وینه، بم او انفجار راولي او ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کوي. بې ګناه انسانان وژني، په شهادت رسوي او ولسونه قرباني کوي.
شواهد او اطلاعات ښکاره کوي چې افغانانو ته هوایی ځواکونه او درنې وسلې نه ورکول د پاکستان د فرمایش او خواست، دوکې او کله بیا ناځوانه، مکار تهدیدپر بنیاد دی.
پاکستان آزاد، مستقل او پر ځان متکي افغانستان نشي منلای.
دافغانستان په دننه سیاسي حاکمیت ته خپل نوکران او متعهدین پر حساسو ممکنودولتي څوکیو قایمول او رسول،
او په دې توګه خاین افراد په مهمو او حساسو څوکیودولتي مستقر ساتل او په افغانستان کې قومي او سمتي تنفر چاغول او د پدرام د افغانستان د تجزیې او ملي خیانت اوازونو ته قوت او امکانات ورکول،
په کابل کې د ۴۰۰ بسترېز په شفاخانې برید، د مزار شریف پر شاھین ۲۰۹ قل اردو حملې او ... د یو شمېر نورو فرعي عواملو سره سره د پاکستان نوې تبې او وارخطایي ده چې مبادا امریکه له پاکستان لاس واخلي او نور پاکستان جهان ته دوکه ورنکړای شي. پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډاریږي او غواړي خپله اصلي دوه مخی جنایتکاره سیاست ته نور جعلي ستر نه شي وركولای. د امریکې سیاست په پاکستان کې د وروستی جنایاتو او جنایت کارانه هلې ځلې د امریکې د بحث لاندې د هغه پالیسیو په ارتباط دي کوم چې امریکا به خپل سیاست ته سیمه کې ګواکې د پاکستان پر ضد شي او امریکه به افغانستان د سیمې فارتنر وټاکي. امریکایی هیات افغانستان ته راځي او د افغانستان سفر کوي او د پاکستان په هکله خپل سیاست کې تجدید نظر کوي.
هو د دا سترو پاکستانی جنایاتو اجرا په کابل او افغانستان کې د امریکې احتمالی بنیادی تصمیم او مرستې پورې په کلکه تړاو لري. پاکستان له د تېر په شان امریکې او نړۍ ته ثابتول غواړي چې سیمه کې یوازنې مطمین فارتنر پاکستان دی او بس. پاکستان بل حالت چې افغانستان دې د امریکې د سیمې اصلي فارتنر او طرف شي،
نشي زغملای او هرڅه کول غواړي او کوي چې دا کار ونشي.
زه دا هم ویل او د تعمق خبره ګڼم چې په دې ورځو او داسې حساس وخت کې چې امریکه خپل سیاست په هکله سیمه کې له سره غور کوي او تصمېم نیسي، آيا د امریکاپر ضد سیاست کول د افغان سیاسیون له خوا د جناب حامدکرزي په شمول به د افغانستان په ګټه تمام شي او که په تاوان؟
دا هغه خبر ده چې پرې لیا ریسرچ او تحقیق کوم او نهایی جواب یې لا تر اوسه نه لرم.
اما دا جواب لرم چې پاکستاتی استابلشمنت دشمن وه، دی او دښکن به پاتې شي.
مونږ ته په کار دي چې یو موټی شو، د وطن دشمنان و پيژنو، رسوا کرو او دشمنان له ملته تجرید کړو او دا به انشاء کیږي.
و من الله التوفیق
حسبنا الله نعم المولی و نعم الوکیل
٢٥/٠٤/٢٠١٧