که په یو کار او کسب کې د معمول په څېر ټولې لیدلارې او نظرونه یو د بل تر څنګ کېښودل شی یو اصلی هدف به ورسېږۍ دا هدف کیداي شي د ګټې لاس ته راوړل او یا د لویو موخو یوه ټولګه وي.
د نوي کسب او کار شروع کول د یو خاص لذت سره یو ځای وي چې مونږه ټول د هغې د تجربه کولو غوښتونکي یو او غواړو ترې برخمن شو. مونږه ټول هغه بریالی کاروباریان پیژنو چې خپل کسب او کار ته یې غوره بڼه وربښلې ده، هغه بریالیتوب چې مونږه ټول یې د دغو کمپینو/شرکتونو د عملیاتي مدیرانو او مهندسانو فکر او خلاق ذهن ته ګوته په غاښ یو او له دې کبله مو حتما دوی د ځان لپاره الګو ګرځوو او کوښښ کوو د دوی له مفکورو سره ډېر آشنا شو. وروسته ځينې له مونږه هڅه کوي تر څو د دغه افرادو په واسطه وړاندې شوو تګلارو څخه په استفادې د کار حوزې ته د ننه شو او بریا خپله کړو.
ولې کله برنامه هغسې پر مخ نه ځي څرنګه مو چې فکر کولو او ماتې خورو، شمېرنو ښوودلې ده چې د درېمې دوهمه کسب او کارونه له شروع یا پرانیستې ۲ کاله وروسته له منځه ځي، د ټولو کسب او کارونو نیمه برخه پینځه کاله دوام کوی او یوازې د درېمې/یوه برخه د هغوی کولای شي تر لسو کلونو خپل فعالیت ته دوام ورکړي اما کومې کړنې باید تر کار لاندې ونیول شي تر څو د بریا چانس ډېر شي.
لاندې پینځه موارد ډېر د اهمیت وړ دي چې باید د هر کسب او کار تر شروع کولو مخکې یې په نظر کې ونیسۍ
۱- عملي موخې تعریف کړۍ
که په یو کار او کسب کې د تل په څېر ټولې لیدلارې او نظرونه یو د بل تر څنګ کېږدو نو یوه اصلی هدف ته به مو ورسوی دا هدف کېداي شي ګټه او یا هم د لویو موخو ټولګه وي ممکن خپل ټول کارکوونکي د دغه موخې د لاسته راوړلو په موخه ماموریت کړۍ او په دې فکر کې وۍ چې هر کاري ټیم څنګه کولای شي په دغه لاره کې مرسته وکړي . واقیعت دا دي چې کارکوونکي باید له خپلو ورځنیو دندو صحیح شناخت ولري تر څو وکولاي شي خپل د نظر وړ مسیر ته ادامه ورکړي. هر څومره چې ستاسو د کارکوونکو شمېر زیات وي باید په دغه موضوع باندې ډېر تمرکز وشي هر څومره چې د دغه ورځنیو معیارونو په تنظیم او ترتیب باندې ډېر عمل وکړۍ او هغه د سازمان/بنسټ له ټولېزې موخې سره همغږه کړۍ کارکوونکي له خپلو دندو سره غوره اړېکې ټینګوي.
۲- ځېنې اقدامات د ګټې مخه نیسی
په لومړۍ کړنلاره کې خپل معیارونه د کوچنیو کړنو سره چې د اجرا او عملي کولو وړ وي تبدیل کړۍ دلته زیاتوو؛ چې په دغه کار کې زیات پرمختګ ونه کړۍ، شاید ډیری کسب او کارونه مالي موخې د افرادو د کار د اندازه ګیرۍ لپاره واحد وګڼۍ، ولې واقیعت دا دي چې ټول افراد باید پر دې پوه شي چې د هر ټیم له کړنو څخه چې کومې لاسته راوړنې تر لاسه کېږي د کار د اندازه ګیرۍ اصلي معیار دي. هغه کړنې چې تاسو یې د یو کاری ګروپ د کړنو ارزولو په موخه ترسره کوۍ هغه یوازې د ارزیابۍ معیار نه دي، البته د هر بنسټ اصلی موخه باید تل په نظر کې ونیول شي ولې هغه موخې ته د رسیدلو طریقه اړینه ده. کله ستاسو معیار د ساعتونو/وخت مقیاس کول وي چې هر کارکوونکی څومره کار کوي ولې دا معیار نشی کولای په یوازې ځان زموږ د خوښې وړ نتیجه له ځان سره ولری خپله موخه تر کوچنیو او کم ارزښته مقیاسونو او معیارونو مه قرباني کوۍ.
۳- په ډېر خاص دقت سره ګمارنه وکړۍ
نه غواړو له دې منکر شو چې د بنسټ/سازمان د پرمختګ او د زده کړو د زمېنې برابرولو کې او یا هم دا چې د بنسټیز فرهنګ د پرمختګ لپاره مو چې کوم کارونه کړي پرې سترګې پټې کړو اما هغه څه چې د اهمیت وړ دي هغه ستاسو د کارکوونکو د ګمارنې سیستم دي. افراد د هغوی د مهارتونو د درلودلو په اساس مه استخدام کوۍ، حرفه یي مهارتونه د زده کړې وړ دی هغه څه چې د زده کړې وړ نه دي اجتماعي مهارتونه دي. که تاسو هغه افراد استخدام کوۍ چې په شوق سره د کار، ډاډکیرنې، او د ستونزو د حل ښیګڼو او مهارتونو څخه برخمن نه وي نو د هغوي حرفه یي مهارتونه به تاسو ته هیڅ کله ګټه ونه لري.
۴- هیڅ کله کومه مفکوره د ځان لپاره ډېره مه لویوۍ
ستاسو نظر د هغه څه په مقابل کې چې د بازار له خوا ټاکل کېږی اهمیت نه لري د هرې مفکورې د ارزښت د تخمین لپاره باید په بازار کې بررسی وشی. تاسو ممکن خپل زیات اندازه وخت، سرمایه او هڅې د هغه مفکورو لپاره مصرف کړۍ چې هیڅکله به کامیابې نه شي هره مفکوره باید په سرعت سره تر آزمایښت لاندې ونیول شي تر څو په بازار کې د هغې د قبلیدو میزان مشخص شي.
۵- د خپلو کارکوونکو له کړنو دومره هم مه خوشحالېږۍ چې ستاسو په نابودۍ تمام شي
تر هغه چې خپلې وروستۍ موخې ته نه وۍ رسیدلي نه شۍ کولۍ د خپل ټیم له کارکوونکو څخه قدردانی/ستاینه وکړۍ واقیعیت دا دی که په مرتبو سره خپل کارکوونکي تشویق کړۍ ډیری کار په اصلي موخه بدلیږی او نتیجه خپل اهمیت له لاسه ورکوي نو له دې وجې کارکوونکو ته ووایۍ چې په خپل نظر او فکر سره د مکافاتو او هڅونې برنامه جوړه کړي اما هغوی ته وریاده کړۍ چې دا برنامه یوازې په ټاکل شوی وخت کې موخو ته د رسېدلو په صورت کې د اجرا وړ ده .