د لیکوال مستعار نومونه: سړی که ښځه؟

په ۱۹۹۶ م کال کې یوې بریتانوۍ ښځې د خپل لومړنی کتاب لیکنه بشپړه کړه د کتاب قصه د یو ځوان هلک په اړه وه کوم هلک چې وموندله دی د جادو ځانګړی قدرت او توان لری. لیکوالې وغوښتل تر څو خپل کتاب چاپ او خپور کړی نو کتاب يې د نشراتو کمپنۍ ته وړاندې کړ چاپوونکو هم کتاب خوښ کړ، هغوی فکر وکړ چې ځوانان او پیغلې به د دغه کتاب له لوستلو خوند واخلی. خو هغوی ستونزه درلوده او فکر یې نه کولو چې ځوانان به داسې یو کتاب اخلی چې د یوې ښځې له خوا لیکل شوی وی نو له دې وجې ناشر له لیکوالې څخه وغوښتل چې خپل نوم تغیر کړی.
دا هغه کیسه ده چې څنګه جوون رالینګ په جي کي رالینګ بدله شوه
دا هماغه د کولال لوټلو او د فیلسوف تیږه (Harry potter and Philosopher’s stone) کتاب وو چې د هاری پوټر مجموعې/سیریز لومړنی کتاب شمیرل کیږی. له هغه وخت راهیسې خلکو نږدې ۴۰۰ میلیونه ټوکه د هاری پوټر کتابونه رانیولی دی . که ریښتیا ووایو رالینګ د تاریخ په اوږدو کې لومړنۍ ښځه وه چې د کتاب له لیکلو یې  ۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ډالره لاس ته راوړل ولې رالینګ هغه لومړنۍ ښځینه لیکواله نه وه کوم چا چې خپل نوم بدل کړ تر څو خپل جنسیت پټ وساتي.
د لیکوال مستعار نوم (Pseudonym) د لیکوال اصلی نوم نه دی، دا هغه نوم دی چې لیکوال یې خپله ټاکي لیکوال د ګڼو مختلفو عواملو له وجې د لیکوالۍ مستعار نوم کاروی. زیاتره لیکوالان غواړی په آسانۍ سره خپل اصلی نوم پټ وساتي نور بیا غواړی له دې وجې د لیکوالۍ  مستعار نوم وکاروی او فکر کوی تر څو لوستونکی په ښه توګه د دوی لیکنې ومني. د مثال په توګه ځینې ډول کتابونه زیاتره د هغه چا په واسطه لیکل کیږی چې اکثراً د یو جنسیت وی او یا هم د هغه خلکو له خوا لیکل کیږی چې د یو مشخص فرهنګ درلودونکی وی نو له دې سببه لیکوالان شاید خپل نومونه تغیر کړی تر څو زیاتره داسې وانګیرل شی چې د لوستونکی له توقع سره برابر وی.
ځینې وختونه بیا لیکونکی له دې خاطره مستعار نومونه کاروی ځکه چې دوی د جنجالی او بحث پاروونکو موضوعاتو په اړه لیکنې کوی، نو له دې سببه هغوی مستعار نومونه کاروی تر څو له ستونزو څخه ځان محفوظ وساتی.
د تاریخ په اوږدو کې زیاتره کتابونه د نارینه وو په واسطه لیکل شوی دی، ډیری وختونه د ښځو له خوا لیکل شوی کتابونه زیات نه دی خوښ کړل شوی او یا هم دا چې ډیر نه دی مشهور شوی. په ۱۹ مه پیړۍ کې د انګلستان زیاتره د چاپ کمپنیو د هغه کتابونو چاپولو ته چندان توجه نه کوله کوم به چې د ښځو له خوا لیکل شوی وو. کله به چې دوی د ښځو له خوا لیکل شوی داستانی کتابونه چاپ او خپرول زیاتره یې د مینې داستانونه یا قیصې وې. اما کله کله به یې د ښځو له خوا د فرهنګ، سیاست او اجتماع په اړه لیکلی موضوعات خپرول. همدا لامل وو کومو ښځو به چې د دغه موضوعاتو په اړه لیکنې کولې له ستونزو سره مخ وې ډیری ښځینه لیکوالانو د دې لپاره یوه ښه حل لاره پیدا کړه: هغه دا چې هغوی خپل نومونه تغیر کړل.
دا د ښځینه لیکوالې ماری انی ایوانز په اړه یو حقیقت دی کوم چا چې په انګلیسی ژبه کې د (Middle March) په نامه یو مشهور کتاب لیکلی دی ولې د ایوانز نوم د دغه کتاب په پوښ نه څرګندیږی په عوض کې د کتاب په پوښ د هغې مستعار نوم جورج ایلویټ لیدل کیږی. ایوانز دغه اوږد او پیچلی کتاب د څو کلونو په ترڅ کې ولیکلو  Middle March د مینې په اړه یوه لیکلې قصه نه وه دا په بریتانیا کې د فرهنګ او د ښځو سره د نارینه وو د چلند په اړه یو لیکلی داستان وو، ایوانز د نابرابریو په اړه لیکلی – لکه د غریبو خلکو د ژوند کولو د ډیر خرابو حالاتو په اړه، هغې د سیاست په اړه هم لیکنې کړې دي.
که څه هم جي کی رالینګ له دې امله خپل نوم تغیر کړ تر څو خپل ډیر کتابونه وپلوری خو ماری انی ایوانز د یو ډیر مختلف لامل له وجې مستعار نوم کارولی هغې فکر نه کولو چې په بریتانیا کې د نولسمې پیړۍ خلک د هغې مفکورو ته غوږ ونیسی او یا د هغې لیکنې ولولی ځکه چې هغه یوه ښځه وه.
ندیژدا دیمیتریونا یوه بله ښځینه لیکواله ده چې د لیکوالۍ نارینه مستعار نوم یې کارولی هغه یوه روسۍ لیکواله او شاعره وه لکه د ایوانز په څیر هغې هم د نولسمې پیړۍ په ترڅ کې لیکنې کولې. ندیژدا له یوې شتمنې کورنۍ څخه وه هغې له سیاست سره علاقه درلوده د هغې لیکنو ډیری سیاسی موضوعات او مفکورې درلودې هغې د هغه وخت په جریان کې لیکنې کولې کله چې ښځو حتی نه شوای کولای د سیاست په اړه خبرې وکړی. له دې کبله هغه اړ وه  تر څو د خپلو مفکورو د شریکولو لپاره یوه حل لاره پیدا کړی. همدا وو چې هغې کتابونه ولیکل او د «وی کریستوسکی» مستعار نوم سره یې بازار ته وړاندې او وپلورل .
Boarding School Girl د ندیژدا تر ټولو مشهور کتاب دی دا کتاب د یوې ځوانې ښځې په اړه دی چې لولینکا نومیږی لولینکا په یوه خصوصی ښوونځۍ کې ګډون کوی د قیصې په جریان کې لولینکا له داسې یو سړی سره لیدنه کوی کوم څوک چې په سیاست کې ډیر دخیل دی، سړی تل هغه دې ته هڅوی تر څو له ده نه هغه څه وپوښتی چې په ښوونځۍ کې ورته ښوودل شوی دی. دغه کتاب سیاسی موضوع ګانې مطرح کوی او له دې ملاتړ کوی چې د انسان د حقونو څخه د مبارزې لپاره د له لوی څیزونو څخه کار واخیستل شی.
د ندیژدا لپاره سیاست خورا مهم وو د نارینه مستعار نوم له هغې سره مرسته وکړه تر څو خپل کتابونه چاپ او نشر کړی دغې چارې همدا رنګه مرسته وکړه تر څو ډیر خلک د هغې نظرونه ولولی، د ندیژدا لیکنې په روسیه کې ډیرې مشهورې وې د هغې لیکنو په کلتور باندې اغیز وکړ خلکو د هغې له شوخۍ خوند اخیستلو هغوی له دې امله د ندیژدا لیکنې خوښولې چې هغې د ژوند هرې ورځې ته د خندا او ټوکو په سترګه کتل ولې د هغې له مستعار نوم پرته ډیری خلک شاید هیڅ کله د هغې دا کړنه بیا تر سره نه شی کړای .
جیانګ بینګزی هم د ندیژدا په څیر یوه بله نامتو لیکواله وه، بینګزی د چین هیواد وه هغه په ۱۹۵۶ میلادی کال کې زیږیدلې ده هغې په کم عمر کې لیکنې پیل کړې په ادبیاتو برخه کې یې ډیرې نامتو لیکنې وکړې هغې همدارنګه د سیاست په اړه هم ډیرې لیکنې وکړې په دغه وخت کې د چین هیواد زیاتره لیکوالان نارینه وو نو له دې امله بینګزی د خپل ځان لپاره نارینه نوم ډینګ لینګ کارولو، که څه هم د وخت په تیریدو سره زیات شمیر خلکو درک کړه چې ډینګ لینګ یوه ښځه وه.
د بینګزی نامتو کتاب عبارت دی له (Sun shines over the saggan river) دغه کتاب په چین کې د سیاست او د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوی دغه کتاب ډیر مشهور وو خو هغې ته یې ډیرې ستونزې وزیږولې. په ۱۹۵۷م کال کې سیاسی رهبرانو په هغې فشار راوړ تر څو له خپل سیاسی ګوند څخه لاس واخلی، او وروسته په ۱۹۷۰م کال کې د دولت له خوا هغه زندانی شوه په ۱۹۷۵م کال کې دولت بینګزی له زندان څخه آزاده کړله په دغه وخت کې هغه لا تر اوسه نامتو پاتې وه هغې لیکنو ته دوام ورکړ او په چین کې یې د ښځو په اړه نورې ډیرې لنډې قیصې او مقالې ولیکلې. هغه په سیاست کې د ننه پاتې شوه تر څو چې په کال ۱۹۸۶م کې مړه شوله.
آیا د هغې د لیکوالۍ مستعار نوم د هغې په نفوذ کوم اغیز لری؟
د هغې د لیکوالۍ مستعار نوم هغه له دې پټه نه کړه چې څوک وه او همدارنګه ویې نه شو کړای تر څو هغه زندان ته له لیږلو راوګرځوی مګر دا چې دغې چارې له هغې سره مرسته وکړه چې لیکنې وکړي خپرې یې کړي او لوی نفوذ تر لاسته کړی.
له جورج ایلیون نیولې بیا تر ډینګ لینګ د نړۍ له هر ګوټ نه ښځو د لیکلوالۍ لپاره مستعار نوم کارولی او نن ورځ هم ځینې ښځينه لیکوالانې د ورته عواملو په خاطر د لیکوالۍ مستعار نوم کاروی.