کتاب د ژوند هغه ملګری ده، چې انسانانو ته دبریالیتوبونو لارې په ګوته کوي او دښو اوبدو لارو لارښوونه کوي.
تنها دکتاب په لوست دخلکو لپاره لارښوونه بلکې، دنړۍ له مختلفو نامتو او پوهانو له لاسته راوړنو، کشفیاتو او جوړونو څخه خبره وي. دهمدې مطالعې له لارې ذهنونه روښانه کیږي او خپله سړی په دې هڅوي، ترڅو دی هم وکولی شي، دژوند په چاروکې بدلون راولي .
سپیڅلی قران چې الهي کتاب دی، زده کول يې پرټولو مسلمانانو فرض دی او په هرمیاشت کې یوځل ختم يې پر مسلمانانو لازم دی، ځکه په قران کې هغه څه بیان شوي، چې ټول مسلمانان دهغه په رڼا عمل کوي.
نو څنګه چې په قران کې دښو اوبدو لارښوونه شوې او همدارنګه دتلاوت ګټې هم ذکر شوي، خامخا مسلمانان په دغه سترالهي کتاب عمل او تلاوت به يې کوي.
داسلامي او دیني کتابونو لوست او زده کړه يې ضروري ده، تر څو چې په دین او اسلام کې څوک مطالعه ونه لري، هغه بیا هیڅ لاره نشي ځانته غوره کولی، دکتاب لوستلو لپاره باید لومړیتوب دیني کتابونو ته وشي او ترڅنګ يې بیا مختلفو کتابونه مطالعه او ولوستل شي.
زموږ په هیواد کې دکتابونو ، جریدو، اخبارونو او مجلو دمطالعې فرهنګ په ډیرکم حسابیږي، ځکه ډیري ځوانان د وخت په درلودو لوست ته ارزښت نه ورکوي، یواځنی لامل يې په هیواد کې دڅوکلونو جنګ او جګړو غوړیدلې ټغر ؤ، چې دهیواد ډیري کتابتونونو ته ستر زیان اوښتي او هم دهیواد په ولایتونو کې کتابتونونه اودخپرونو مرکزونه تړل شوي ؤ، چاته دا چانس په لاس نه ورتلل ترڅو کتاب واخلي او مطالعه يې کړي. نو همدا سبب ؤ چې دخلکو ذهنونه له مطالعې او لوست څخه لرې پاتې شوي دي.
خو په دې ورستیو وختونو کې دهیواد په ولایتونو کې ډیري کتابتونونه جوړ شوي او ورسره چاپي خپرونې لکه مجلې، ورځپاڼې، اونیزې او همدارنګه د خپرندویو ټولنو لخوا دلیکوالانو کتابونه هم په پراخه اندازه چاپیږي او دامهال دغه چانس زموږ دهیواد اکثرو ځوانوته په لاس ورغلی، چې دکتابونو، مجلو او اخبارونو مطالعه وکړي، نور ځوانان هم وهڅوي ترڅو دوی هم مطالعې ته مخه او پر ځان دې دلوست فرهنګ پلي کړي.
لوګر ولایت یو له هغو ولایتونو شمیرل کیږي، چې دعلم په لار کې سترې مبارزې او نومیالي اتلان يې روزلي دي، داچې لوګر په تیرو وختونو کې دعلم زانګو وه، نو لوګري ځوانانوته دویلو ده، چې راشي، دخپلو علم پالو په پل دې قدم کیږدي او نورهم په دغه ولایت کې دپوهې ډیوې لا ځلانده اوبلې وساتي.
دلوګر داطلاعاتواوفرهنګ ریاست په چوکاټ کې عامه کتابتون شتون لري، چې دلوست مینه والوته يې په دې کم وخت کې ډیر خدمتونه وړاندې کړي او هم دلوست لپاره يې پراخ سهولتونه رامنځته کړي، چې اوس نو ځوانان مطالعه نه کوي، هغه د دوی بیغوري ده.
دلوګر په عامه کتابتون کې کابو ۱۴۰۰۰ ټوکه بیلابیل ، دیني، فرهنګي، علمي ، ساینسي، معلوماتي، ټولنیز او نور... کتابونه شته دي. نارینه او ښځینه زده کوونکي، محصلین او نور چې دمطالعې سره مینه او شوق لري کولي شي، چې کتابتون ته ورشي، خپل لوست اومطالعې ته دوام ورکړي.
بې ځایه وخت تیرول او بې ځایه ګرزیدل له ځان سره ستره جفا ده، نو ښه داده، چې څوک وغواړي، په ورځ کې یو څو کلمې زده کړي، نو بیا ولې دپوهنیزو او علمي مرکزونو ته دلوست په موخه نه ورځي، چې یو څه زده کړي او هم له ورځینو چارو څخه ځان خبر کړي.
زموږ لوستي ځوانانو ته پکار ده، چې دقلم او مطالعې له لارې خپلو مبارزو ته دوام ورکړي، په خپل هیواد کې دمطالعې اولوست کلتور ته وده ورکړي، څو زموږ په ټولنه کې د بې علمي ټغر ټول او پرځای يې دعلم وړانګې خورې وي، د جهالت څخه دخلاصون لاره یواځې په علم ، لوست او مطالعې ترسره کیږي اوبس.
وروستي