زده کوونکي به سږکال د کانکور په آزموینه کې دښه ځلیدو چانس ولري

په لوګر کې د کانکور آزموینې ملي پروسه چې تیر کال  په دې ولایت کې  واخیستل شوه، سږ کال په دغه آزموینه کې د بایومتریک سیستم تطبیق شو، چې پر بنسټ یې یاده آزموینه د امنیتي پلوه خوندي او د هر ډول غیر قانوني اشخاصو د ګډون او تګ راتګ  مخه نیول شوي وه.
له دې مخکي به دهیواد دټولو سیمو دکانکور آزموینه  دژمي په موسم کې اخیستل کیده، خو اوس دغه لړۍ دنوي کال دپیل سره سم دلوړو زده کړو وزارت دمهال ویش له مخې اخیستل کیږي.
دبایومتریک سیستم په لومړۍ ځل دکانکور په آزموینه کې نوي او عصري  سیستم دی، چې  دکانکور آزموینه  په رڼه توګه  او هیڅوک نشي کولی، چې د یو زده کوونکي پرځای بل کس آزموینه ورکړي، د ټولو زده کوونکو حقوق پرځای او د حق تلفۍ مخه هم نیول کیږي، یانې د درغلیو لپاره یو لوی بندیز دی.
که څه هم په دغه پروسه کې د بریالیو زده کوونکو  یو سمیستر شاته وغورزول شو، دا په دې مانا چې  دټولو زده کوونکو  حقوق ته پوره درناوی شوی او زده کوونکو ډیر لوی چانس په لاس کې درلود، چې د ژمې درې میاشتې په  تیرولو سره؛  د کانکور آزموینې ته چمتوالی ونیول اوهم په ډیرو سیموکې د مختلفو فرهنګي او علمي ټولنو لخوا آزمایښتي دکانکور آزموینې د بلدتیا او اصلي آزموینې ته دچمتوکیدو په موخه واخیستل شوې،  نو په دې سره به زده کوونکي   دخپل خوښو پوهنځیو ته لاره پیدا او خپلو هیلوته به  ورسیږي.
له دې پخوا په  لرو پرتو  سیموکې  ګنګوسې اویاهم  راپورونه ورکول کیدل، چې دکانکور په آزموینه کې   دیو زده کوونکي پرځای به بل لایق کس آزموینه ورکړه اویاهم  نامسؤلو کسانولخوا چې دآزموینې صحنې کې ګرزیدل  له بیلابیلو لارو به يې زده کوونکو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کول.
خوکه چیرته داکار ترسره شوي  وي، نو دلته بیا د هغه زده کوونکي  په حق کې لوی ظلم دی، ځکه یو تکړه زده کوونکی چې شپه او ورځ به دکتابونو په  لوست باندې پروت او یو نالایق به ښې  پوهنځۍ ته بریالی  شو، نو دا لویه جفا د تکړو زده کوونکو پر وړاندې  حسابیږي.
ستونزه په دې ځای کې وه، چې لوړو زده کړو وزارت بنسټیز پلان د آزمویني اخیستو لپاره لکه چې سږکال دهغه لړۍ پیل شوه  نه درلود. خو اوسمهال زده کوونکي او خلک په دې خوښ بریښي، چې  آزموینه په رڼه اوشفاف ډول ترسره شوه او زده کوونکي  خپلو پایلو ته  هم په دې تمه دي، چې  په کوم رنګ آزموینه  واخیستل شوه، په هماغه ډول دې  پایلې هم  په  پوره شفافیت  اعلان شي.
څنګه چې په لوړو زده کړو وزارت  کې د بایومتریک په سیستم د آزموینې  اخیستول لړ پیل شو، ډيري زده کوونکو دنوي هیلو سره مخ شوي.  زده کوونکي خوښ دي، چې د کانکور آزموینو داخیستو په ځای  کې هیڅ کوم نامسؤل کس  شتون نه درلود او د کانکور آزموینې صحنه هم  د پوهنتون استادانو او دلوړو زده کړو وزارت د  پلاوې لخوا کنترول کیده او دغه کار يې  د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې  یوستر دبریا ګام  بولي.
په لوګر کې دکانکور  آزموینه  په ترسره کیدو  زده کوونکو خوښي څرګنده کړه او د درغلیو دمخنیوي په خاطر دلوړو زده کړو وزارت دغه نیک اقدام  يې وستایل، چې  دکانکور په ملي پروسه کې له هرډول غیرقانوني کړنو مخنیوی او حق يې   حقدار  ته  دسپارلو سیستم يې رامنځته کړ. په سږني  کانکور کې دلوګر په کچه    ۳۳۲۰ تنو زده کوونکو آزموینه ورکړه،  چې  ۲۶۱ تنه يې نجوني وې.
سږکال دلوګر زده کوونکو څخه  ډیره هیله کیږي، چې  دهیواد  دنورو ولایتونو له ممتازو زده کوونکو دپایلو په سرکې ښه وځلیږي او هغه هیلو ته ورسیږي، کوم چې  په دا دولس کلو کې ترلاسه کړي دي.
د ټولو زده کوونکو دبریاوو په هیله!