
یو څو کرښي د بمونو تر مور پوري...
زه نه پوهېږم، چي په سیاسي مسائلو کي د شخصي نظر ګډول له کوم سر نه باید را پیل شي؟
خو دومره ضرور پوهېږم، چي د داسي(نننۍ اچین) مسائلو لپاره د نظر ویل اصلاً سر نلري؛ یعني هیڅ یوې حوصلې ته دومره ځوانه تقوا نه وي پاتي، چي خپله سوزېدلې لمن نوره هم وغزوي..
مونږ د ۲۰۰۱ ستمبر له ۱۱ ګنده تاریخ را په دې خوا ته، هره دقیقه، هر ساعت او هره ورځ یو ـ یواچین له لاسه ورکړی او لا یې له لاسه ورکوو.
زمونږ خاوري ته ډېر ځلي، د نن په څېر، د بلاګانو یوه مور راغلې او زمونږ د مظلومانو زر میندي یې خوړلي دي.
او لا اراده لري، چي باید همداسي سل بلاګاني نوري هم راشي او خپل زور په اچینوالو وازمایي.
ایا اچینوال به بیا هم همداسي یو ناوربن وزغملای شي؟
زما لپاره اچین یوازي هغه وړه ساحه نه ده، چي ټول ورکي په کمو زرګونه مخلوق ژوند کوي؛ بلکي زما لپاره ټول افغانستان یو اچین دی.
دا سمده چي د مظلوم وژل کفر دی؛ خو دا هم یو منلی حقیقت دی، چي د زمرو په ځنګل کي د ګیدړ او ګیدړانو لپاره هیڅ د ژوند کولو ځای نه وي/ نشته.
اوسنۍ نړۍ، زمریوال ځنګل دی او هر کمزوری احساس لرونکی انسان ورکي ګیدړ دی، نو کله چي زمری له ګیدړ سره مخ شي؛ تاسو ووایئ! څه به ترې جوړ شي؟
زه دا نه وایم، چي مونږ (افغانان) پیدایشي د انسان په روب کي د چارپایه ګیدړ بېلګه یوو؛ بلکي زه وایم چي، د پیسو او خودخواهۍ په دام کي، را پیدا شوي خیرن او کمزوري احساس مونږ زمريوالي نړۍ ته ګیدړنسله معریفي کړي یوو.
که مونږ خپل دا کمبخت احساس او لیونی فکر په یوه روښانه مفکره او مُتقي احساس باندي بدل کړو!
که مونږ خپلو ارادو ته له سره تغیر کړو!
که مونږ اوسنۍ نړۍ ته له یوې بلي زاویې وګورو؛ نو ایا ییا به هم هر څه همداسي دوام ولري؟
نه.
هیڅ شی به بیا داسي نه وي، هیڅ یوه ګنده بلایي مور به هم بیا د اچین په لور د راتګ جرءت ونکړي.
نړیوال ستونزمن او خطرناک دي؛ خو له هغوئ نه هم زیات خطرناک زمونږ لپاره، زمونږ اوسنۍ خُنسا، میراثي او پلتي مفکرې او احساس دی.
په درنښتونو...
۲۰۱۷/۴/۱۴،
جمعه، 07:16 PM.
کاري دفتر، نوی ښار(شهرنو)، کابل...