
همدا پوښتم: ـــ
مونږ( افغانان ) به لا تر کومي د خپل بې پروایۍ په لوغړن دوزخ کي سوځو؟
ایا مونږ په حقیقت کي د یو نورمال او مثبت فکر کولو قوه په ځان کي نلرو؟
که یې لرو نو، ایا له مونږ سره د هغه فکر د استعمالوني لپاره دومره(۰) هم توان نشته؟
ایا خدای ج افغانان له جدا خاوري رغولي دي؟
ایا په مونږ کي ریښتیا هم قدرونه او د کار متخصیصین نشته؟
ایا ځوانان به مو تل د نن غوندي یوازي د نړیوالو سګرتي، قیلوني، پوډري، چرسي، شرابي او نورو مخدره موادو د کارخانو مُشتریان وي؟
ایا مشران به مو تل د پردیو غلامان وي؟
ایا کشران به مو تل د بل د پاتيشویو ګنددګیو خوړونکي وي؟
ایا پېغلي به مو تل د بالیووډ او هالیووډ مُتاثیري وي؟
ایا بوډۍ به مو تل د ساختګي پیرانو مُریداني وي؟
او دا وایم: ـــ
نه، مونږ که ؤهم غواړو! نو نور به د بې پروایۍ په لمبو کي سوځوېدلو ته هیڅ توان ونلرو.
په مونږ کي د اور اخیستني لپاره غوښه کومه ده؟
په مونږ کي د اور اخیستني لپاره جامه کومه ده؟
په مونږ کي د اور اخیستلو نور پاتي څه دي؟
مونږ خو دومره سوځېدلي یوو، چي نور راته د سوځېدو لپاره هیڅ شی نه دي پاتي. او یا دا چي، شاید د دې لپاره چي مونږ به اور وانه خيستلای شي؛ نو اور به هم رانه پناه وغواړي او په ځان به مو تاوان وګڼي.
اوس یې وخت را رسېدلی دی، چي مونږ باید د خپل ستونزي هغه اساسي سرچینه، چي لکونه ستونزي ترې زېږېدلي دي/ ترې اوس هم زېږېږي؛ نوره درک کړو او د بېخ ایستني لپاره یې په ګډه او یو وخت را وپاڅو.
که تاسو کي څوک دا احساس کوي، چي وروسته له ډېرو دردنو او زخمونو له ګاللو به، زمونږ لپاره داسي یو ستر او فرضي جهاد ستونزمن او یا هم بیخي ناشونی وي؛ نو یو ځل هر یو مو، خپل هغه وخت لږ را په یاد کړئ؛ چي مونږ ورکي ډېر زیات هوسا وو او د لا هوسایني لپاره مو هیڅ کار او خدمت نه کاوه او د بې پایه ارآم کول مو خپل حق ګاڼه، یو بل ته به مو په طبعي او خیالي ایمان د حالاتو د نور سمون بې بنسټه ډاډ ورکاوه او په خپل ماحول کي به مو د بېفروایۍ او خوب فضاء نوره هم پراخول؛ نو هغه وخت په مونږ کي له هیچا سره هم د ننني ناورین د غلبه کېدو درک او تصور نه ؤ.
نو، ایا فکر نه کوئ، چي مونږ د نننۍ ورځي د ارآم او راحت کولو حق یو ځل مخکي خوړلی او اوس چي کوم څه ته خپل حق وایو، دا حق نه، بلکي یوه د هغه وخت د شیطان هغه بې بُنیاده وسوسه ده، چي له مونږ څخه یې زمونږ ټول نعمتونه واخیستل او مونږ یې یوازي د یوه تش بوتل مانا ته پرېښودو؟
زه دا نه وایم، چي را پاڅئ! توپک ته لاس کړئ! او له خپلو ټولو دوښمانانو څخه د هغوئ د ظلم د یوې ــ یوې قطرې حساب واخلئ!، ځکه چي مونږ ته د هغه کار کولو لپاره هم اوس هیڅ ډول فېزیکي او کیمیاوي زور او توان نه دی را پاتي؛ بلکي زه دا وایم چي، را ځئ را پاڅو، څومره قلمونه او کتابچې چي لرو را وایې خلو، هر څوک د خپلو ــ خپلو سیمو ګندمارانو ته د سر په بیه ودرېږو او د لاندیني قوس کي په ټولو لیکل شویو حقیتونو یې پوه یې کړو چي:
((موږ ټول مسلمانان یوو! تاسو چي په کومه عقیده موږ په مسجدونو، کورونو او نورو سلو ځایونو کي د کافر او مُنافِق په نوم وژنۍ! هغه عقیده قراني او خدایي نه، بلکي پاکیستانۍ او امریکایۍ زهري مریضي ده.
مونږ نه یوو کافران، مونږ نه یوو مُنافِقان، مونږ نه یوو ګناهکاران” هو! دومره ګناه مو ضرور کړې، چي په رڼا ورځ کي مو سترګي پټي کړلې او تاسو ته مو د دین او هیواد د استازو او آن رهبرانو لقب او مُقان در کړ.” نور مونږ هغومره سپېڅلي یوو، څومره چي تاسو خپل ځان ګڼۍ.
مونږ له تاسو څخه د توپک په پورته کولو له امریکا او پاکستان نه د بدلې اخیستلو غوښتنه نه کوو.
مونږ تاسو ته د نوري ستړیا مسؤلیت په غاړه نه ځړه وو او آن مونږ له تاسو نه بېرته هغه په پټو سترګو در کړل شوی لقب هم نه اخلو.
مونږ بس یوازي دا غواړو، چي تاسو مونږ، زمونږ پلاران، زمونږ میندي، زمونږ خویندي، زمونږ ورونه او زمونږ اولادونه په هیڅ یوه نامالوم نوم هم مه وژنۍ.
مونږ تاسي ته د یوه خپل په توګه، پخپله غېږه کي ځای در کوو، بس تاسي یو ځل زمونږ دغه مینه او اخلاص درک کړئ او د یوې سولیزي نوي افغاني نړۍ په بیا جوړلو کي را سره د یو مسؤل همکار په توګه مرسته وکړئ؛ تر څو یو جلا، مسلمان او جنتي ژوند تر یوه انساني او اسلامي چتر لاندي را پیل کړو.
په ګډه به یو بې ساري قانون تشخیص کړو او د پوره صداقت له مخي به یې په تطبیق کولو سره، د نړۍ ټولي ګنده او چټلي کارخاني بې مُشتري پاتي شي.
هیڅ ساختګي پیرتوب به هم د چلاو روغ ټيرونه ونلري.
کله به هم بالیووډ او هالیووډ زمونږ مَلِکې تر خپل خیرن تاثیر لاندي نکړي.
یو پردی به هم دومره دارایي(جایداد) و نلري، چي زمونږ بهادر مشران وپلوري.
د هیڅ نعمت دومره کمي به غالبه نشي، چي زمونږ ګل ـ ګل کشران دي د پاتیشونو خوړلو ته اړ کړي.
زمونږ د ټولو قدریت او تخصوص به اوسنۍ او را تونکي نړۍ ته یوه غوره بېلګه واوسي.
هیڅوک به هم د یو نوي ماډل او یا هم زوړ ماډل وژونکي وسلحې جوړلو لپاره کومه بهانه او موقِعه پیدا نکړي.
او په پای کي به یې د نړۍ د تاریخ په طلایي کرښو (افغانستان) کي د نړیوال عامه انسانیت او امنیت د مُختري او پالونکي په توګه د تر ټولو ستر او ړومبني هیواد په نوم ولیکل شوو.
نو ایله به، هغه وخت نړۍ د افغانیت په اصلي مانا هم پوهه کړای شو. ))
په درنښتونو...
2017/4/23، یکشنبه،
.AM 11:23
کاري دفتر، نوی ښار(شهرنو)، کابل...