د کابینې که د لوبې جوړښت لپاره له دندې لرې کول او ګمارل

اشرف غني د ټاکنو له پیل څخه، له قومي، سمتي، جزبي، سیاسي او سوداګري جوړښت او مامېلو څخه ډېر اغېزمن او کار یې اخیستی په دې سره ځان یې بریا ته رسولی خو هېواد او هېوادوال یې له یو لړ سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او وزګارۍ ناخوالو او ستونزو سره لاس او ګرېوان ګړي دي.
د هغه وخت له ماملو څخه یو یې له دوستم سره دهغه تړون لاسلیکول وه، چې د لومړي مرستیال په توګه یې له ځان سره ملګری کړ، د هېواد په شمال کې د سترو قتلونو، ظلمونو، همدارنګه د طالېبانو د واکمنۍ پر مهال د وحشت او وژنو مسوول داراز د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د هېواد او حکومت خاین او مجرم ته د اتلولۍ او براعت ورکول، غني له ځان او ولس سره ډېر لوی زیاتی او ظلم وکړ، بله مهمه خبره دا وه، چې دوستم د تېر حکومت پر مهال د یو  قومې مشر پر کور تېری کړی وه او دا یې بل ستر جرم وه، چې له بده مرغه پرته له سزا د هېواد دوییم مشر شو، همدارنګه د احمد ضیا لپاره یوه اضافي څوکۍ ورکول، چې دې سره غني د بریالیتوبونو خوب لید په داسې حال کې چې د احمدضیا له خوانه غني ته کوم لوی بری ترلاسه نه شو ان دا لوبه غني خان ته ډېر ګران پرېوته او لا د پرېوتو په درشل کې ده.
دارنګه د عبدالله سره په لوی لاس حکومت شریکول وه، چې دوه سری حکومت شو، لکه د طالېبانو او مجاهیدینو په څېر په یو وخت کې دوه حکومتونه رامنځ ته شول، عبدالله د حکومت د پرمختګ د خنډ ستر  عامل ګڼل کېږي، چې دې سره نړیوالو خپلې مرستې تر ډېره بریده ودرولې همدارنګه له اسلامي حزب سره یې د سولې کړې ژمنې عملي نه کړی شوې.
بله مهمه ستونزه چې غني ځان ته جوړ کړی ده، د زوړو وزیرانو بیا ځلې ټاکل او هغه جا سره یې چې په کمپاین کې ژمنې کړې وې د هغو ژمنې نه پوره کېدل او تر ټولو ستونزمنه لانجه د دوستم او ایشچې لانجه ده، چې لا تر اوسه له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده.
خو له عطا او امرالله سره بله پټه مامله ټول ولس له اندېښنو سره مخ کړی ده.
او اوس اوس د احمدضیا له دندې ګوښه کول د غني لپاره حکومتولي له ډېر ستر ګواښ، ناورین او ناخوالو سره مخ ده، که یو څوک له دندې ګوښه کوي او یا هم یې واک تر مهار لاندې نیسي باید ځان ته یو کلک ملاتړ تر لاسه کړي او یا هم یو څه امتیاز باید ورکړي، چې ښه بېلګه یې اوس د امرالله صالح او عطا محمد سره د واک وېشلو جوړښت او جوړ جاړی ده، چې د احمدضیا لرې کول بیا هم ورته ګران پرېوته، ځکه ګران ورته پریوته چې غني هېڅکله عطا ته غاړه اېښوده او عطا یې هم هېڅکله امر نه پرځای کوه اوس یو بل ته سره ډېر نږدې او ګران شوي دي، خو غني اړ ده چې داسې پرېکړې په ډېر ګرانه بیه تر سره کړي.
او دې ته ورته  نورې پرېکړې به ورته ګران پرېوځې چې د غني او د حکومت د پرمختګ مخه یې ډب کړی ده.
که غني د خپل حکومت دوام غواړي نو باید ځینو کړیو ته څه امتیازات ورکړي خو ښه خبره به شي چې غني د بهرنیانو ملاتړ له ځانه سره ولري د یو ځواکمن او پیاوړي ملګري په توګه.
د احمد ضیا مسعود په څېر پر دندو ګمارل او ګوښه کول به دغني له پاره کار کول ډېر ستونزمن وي ځکه چې اوس هره ډله ټپله د ګواښونو او ننګونو ګواښونه کوي چې حکومت یې نه مخ نیولی شي او نه هم ښه حکومت کولای شي خو لا ملت بیداره چې د داسې ستنونزو مخه ونیسي.