افغانستان د لوی ناورین په لور

افغانستان هغه مهال یو ځل بیا د بهرانونو په لور روان شو، کله چې د ظاهر شاه باچا د واکمنۍ په مهال امریکایانو او عربي هیوادونو د افغانستان په کورنیو چارو او سیمه یزو چارو کې لاس وهنه پیل ګړه، هدارنګه د داود خان سپینه کوتا  په ظاهر شاه کودتا او ددې اغېزو لړۍ تر تره کی او امین پورې دوام وموند، بلاخره افغانستان د سیمې او ځواکمنو هېوادونو د سیالیو ډګر وګرځېد افغانستان یواځینۍ هېواد شو چې ددې جګړو لوی زیانمن هېواد شو ورسره سره کورنۍ جګړه پیل او ډېر افغانان مړه، بې کوره له هېواده بهر ووتل او ...  له یوه لوی ناورین او زیانونو سره مخ شو.
چې دا ده بیا ځلې لپاره افغانستان د روسې او امریکې ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، زور ازمېیولو او ناندریو ډګر ګرځېدلو به درشل کې ده، چې ګټه یې د روسيې او امریکې هېوادونو ته رسېږي او بیا به هم ډېر زیان افغان ولس او افغان خاوره زغمي.
ددې سیالیو ښکاره نښې هغه مهال په ښه ډول جوته شوه، چې روسیې له پاکستان سره پوځي تمرینات او یو له بل سره د پوځي مرستو لړۍ پیل کړه، دې تمریناتو د افغانستان په ګډون د امریکې، هند، اروپایي ټولنې او عربي هېوادونو اندېښنې راوپارولې، بل خو د روسیې او پاکستان له خوا ډیورنډ کرښې ته نږدې په قبایلي سیمو کې د طالېبانو او حقاني شبکې ته د اېنټرنیټي سیستم جوړول په افغانستان د جګړې پر دوام ښکاره ټینګار ده .
بل خوا د امریکې له خو په اچین سیمه کې د ستر بم غورځول یو بل ستر ګواښ روسیې ته وه، چې ملګرو ملتو کې د  روسیې استازي دا برید وغنده او د امریکې او روسیې ترمنخ د یوې نوې جګړې د پیل زېګنال او پیلامه وبلله.
تر دې دمخ هم امریکې او روسیې خپل زور په افغانستان کې ازمېیلی وه، چې بریا امریکا او ماته روسیې منلی وه، همدارنګه په سوریې او اوکراین کې هم دواړو هېوادونو خپل زورونه سره وهلي، چې په یادو هېوادونو روسیه تر ډېره بریالی ښکاري، خو د افغانستان جګړه لا تراوسه له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ ده او روسیه د لابریا لپاره طالېبان د ځان ملګري کړي، د روسیې او امریکې له کړنو داسې ښکاري چې یو ځل بیا جګړه له ټولې نړۍ څخه د افغاستان په لور روانه شي د جګړي سره تنور ته بیا بوټي او خس واچول شي تر څو د جګړې اور تود او دوامداره شي او کېدای شې چې افغانستان یو ځل بیا د یوه لوی ناورین په لور روان ده او ددې جګړې مهارول به ډېر ګران پرېوځي.