غرونه او چارواکي

د غر د نوم په اوریدو سره ډیرې خبرې زموږ ذهن ته راځي. یو هم  د وطن د تیرو ناخوالې دی چې مخالفینو به د غرونو څخه په استفادی په دولت بریدونه کول او بیرته به غرونو کې پټیدل. اسامه هم د تورې بوړې په غرونو کې پټ شوی وه چې د امریکایانو لخوا د تورې بوړې په سیمه سختې بمباري هم وشوې.
خو بل خوا شپونکی د امن د شپیلي غږ له همدې غرونو څخه کوي. ملاله د غره له سره په افغان مجاهدینو غږ کوي
که په سنګر کې شهید نه شوې
خدای ګو لالیه بې ننګۍ ته د ساتمه
په پیغمبر ص لومړۍ وحې د حرا په غار کې وشوه چې د مکې مکرمې په پنځه کیلومتري کې پروت د د جبل النور په غره کې واقع دی.
د احد په جنګ کې مسلمانو ماتې له دې امله وخوړله هغه مورچه چې د غره په ډډه کې ددې لپاره جوړه شوې وه چې د دښمن د شا لخوا څخه د حملې مخه ونیسي مسلمانانو د غنیت د ټولولو په موخه پریښې وه چې بیا نوموړي جنګ کې مسلمانانو زیات شهدیان هم ورکړل.
 
د افغانستان غرونه طبیعي ښکلاګانې لري په نښترو او جلغوزیو پټ دي، له معدنونو ډک دي بدبختي داده چې ډیر زیات افغانان یې له لیدلو محروم دي.
غر په متلونو کې
غر که لوړ دی په سر یې لار شته
د غله په غره کی ځای نه کیږی
طمع یا لویو کورو ته کیږی یا لویو غرو ته کیږی
غر غل هم غلطوي
غر په غر نه ورځي خو انسان په انسان ورځي
 
غرونه په سندرو کې
 
ګل زمان استاذ وایی
ځو به د لوړو غرو سرو ته څنګ په څنګ
څه توری ګورګوری دی نیمی دا ستا نیمی زما دی
داود حنیف وایی
تاریخ یی مالوم په ټول جهان دی
دا غرونه غـــــرونه افغانستان دی
 
د غرونو یادونه په ډیرو ټپو کی هم شوی
مین د خپلی معشوقی د زلفو په تار ملا تړي بهیرونو ته ځی اود دښمن لښکرې ماتوی چې وایي
سبا د لوړو غرو بهیر دی
د زلفو تار راکه چی ملا پری وتړمه
مینان غرونو ته خیږی د پسرلي له ګلانو خوند اخلي یو بل ته وایی
سبا به لوړو غرو ته خیږو
په زنګنو به ماتوو زیړي ګلونه
په اوسني وخت کې غر په یو بل ډول د خلکو ترمنځ د بحث موضوع ګرځیدلې ده او خلک یې متوجه کړي دي. کله هم چې یو دولتي چارواکی له دندې ګوښه کړل شي او یا هم کوم بل امتیاز ورته ونه رسیږي څو ساعته وروسته کنفرانس ورکړي غوغا جوړه کړي فسبوک کې پوسټونه وکړي چې زه غره ته خیږمه.
ناست خلک ورته سوال زارۍ وکړي چې خیر دی غر ته ختل سخت دي شکر لرې، فشار لرې، وزن د زیات دی دا لنډکروز به چیرې دروو له غره راستون شه، غره ته مه ځه هلته لړمان دي، غټ ،غټ ماران دي، لوی، لوی پړانګان دي. هغوۍ به مو وخوري، هغوۍ به مو نسونه را چیري کړی دا د څو کلونو غوښې چط له ملت څخه مو په چل او فریب خوړلې دي په یو ساعت کې راڅخه وباسي. خو چارواکی یې نه مني. خپلې پریکړې ته جیدي کیږي او لا هم زور ورکړي نه منم، دا دولت نه منم، دا نظام نه منم، نه منم، نه منم او نه منم. تر څو چې زما حقوق رانکړل شي ما ته د موټرو تیل بدوباش رانکړل شي تر هغو یې نه منم او نه منم بس نه منم.
خو دا محترم چارواکي کله هم دا فکر نه کوي چې زما ددې خبرو په اوریدو سره د غر د نوم  په اوریدو سره د هیوادوالو فکر دیرش کاله وروسته ګرځي جنګ، قتل او قتال، سرې وینې، ودانیو ته اور اچول، د ملې پروژې نړول، د لویو لارو نړول، د کانالونو او سرکونو له منځه وړل، نظامي وسایط کباړ کول، کباړ بهر ته وړل، په لوی لاس ځان کباړي کول، په لوی لاس ځان ګدایي ته کینول، د زامنو او یتیمان کول، د میندو کوڼدول، مهاجرت ته د خلکو مجبورول، د تور سرو د ناموس لوټل، د وطن خرڅول، د مکتبونو او پوهنتونونو ړنګول، د عزتمندو کورنیو او شخصیتونو سپکاوی کول او وغیره داسې نور ناوړه اعمال باندې یې فکر مصروفه کیږي او لا هم لعنت درباندې وایي.
زموږ غرونه دومره سپک مه ګڼۍ دلته بازانو پکې شپې کړې دي. د وطن بچیانو پکې میلې کړې دي خیردی که هغوی نن نشته خو ته ورته دومره سپک مه ګوره. ددې وطن د غر هره ډبره به ستا په خرتوب شاهدي ورکړي ستا په دې ناولي عمل شاهدي ورکړي. دې غرونو ته دومره سپک مه ګوره هسې نه چیرته د کوم غر په زمري واوړې بیا به د پرتوګ لړلی وي او بیرته به همدې سمې ته راځې. کنه هسې خو موږ ته پته ده چې د ګیدړ له اوازه هم ډاریږي خو د بل ملک پیسې د غږوي.