فساد له ځمکې څخه اسمان ته هم ورسېد

په افغانستان کې فساد په هر لوري لکه توند توفاني باد خپور شوی دی. فساد یوازې د پیسو اخیستل او ورکول د رشوت په ډول نه دی، که څه هم چې دا برخه د فساد تر ټولو لویه او څرګنده ده. د فساد نورې برخې د خپل حکومتي موقف نه سوه استفاده، خپلې دندې او مسوولیت ته اخلاص مټ نه ورکول او پرته له دې چې اهلیت او مسلک په پام کې ونیول شي، د نورو مخ ته کول او موقفونه ورکول هم دي.
افغانستان د اریانا افغان په نامه یو هوايي شرکت لري چې الوتکې یې د حکومت په بودیجه چلېږي او هم یې مامورینو ته حکومت معاشونه ورکوي. له دې الوتکو څخه په تېرو څلوېښتو کالو کې ډېرې سوه استفادې شوې دي. مجاهدینو په خپل منځي جنګونو کې، ځینو به یې د بل جنګ سالار قوماندان د لیدو لپاره له یوه الوتکو له ځانه سره وړله. ځینو نورو چې د کابل کورونه یې چور کړل، د هغو کورونو د کور اسباب او حتی پخې خښتې په یادو تیارو کې وړي دي. رباني اریانا الوتکه سوډان ته واستوله چې بین لادن د اسلام اباد له لارې له خپلو ساتونکو سره جلال اباد ته راولي او بیا یې د شپږو میاشتو لپاره په کونړ کې ځای پر ځای کړو.
په دې څلوېښتو کالو کې چې افغانستان ثابت حکومتونه نه درلودل، د هېواد له هر څه نه، لکه ځنګلونه، د روسانو ویجاړ ټانګونه او که معدنونه ول، ټول په چور او تالان کې په پاکستان او ایران باندې وپلورل شول. حتی د افغانستان له ملي ارشیف څخه تاریخي قرار دادونه، کم یافته کتابونه او نور اړین اسناد غلا شول او د پیسو په مقابل کې په نورو و پلورل شول.
تېر کال د حاجیانو په حمل ونقل کې تر دوو میلیونو ډالرو پورې اختلاس وشو او دا د فساد لړۍ په دا تېرو کلونو کې له دې نه هم ور تېره وه. نن په افغانستان کې د اریانا تر څنګ دوه نورې، نسبتاً لویې مسافر وړونکې الوتکې چې صافي او کام ایر دي شته دي. حکومت د دې لپاره چې د اختلاس مخه ونیسي، سږ کال یې پرېکړه کړې چې پینځه دېرش زره حاجیان به د اریانا هوایي شرکت په واسطه د حج د فریضې د ادا کېدو لپاره انتقال کړي. دا به اریانا افغان شرکت ته ډېر عاید راوړي او هیله ده چې دوی به پرې څو نورې نوې الوتکې واخلي چې د پخوا په شان اروپا او لرې ختیځ ته یو ځل بيا پروازونه پیل کړي؛ خو د هغو مسافرو چې همدا اوس یې د اریانا لپاره ټېکټونه چې د ترکې په انقره او استنبول کې اخیستي، دا دوه ورځې کېږي چې اریانا، نه هم انقرې ته پرواز کړی او نه هم استنبول ته. افغان مسافر د ترکې په دې دوو ښارو کې په دې عقیده دي چې که د اریانا هوايي شرکت الوتکې خرابې وي او یا کوم عوارض ولري؛ نو کولای شي چې له صافي او یا له کوم بل شرکت نه الوتکې چارتر کړي؛ خو څرنګه چې کام ایر د لومړي ځل لپاره دې دوه ښارونو ته پروازونه پیل کړي؛ نو د افغان مسافرو عقیده دا ده چې اریانا شرکت ته یې رشوت ورکړی؛ څو خپل مسافر هم دې ته اړ کړي چې د دوی له رقیب، کام ایر څخه استفاده وکړي. څنګه چې اریانا د ټولو افغانانو مال دی او د افغانانو په پیسو چلېږي. نو د افغانستان د هوایي ملکي د با صلاحیته ادارې څخه هیله کېږي چې په غور سره وڅېړي چې ولې اریانا تر درېیو ورځو په ټاکلي وخت نه دی توانېدلی چې خپل مسافر له انقرې او استنبول څخه بېرته کابل ته را ورسوي.  د بلی خوا ارایانا خپل مسافر په انقره کی ، د هوتل په نوم یو داسی تعمیر کی اچولی چی د استوګنې شرایط یې د ۱۹پیېړې دي. آیا آرایانا قصدأ د خپلو مسافرو دا ډول بې حرمتي کوي؟
ډېر مسافرين د دې لپاره چې پیسې یې د اریانا له لارې حکومت ته ورسېږي، په ډېر شوق له نورو نه په اریانا کې ځي او که د اریانا مامورین د خلکو د دې احساساتو پر ضد په اختلاس او بی پروای لاس پورې کوي؛ نو باید جدي پلټنه یې وشي.