د نجات څلی او تعصبي دریځ

 
له بده مرغه افغانستان چې پر یو لړ موضوعګانو، لکه: قاچاق، مخدره توکي، ترورېزم، جنګ، اختطاف او مافیاوي حرکتونو کې بد شهرت پیدا کړی؛ په کلنۍ رخصتیو کې هم کمساری هېواد دی چې په کال کې ۱۱۵ ورځې رسمي او غېرې رسمي رخصتۍ لري. ورسره که د دې رخصتیو په پیل او پای کې د مامورینو او معلمینو په غیر قانوني ډول یوه یا دوه ورځې نورې رخصتۍ په پام کې ونیسو، په دې ډول یې شمېر د کال نیمايي ورځو ته رسېږي.
په دې هره رخصتۍ باندې باید بیل مضمون ولیکل شي؛ خو درې رخصتۍ، د استقلال جشن، د پښتونستان جشن او د نجات د جشن رخصتۍ دي چې ملي او تاریخي پس منظر لري.
له دې درې جشنونو یو د نجات جشن دی چې په تېرو درې لسیزو کې له نمانځنۍ نه محروم شوی دی. دلیل یې همدا دی چې د ثور د کودتا په نهمه ورځ کارملیانو دا یاد څلی چې د لاهورۍ دروازې او د حضوري چمن په جنوبي څلور لاري، د پل مستان په سیمه کې، د شپې په تیاره کې داسې ړنګ کړ چې په سهار کې پرته له یوې کندې یې چې اوبه پکې ډنډې ولاړې وې، نور هیڅ اثرات پاتې نه ول.
کارملي کمونستانو دا ځکه ړنګ کړ چې په ډبره باندې په لیکنو کې د نادرخان ډېر توصیف شوی و. (د ډبرلیک لیکل به د مقالې په پای کې راوړو.)
افغانانو له ډېرې مودې غوښتل، د نجات څلی چې د هېواد د یوې ډېرې تورې دورې د پای ته رسېدو په مناسب ولاړ ؤ،  بیا جوړ شي او له ښه مرغه چې دا موکه د ۱۳۹۵ کال د تلې د میاشتې په ۲۳مه نېټه په لاس ورغله چې د کابل او ولایاتو نه په سلګونه کسان ورته راغلي ول یو شمېر د ولسي جرګې غړو، قومي مشرانو، مخورو سپین ږیرو، اکاډمیکو شخصیتونو او با احساسه ځوانانو له خوا، له ۳۸ کالو وروسته، د ډوهلونو په وهلو او ملي اتڼونو سره په هماغه ځای کې د بیا جوړېدو په موخه ډبره کېښودل شوه.
د نجات په څلي باندې واقعاً چې د زرګونه تنو، چې د پکتیا له ځاځیو نه نیولې تر وزیرو او مسعودو پورې د سقاو د زوی نهه میاشتنۍ دوره چې د ظلم، وحشت او غلا په بنسټ ولاړه  وه او د علم او رڼا په مقابل کې یو نه بښوونکی حرکت و، له منځه یووړ.
د سقاو د زوی پر ضد لښکر، له ځاځیو نه پیل شو؛ ځکه چې هلته نادر خان او دوه ورونو یې چې شاولي خان او شاه محمود خان ول پناه وړې وه. وروسته له میاشتو ژوند نه د ځاځیو په علي خیلو کې، په داسې حال کې چې لوګر، ګردېز، میرزکه او شاوخوا ټولې سیمې سقاوي شوې وې، د ځاځیو مشران یې په سپینه شګه کې یوې جرګې ته سره را وبلل. په هغه جرګه کې نادرخان د ځاځیو مشرانو ته وویل، چې تاسو تجار خلک یاست او زموږ له امله نه شئ کولای چې خپل تجارتي کړه وړه له کابل او نورو سیمو سره پر مخ یوسئ.
موږ درته درې وړاندیزونه لرو.
۱- د سقاو زوی ته چې زموږ پر سر یې ډېرې پیسې ایښي دی، معامله وکړئ او مونږ ور وسپارئ؛ څو هغه زیاتې پیسې تر لاسه کړئ.
۲- که مو خوښه وي، موږ له ځاځیو نه وشړئ، چې موږ نور په تاسو باج نه شو. او یا هم
۳- راځئ چې په ګډه ملاوې وتړو او خپل وطن د سقاو له تورتم نه خلاص کړو.
د ځاځیو مشرانو د دغو وروڼو نه ماسوا، په بیله غونډه کې پرېکړه وکړه چې دا به تاریخي بدنامي وي چې دا وروڼه د پیسو په مقابل کې سقاویانو ته وسپارو او د هغوی شړل مو هم پښتونوالی ته د منلو وړ نه ده؛ نو راځئ چې ملا وتړو او کابل بېرته ونیسو. په دې باندې دعا وشوه او درې ورځې وروسته د قومي اربکیو یو لښکر، چې مشري یې د روقیان کندل خان کوله، له شاولي خان سره یو ځای په حرکت کې شو او په لاره یې تر کابله پورې پراته قومونه چې په خوله سقاویان شوي ول، بېرته خپلې تېروتنې ته متوجه کړل. هغوی ټولو هم په خپله تېروتنه اعتراف وکړ او له همدې امله یې په لاره کې لښکر ته، شپې او ډوډۍ ورکوله او بشپړ ملاتړ یې ترې څرګند ولو.
د ۱۳۹۵ د تلې د میاشتې په ۲۵مه نېټه د کابل هشت صبح ورځپاڼې د فردوس په نوم د (رییس پوهنتون کابل به نژاد پرستان کف زد) تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې لیکي: (در کشور ما نژاد پرستان بی سلطه طلب که به توهین نژادی و ترویج نفرت تباري مشغول اند از مسونیت کامل قضايي بر خوردار میباشند... رییس برحال پوهنتون کابل در صف اول ایستاده است و به سخنراني نژاد پرستان سلطه طلبي ګوش میدهد که باور دارد، افغانستان سرزمین یک قوم خاص است... این رویداد نشان میدهد که وقت بحث بر تری طلبی قومی به میان اید، لبرال، بنیادګرا و چپی های دیروز، در یک صف قرار میګیرد و شعارهای نژادپرستانه سر میدهد.)
فردوس چې ممکن مستعار نوم وي، په دې مقاله کې په مکرر ډول پښتنو ته نژاد پرستان وايي.
په مقاله کې هیچېرې هم نه دي لیکل شوي چې د نجات څلی د سقاو د چور او چپاول، پر ښځو او هلکانو باندې د جنسي تېریو، د ښونځیو د نجونو په زوره له سقاویانو سره ودول، له ترکیې او هند نه هغه نجونې چې امیر امان الله خان د زده کړو لپاره استولي وی، بېرته را غوښتنې او د ټولو ښوونځیو د دروازو تړل او سقاویانو ته د خلکو د عام او تام ژوند اختیارات ورکول او په لسګونه دا ډول غېرې انساني او غیرې اخلاقي کړنو اجازه ورکول ول چې پښتانه را پاڅېدل او دې تورتم ته یې د پای ټکی کېښود.
فیض محمد کاتب چې په سقوي نهه میاشتنې دوران، خپل چشم دید په تذکرالاانقلاب نومي کتاب کې د سقاویانوغلاوې، تجاوزونه، د علم او معرفت نه په فرسخونو لرې والی او ټولو هغو ناخوالو چې پر افغانانو یې تحمیل کړل، په تفصیل سره لیکلي دي. خو د فردوس په مقاله کې د نجات د څلې بل لوری چې همدا سقاویان او یا د کاتب د خپلو سترګو لیدلي کتلي دي، یوه کرښه هم نشته.
پښتنو هیڅکله هم، بر خلاف د هغه تعصب او تنګنظرئ نه چې دا ښاغلی فردوس یې له پښتنو سره لري او له نورو قومونو سره یې د معاصر تاریخ په دوران کې څوک مثال نشي راوړی. که هغوی د افغانستان شمالي ته تللي د دې لپاره چې د تزاري روسیې د پنجدې، ذولفقار او د پامیر د ځینو نورو برخو د نیولو په مقابل کې یې ځانونه سپر درولي ول چې داسې تېري تکرار نشي او ځکه هم هلته مېشت شوي دي؛ خو د هیچا باغ، ځمکه او یا کور یې په زور نه دی نیولی.
پښتنو تل نورو قومونو ته د کشرو وروڼو خطاب کړی او د هغوی پر ځای یې د هر تېري کوونکي په مقابل کې ځانونه قرباني کړي دي.
که دا ښاغلی فردوس واقعاً په دیموکراسۍ او ورورلۍ عقیده ولري؛ نو دی څنګه له هشت صبح سره مزدوري کوي چې د تعصب او نژاد پرستۍ د رويي له مخې د پښتو ژبې مضمونونه په دې ورځپاڼه کې نه نشرېږي. دا ورځپاڼه، چې ویل کېږي له بهره تمویلېږي د دري د اصلاحاتو پر ځای چې ورته شرم ښکاري، له ایراني اصلاحاتو نه ډکه ده.
وای، دا زموږ د اطلاعاتو او کلتور په وزارت چې نه یې دي کړي، زموږ د دوو رسمي ژبو ترمنالوژي چې په اساسي قانون کې یې د مراعت کولو خبره شوې په دې او داسې نورو ورځپاڼو باندې نه دي تحمیل کړي او یا په ښکاره د دوهمې رسمي ژبې چې د هېواد د اکثریت ژبه ده، د دومره بې پروايي او بې تفاوتي مخه ونیسي.
د نژاد په برخه کې باید ووایم چې د دې مقالې له منځپانګې داسې ښکاري چې باید سقاوي دورې دوام کړی وای او افغانستان یې څو پېړۍ بېرته بېولې وای. د فردوس په نظر هغه به ښه وه، نه دا چې افغانستان ته یو ځل بیا د امان الله خان د دورې ارامي او د نسبي پرمختګ لارې خلاص شوي چې د نادر خان، ظاهر شاه او داود خان ۴۸ کلنه دورو کې موږ افغانانو په ارامۍ او هوساینې کې ژوند وکړ.
کارملیانو پر ځای د دې چې د نجات څلی یې د ړنګېدو له هېرې د شپې په تیارو کې ړنګ کړ، باید (د دا لاندې لیکنې پر ځای یې) د هغو پښتنو قومونو او مشرانو نومونه لیکلي وای چې افغانستان یې د سقاوي د قرون اوستايي له تورتم نه وژغورلو.

(به یادګار فداکاریها و مجاهدات وطنخواهانه یګانه قاعد معظم و نابغه بزرګ اعلیحضرت محمد نادرشاه افغان که به استماع فریاد وطن از ګوشه یې مملکت فرانس خود را برای نجات و استخلاص وطن در سمت جنوبي رسانده و بعد از قیام به عزم استیصال سارقان در طی اقدامات هشت ماهه خود بادلیران جنوبی و بهجوم وزیرستان ۱۶ میزان ۱۳۰۸ هجری شمسی مرکز سلطنت سنیه افغانیه را فتح و تسخیر و بچه سقاو را به اراکین خاینش از صفحه افغانستان معدوم نمود، این خاطره استوار و آبده ثابته بنیاد ګذاشته شود، تا در بادی النظار اهل بصیرت، شجاعت و علوهمت این نجات دهنده وطن ثابت بوده، ملت افغان ین خدمت عالیشان را تقدیر و اینګونه ایثار و فدا کاری را در تامین سعادت حیات اجتماعی خویش تاسیس و تعقیب کند.)
په دې بیا ځلې جوړ شوي څلي کې به، د پورته ډبر لیکنې علاوه، د هغو قومي مشرانو او قومونو نومونه هم ولیکل شي چې د سقوي د تورې دورې په مقابل کې ودرېدل او زموږ افغانان ېې له هغې تورې بلا نه خلاص کړل او ځانونو ته ېې ابدي افتخار وګاټه.