د دوېیمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په نړیواله کچه دوه ستر زبرځواکه هیوادونه په نړۍ حاکم شول او هر یو کوښښ کوه چې خپل سیال ته په يو ډول نه یو ډول ماتې ورکړي او یا یې د اقتصادي، نظامي، سیاسي پلوه یې کمزوری کړي، امریکا متحده ایالت او شوروي اتحاد په نړۍ کې په غیر مستقیم ډول جکړه پرمخ وړي؛ یانې احمد په محمود وژني او د محمودلپاره بیا بل څوک رالېږي.
دواړو هیوادونو نه یواځې دا چې ځانونه یې د مادي لحاظه کمزوري کړل ؛بلکې د میلونونو انسانانو ترڅنګ حیوانات هم ددغه قدرتونو دسړې جګړې ښکار شول.
دې دواړو قدرتونو هیواد غوښته چې په نړیواله کچه خپل ملګري ډیر کړي او یو د بل پر وړاندې یې په جګړیز حالت کې دخپلو مقابل لوري دکمزوره کېدو لپاره ځنې سازمانونه هم ایجاد کړه،شوروي اتحاد د امریکا متحده ایالتو پر وړاندې د وارسای او امریکا متحده ایالتو د شوروي پر وړاندې د ناټو سازمان رامنځته کړ. چې څنګه او په کوم ډول خپل رقیب په ګونډو کړي، شوري اتحاد امریکا ته په ویټنام کې نه هېریدونکی ماتې ورکړې وه ولې د امریکا متحده ایالت هم لاس تر زنې کېنه ناست ، او د خاصو پلانونو په ذریعه یې د خاص دیپلوماسۍ له مخې شوروي ته یې د افغانانو په مټ او د پاکستان په مرسته دافغانانو پرمټ بیرته شوروي ته ماته ورکړه او د امریکا متحده ایالت پر نړۍ د یو قطبي ځواک په توګه پاتې شو که اوسمهال نړۍ ته دموټر په سترګه وګورو؛نو اداره او شترنګ یې دامریکا په لاس کې دی چې هره خوا یې وغواړي وړلی یې شي.
له کلنو ځنډ وروسته روسیه نړیوال ډګر ته دخپل سیال هېواد سره دلوبې کولو لپاره راغله روسیه غواړي چې خپل پخوانی سیال امریکا سره د سطرنج لوبه وکړي او خپل رقیب په ګونډو کړي.
د امریکا او روسیې مخامخ کېدل د یو سترې او اږود مهاله جګړې سګنل و چې ورکړل لومړي ځل لپاره په سوریه کې ورکړ شو. د افغانستان مسله او د داعش رامنځته کیدل روسیه په اندېښنه کړه او ویې غوښتل چې د طالبانو سره خپل سیاسي او نظامي ملاتړ وکړي اوپدې طریقه د داعش ولسواله وځپي طالبانو سره دروسيې دمالي ملاتړ اوتمویل موضوع افغاني رسنیو او د افغانستان جیګپوړو چارواکو هم منلې وه چې روسیه له طالبانو سره مرسته کوي.
د هند او پاکستان استخباراتي جګړه چې افغانستان یې د لوبې میدان دی غواړي چې دا فغانانو د وینو په بیه خپل زور معلوم کړي، کله چې افغان حکومت له هند سره خپل اړیکې ښې کړي؛ پاکستان خپل شوم اهداف د افغانستان په خاوره کې د خپلو جاسوسو اشخاصو لخوا د هند پر وړاندې تطبیقوي، خو هند ددې ترڅنګ چې له افغانستان سره ښې اړیکي ښه ساتي ولې بیا هم د پاکستان سره خپله سړه جګړه په افغانستان کې پرمخ وړي.
د ایران او عربستان مسله دا چې نړۍ کې هم سوني مذهبه خلک شته او هم شیعه مذهبه خلک، نو عربستان او ایران غواړي چې خپل د مذهب خلک په ځېنو هیوادونو کې واک ته ورسوي چې ښه مثال یې په سوریه کې بشرالاسد حکومت دی امریکا په دایران دهوایي په ګټنې اخستنې د صدام حسین حکومت ړنګ کړ او اقلیت مذهبه اشخاص شیعه ول واک ته ورسېدل دا چې افغانستان هم د قومونو کور دی نو دلته هم له هر ډول مذاهبو څخه خلک ژوند کوي ایران د شعیه او عربستان د سوني تر نامه لاندې خپلمنځي جګړو کې بوخت دي ځېنې رسمي او غیرې رسمي رسنۍ وایې چې څو میاشتي مخکې د قندهار ولایت د والي په میلمستون کې د چاودیدونکو توکي ځای پرځای شوي ووپر چې له امله یې ګڼ شمېر افغاني او عربي دیپلوماتان او استازي شهیدان شول.
که د جګړې ټول زیانمن لوري سره طبقه بندي کړو نو داسې پایله په لاس راځي چې په نړیواله کچه روسیه او امریکا په سوریه او افغانستان کې جګړه په غیر مستقیم ډول کوي
،د هند او پاکستان ترمنځ جګړه د کشمیر پر سر، د افغانستان تود بحث او پر ځینو ساحاتو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ د سرحدونه پر سر مرګوني جګړې کېږي،د شمالي کوریا مزایلو ازمایل، د امریکا متحده ایالتو د توغندیو ویشتل د سوريې په هوایي ډګر، د منځني ختیځ مسله ده، د افغانستان د جګړی دوامدار کیدل او کورنۍ کړکیچونو ډیر والی، د عربستان او ایران ترمنځ مسله، په ځینې افریقایي هیوادونو کې جګړې د چین او امریکا مسله، په ځینې اروپایي هیوادونو کې ترهګریز بریدونه د طالب،القاعده داعش، رامنځته کېدل او د جګړی دوام هغه څه دي چې د یو بلې سترې جګړې د رامنځته کېدو زنګ دی.
پدغه خاصو شرایطو کې د ملګرو ملتونو ټولنه دې د جګړی محارولو لپاره د غړو هېوادونو په را غونډولو سره دې بېړنی غونډه دایره کړي او د نړۍ پر حالتو دې بحث وکړي او د جګړې د محارولو لپاره دې یو میکانزم جوړ کړي.
وروستي