
له ماشومتوب راهیسي سره وران و خو په ماشومتوب کي زه ډېر غښتلی وم پرې. کله به چي زموږ ترمنځ ټکر راغی نو بریا به زما په برخه وه او پردې به هغه هم پوهېدو. خو بیا به یې هم خپله هڅه کوله چې راباندي زورورشي. موږ له پيدایشه یو ځای ژوند کوو، چي زه هر چیري ځم هغه هم راسره ځي، چي هرڅه کوم دی مي ملګری وي خو لکه بن مي چي وي په هر څه کي راسره مخالفت کوي. په ماشومتوب کي به زما ښوونکو، مشرانو او مور او پلار دهغه طرفدارۍکوله هغه که څه هم په عمر کي ترما کم و خو تل یې ځان غټ راباندي ګڼلی. په هره خبره کي دا مه کوه، دا وکړه، دا ښه دی، دا ښه نه دی راته وایې چي دا عادت مې هیڅ نه خوښېږي. چي له ماشومتوبه مي د ځوانۍ په لخکي پښه کښېښودله نو زما هیڅ داسي کار نه و چي هغه به نیوکه نه پرې کوله، په هر کار کې به یې غرز و خو بې غمه شئ ما هم تر خپله وسه هیڅ نه دي ورسره منلي. له وخت تېرېدو سره ورسره اموخته سوم، اوس په هر کار کي مشوره ورسره کوم خو دا په دې مانا نه دی چې هره خبره یې منم. اوس ډېر ښه ملګري یو خو دښکلو په شان کله ناکله بې وفایې راسره وکړي؟، کله نا کله مي راڅخه ولاړشي او هغه هم په داسي حالت کي چي زه غوسه شم او په ځان نه پوهېږم. چي کله بېرته راشي نو ما په خپل کار ملامتوي. په هغه وخت کي چي زه ډېره اړتیا ورته لرم دی ورک شي.ما چي کله هم دده په خوښه کوم کار کړی په ګټه کي یم خو دا خبره به راسره منئ چي هر کار باید. دده په خوښه ونشي بلکې زما په خوښه هم ځيني کارونه ترسره شي ځکه چي دی تل ګټي ته ګوري او په هر ځای کي دي ګټه هم ورکه شي. وبخښئ ځان او هغه خو مي درته معارفي هم نه کړل. خیر ده اوس به ځانونه دروپېږنو، زما نوم زړه دی او دهغه عقل او دا لیکنه مو په ګډو لیکلي.