دونر وينه (عمومي گروپ)

 
 داسې مواد يا پروتين پيدا شوي دي چې دويم ، دريم او څلورم ګروپ وينه په لومړي گروپ بدلوي.
دا يوه جوته خبره ده چې د لويو ښارونو په روغتونونو كې د لومړي گروپ وينه ډېره كمه پيدا كيږي. كه خداى كول دا ستونزه به په دا نېږدې وختونو كې سره حل شي:
د كوپېنهاگين پوهنتون يوې ډلې پوهانو چې مشر يې هېنريك كلاوسېن Henrik Clausen دى داسې يو مېتود چې د وينې دويم، دريم او څلورم گروپ په لومړي گروپ بدلوي كشف كړى دى.
د وينې د گروپونو ويش د وينې په سروكروياتو كې د انتيجنونو (AB) شته والي او نشته والي په اساس دى .
(0)I گروپ وينه - دا وينه   دونر وينه (ټولو ته وركونكې وينه) هم بولي، دا ځكه دا وينه د دوهم، دريم او څلورم (A, Bاو AB) گروپونو  وينې په پرتله په سرو كروياتو كې هغه  انتي جن چې په وينه كې معافيتي غبرگون منځته راولي نه لري ، همدا علت دى چې دا وينه هغه ناروغانو ته چې د نورو گروپونو لرونكي دي وركول كيږي. په  عين حال كې هغه وينه چې  A  ، B او AB انتيجن په سرو كروياتو كې ولري چې (دوهم II ، دريم III   او څلورم IV) گروپ وينه ده ، هغه ناروغ ته چې د بل گروپ لرونكى وي وركړل شي د سروكروياتو سره سرېښيدل (coagulation)  منځ ته راځي.
له دې كبله پوهان په لسگونو كالونه د يوه داسې مېتود چې د سرو كروياتو نه A او B انتيجن بېل او لرې كړي پلټنه كوي . تر اوسه پورې پوهان په دې بريالي شوي وو چې د دوهم گروپ وينه د خاصو موادو او پروتينو په وسيله لومړي گروپ ته بدله كړي.
كلاوسېن او د هغه همكارانو د يوه داسې انزايم چې د وينې د سرو كروياتو نه نوموړي انتيجنونه بېل كړي د موندلو لپاره څه ناڅه د   2500 په شمېر د ستورو او باكترياوو جوړښتونه مطالعه كړلي دي، چې په نتيجه كې دوۍ په دې بريالي شول چې د دوو باكترياوو په جوړښت كې داسې انزيمونه پيدا كړي چې د سروكروياتونه   نه يوازې A انتيجن بلكې B انتيجن هم  له منځه وړلاى شي. پاتې دې نه وي چې نوموړى مېتود په ډېرو ساده او اسانو لابراتور ي شرايطو كې كېداى شي.
د نوموړي مېتود كلينيكي ازموينه به په دې لنډ وخت  كې پيل شي، په بله ژبه هغه وينه چې په دې مېتود جوړه شوي وي د لومړي گروپ لرونكو ناروغانو ته به وركړ شي تر څو يې عوارض جانبي او ښېگڼې يي معلومې شي.
ژباړن: اباسين ويالزى
د ساينس په نړۍ كې نومې خپرونې څخه