کله باید ورزش ونه کړو؟

ژباړه او راټولونه: نصرت الله راسا
تل به مو د ورزش د ګټو په اړه اوریدلي وي. ورزش روغتیا ته ډیره ګټه لري، د غیرمکروبي ناروغیو مخنیوی کوي، جسمي او رواني روغتیا ښه کوي. خو ځینې داسې وختونه دي چې ورزش تر ګټې ډیر زیان لري. دا چې کله ورزش وکړو او کله يې ونه کړو یوه مغشوش کوونکې موضوع ده، خو ښه دا ده چې خپل بدن ته وګورو وضعیت يې واروزوو او بیا پریکړه وکړو.
په عمومي توګه په لاندې حالتونو کې باید له ورزش نه ډډه وکړئ:
کله چې تبه لرئ:د تبې پر وخت استراحت وکړئ. تبه اکثراً دا راښيې چې بدن مو له مکروب سره په مقابله کې دی. که په تبه کې ورزش کوئ نو هڅه وکړئ چې بدن مو ډیر تود نشي او زیات مایعات ضایع نه کړئ (ډیر خولې نه شئ).   
کله چې زکام لرئ: د زکام پر وخت متوسط ورزش بد نه دی. دزکام پر مهال باید د جیم ماشینونه په مکروب وژونکو موادو پاک کړئ چې نور خلک ناروغ نه کړئ. د سخت زکام او انفلوانزا پر وخت ورزش مه کوئ.
د سابندي حمله درباندې راشي ‎: کله مو چې د سابندۍ حمله د مکروب له امله وي نو د څو ورځو لپاره ورزش مه کوئ. که ډاکټر ډاډ درکړ چې سابندي مو د کنټرول لاندې ده او ورزش درته زیان نه لري نو دوام ورکړئ.
کله چې مو په سر ضربه لیدلي وي: هغه مهال چې په سر ضربه وخورئ او دماغ ته مو یو څه زیان ورسیږي نو استراحت ته اړتیا لرئ چې دماغ په سمه توګه بیرته روغ شي.
د ورزش پخوانی ټپ مو زوروي: که د ورزش پر مهال د درد احساس وکړئ او دا درد د پخوانیو ټپونو له امله وي له ډاکټر سره مو مشوره وکړئ. د ورزش پر مهال د ناڅاپي درد له احساسولو سره سمدستی ډاکټر وګورئ.
د خوب د کمښت له وجې د زیاتې ستړیا احساس: هغه مهال چې مو خوب کم کړی وي او زیات ستړي یاست یواځې قدم وهل کافي دي. که دوامدار ډول د ستړیا احساس ولرئ نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ او ورزش متوقف کړئ.
 
د ورزش پر مهال سخت درد احساس کړئ: د ورزش پر مهال د تیز درد احساس ښايې د ټپي کیدنې نښه وي. په داسې حالت کې ورزش ودروئ او له ډاکټر سره مشوره وکړئ. تر ورزش وروسته د عضلو درد معمول دی خو که درد ډیر تیز او شدید وي نو ښايې د ناروغۍ نښه وي.
 
د ملا درد لرئ: هغه مهال چې د ملا درد ولرئ یو څو ورځې ورزش ودروئ تر څو وګورئ چې درد مو ښه کیږي که نه. که درد مو زیات شو یا يې ستاسو په ورځنیو چارو کې خنډونه پيښ کړل نو ډاکټر وګورئ.
 
د امیندوارۍ پر مهال: د امیندوارۍ پر مهال ډیر ورزش ښه نه دی. ځينې ورزشونه لکه، لمبا، یوګا، قدم وهل او داسې نور خفیف ډولونه ښايې بد نه وي خو دا باید له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وشي. هغه حرکتونه چې په ملا او ګيډه ډیر فشار راوړي باید ترې ډډه وشي.  
 
ډیر ژر بیرته ورزش ته مه راځئ: هغه مهال چې د کومې ناروغئ له امله مو ورزش بند کړی وي نو بیرته بیړه مه کوئ. د عضلو د قوت، ارتجاعیت او د زړه او رګونو د سیستم د قوت لپاره زیاتې انرژي ته اړتیا وي. د زړه د ناروغیو نه وروسته باید کافي اندازه استراحت وکړئ او د ټسټونو تر نورمال کیدنې مخکې ورزش مه پیلوئ. د زړه د ناروغیو نه وروسته ښه ده چې د ورځې د ۲۰ دقیقو قدم وهلو څخه پیل وشي او ورو ورو تمرین ته راستون شي.
څنګه بیرته ورزش ته راوګرځو: که د ناروغیو له امله مو ورزش پرې ایښې وي نو په قدم وهلو يې بیرته پيل کړئ او ورو ورو نور تمرین پیل کړي. که تر یوې اونۍ کمې مودې لپاره مو جیم پرې ایښې وي د پخواني ورزش ۸۰-۹۰ سلنه ورزش باندې پیل وکړئ او بیرته معمول حالت ته راشئ.  که له ورزش څخه تر یوې اونۍ ډیر وخت لپاره لرې واست نو د پخواني ورزش په ۵۰-۶۰ سلنه شدت يې پيل کړي او هره اونۍ پرې ۱۰ سلنه وراضافه کړئ. ورزش ته د بیرته ستنیدو لپاره باید ګڼ شمیر عوامل په نظر کې ونیول شي لکه له ورزش څخه د لرې پاتې کیدو موده، عمر او د ورزش پخوانۍ اندازه. که اوږد مهالې ناروغي ولرئ نو له ډاکټر سره مو مشوره وکړئ.
که د سینې درد، سالنډي او ګنګسیت درته پيدا شو نو تمرین مه کوئ.زیات ورزش تل ډیر ګټور نه وي. متوسطه اندازه ورزش کولی شي د یو شمیر ناروغیو مخنیوی او کنترول وکړي لکه، د زړه ناروغۍ، سرطان، او ځينې نورې ځنډنۍ ناروغۍ. د بیړني مکروبي ناروغۍ په مهال د ورزش کولو نه استراحت ډیر ګټور دي.
د زړه د ناروغانو لپاره د ورزش په اړه ضروري لارښوونې:

  • ډیر زیات او ډیر ژر ورزش مه کوئ. بدن ته مو د ورزش تر منځ د استراحت موقع ورکړئ.
  • که هوا ډیر سړه، ډیر ګرمه یا ډیره نمجنه وي له کوره بهر ورزش مه کوئ. ډیره نمجنه هوا ښايې تاسو ډیر ژر ستړي کړي. ډیره لوړه یا ډیره ټیټه تودوخه ستاسو د وینې په جریان اغیزه کوي سا اخستنه سختوي او د سینې درد پیدا کوي. د کور دننه قدم وهل ښه بدیل دی.
  • ډیرې اوبه وڅښئ، حتی د تندې تر احساس د مخه، په ځانګړي ډول په ډیرو تودو ورځو کې.
  • تر تمرین وروسته په ډیرو یخو او ډیرو ګرمو اوبو غسل مه کوئ او له سونا ډډه وکړئ.
  • په غرنیو سیمو کې ورزش مه کوئ. که مخ پورته پیاده روي کوئ نو ورو ورو قدم ووهئ. د زړه ضربان مو وڅارئ او له ډاکټر سره مشوره کوئ.
  • که د ناروغې، رخصتیو، یا ناسمې هوا له امله مو ورزش ودرولی وي نو ورو ورو بیرته وروګرځئ.