
ایمانداره پیغله خپل سر ورکوي خو خپل عزت ساتي:
پر یوه ښار باندی دښمن حمله وکړه په حمله کی یې یوه زیاته حسینه پیغله ونیوله خپل مشر ته یې را وسته.
مشر چې پیغله ولیده نو حسن ته یې په تعجب کی سو او د بد عملۍ اراده یې ورته پیدا سول.
پیغلی ورته وویل چې صبر وکړه، ما ته یو حکمت معلوم دی او دا هغه وخت فایده کوي چې انجلۍ له چا سره نزدیکت نه وي کړی نو که مې نزدیکت وکړ حکمت به ټول بې فایدې سي.
د لښکر مشر ورته وویل څنګه حکمت دی؟
پیغلی وویل داسي تیل راته معلوم دي چې څوک پرې ځان غوړ کړي بیا چې یې څوک په توره ووهي اثر نه پرې کوې او تاته دا ضروري دي ځکه همیشه جنګونو ته وځې، نو تیل یې را واخسته او بادشاه ته یې وویل خپل سټ دې په تیلو غوړ کړه او ماته توره راکړه چې زه دې ووهم ترڅو تاته تجربه سي چې توره بیا اثر نه کوي.
د لښکر مشر وویل نه نه ته دې سټ غوړ کړه او زه به توره را واخلم او تجربه به وکړم.
پیغلي په ډیري خوشحالۍ وویل بالکل سمه ده تیل یې را واخیستل او خپل سټ یې غوړ کړ پادشاه دتوري وار پر وکړ د وار سره دپیغلي سر لاندي را ولوید او ویني ځنې وبهیدلې.
پیغلي ددې پر ځای چې د ناوړه چلند ښکار سي مرګ یې خوښ کړ خو خپله بې عزتي یې نه سوای زغملی!!
بادشاه پوه سو چې په دې هیله یې له موږ څخه ځان وژغورۍ نو ډیر زیات غمجن سو چې ولي مو دومره ښایسته بشر له لا سه ورکړ.
هجم غزاه على احد المدن وامسكوا بعذراء جميله
وقدموها هدية لقائد فرقتهم ولما رأها القائد انبهر بجمالها وأراد افسادها
فقالت له: تمهل علي قليلا لأن بيدى مهنه تعلمتها
ولا تصلح لعملها ألا عذراء وألا فلا نفع لها
فقال لها : " وما هي "
قالت له : " هي دهن ، اذا دهن به انسان
فلن يؤثر فيه لا سيف ولا اى نوع من الاسلحه البته ..
وانت محتاج الى ذلك لانك فى كل وقت تخرج للحرب"
فقال لها : " وكيف اتحقق من ذلك "
فأخذت زيتا ووجهت اليه الكلام ، قائلة :
" ادهن رقبتك به واعطني السيف كي اضربك به "
فقال لها : " لا ، بل ادهني انت رقبتك اولا ، وانا اضرب بالسيف "
فأجابته الى ذلك ببشاشه ، واسرعت فدهنت رقبتها
وقالت: " اضرب بكل قوتك "
فأستل سيفه وكان ماضيا جدا ومدّت رقبتها
وضرب بكل قوته فتدحرجت رأسها على الارض ..
وهكذا رضيت ان تموت بالسيف ، على ان تدنس بتوليتها ..
فحزن ذلك القائد جدا ...
وبكى بكاء عظيما أذ قتل مثل هذه الصورة الحسنه
وعرف انها خدعته لتفلت من الدنس وفعل الخطية.