سلام یو اسلامي شعار دی، او شروع یې له عربو څخه شوېده، دا چې دعربو ماحول (چاپیریال) په هغه وخت کې د قتل، لوټ مارۍ او وینه توېونه کې رنګ شوی و، ددې ترڅنګ پردۍ قبیله (قوم) خو پرېږده؛ آن د خپل خاندان (کورنۍ) هرغړی به له خپل خاناندان او قبېلې څخه لرې او بېل بېل اوسېده. د امن او سلامتۍ الفاظ داسې معلومېدل چې بالکل هېر شوی دي وي. مګر د اسلام سپڅلي دین وروستي امُت روښنايي راوړه؛ ړنګې شوې رشتې (خپلولۍ) او خواره واره خاندانونه (کورنۍ) یې بېرته سره یو ځای کړې. داچې د سلام کول سنت طریقه ده؛ خو ځواب ورکول یې واجب دي، او د اسلام مبارک دین له نظره یو عظیم (لوی ثواب لرونکی) څیز دی، چې بغض (کینه او حسد)، جنګ او شخړې له مېنځه وړي. که څه هم د سلام په کولو سره جاهل (ناپوهه) ښکته کیدای، خوکه کوم څوک سلام ونه کړي نو په اسلامي او افغاني ټولنه کې بد ګڼړلی شي.
سلام په چا وکړو؟څه ډول سلام وکړو؟ سلام ته څه ډول ځواب ورکړو؟ او دسلام اهمیت څه شی دی؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځواب یې په لوستلو ترلاسه کولی شئ ! الله (ج) په قران عظــــیم الشان کې فرمايي: ای مسلمانانو! د پردو کورونو ته بغېر داجازت او بغېر دسلام نه مه دننه کیږئ.
علماء کرام وايي: کچېرې ستا دوښمن په تا سلام وکړي؛ نو د سلام په ځوابولو (وعلیکم السلام) سره به مو دوښمنۍ نرمې شي؛ یعنې د سلام د ځواب مفهوم دا روښانه کوي چې ستا د پاره دې هم سلامتیا وي کـلـــه چې ځواب ویونکی ســتا د سلامتـۍ دعا وکړي نو د دوښمنۍ شخړه به یې ولې راولاړیږي. او هغه نښې نښانې چې دوښمنۍ ته شیطاني لمنې وهي که په پوره ډول یې له مېـنځه یو نه وړی شي، اثرات خـو یې خامــــخا راکـمــولی شي. دیو حدیــث شریف پښتو مفهوم په دې ډول دی، چـې د دواړو جهانو سردار حضــــرت مــحمــد (ص) فرمــايي: دســلام کولو عــادت جـوړکړئ ! که يې پېژنئ؛ او که یې نه پېژنئ.
په بل حدیث شریف کې راځي: دیهودو سلام په ګوتو سره دی، دنصاری سلام په تلي سره دی، آما د مسلمانانو سلام په السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته سره دی. یعنې د یهودیانو او نصاری سـلام یواځــې اشاره ده، او د مسلمانانو سلام یوه ازاده دعا ده (چې په تا دې سلام وي او د الله رحمتونه او برکتــونه دې په تا نازل شي.) لنډه دا چې هر مسلمان دې بل مسلمان ته دعا کوي ځکه سلام سره دهغه د خېرخــواهۍ، میني او محبت ترڅنګ تعلق او ملګرتیا هم ټینګښت مومي.
سلام څنګه او په چا وکړو؟ له حضرت ابوهریرة (رض) څخه روایت دی چې حضرت مــحـمـد (ص) اوفرمایل: چې کله الله تعالی حضرت ادم علیه السلام پېدا کړو، نو ورته ویې فرمایل چې لاړ شه او د دغه فریـښــتو ناستې ډلې ته ســـلام وکړه، او په پوره پاملرنې ســـره یې واوره چې ځواب کې څه درته وايـي؟ کوم ځواب چې فرېښتو درکړو؛ دغه به ستا او ستا د اولادې ځواب هم وي نوچې ادام علیه الســلام د پریښـــتو هغه ټولګي ته لاړو، او السـلام علیکم یې وویل نو فرېښتو هم السلام علیکم ورحــمت الله وویل یعنې ورحمت الله یې پکې زیات کړو. (بخاري و مُسلیم)
همدا راز ویلی شو کچېرې څوک په سپرلۍ (سورلۍ) سپور روان وي او د سیمي اوسیدونکي په سړک مخامخ ناست وي، نو په سپرلۍ سپور کس ته دا لازمه ده چې هغه ناستو کسانو ته سلام وکړي. همدا راز کله چې خپل کور ننوځو؛ نو د کور په ښځینه او نارینه وو ماشومانو او لویانو هم باید سلام وکړو؛ ځکه دا په کور کې د برکت سبب ګرځي. همدا راز که چېرته څوک په پېده مزل روان وي نو په ناستو کسانو باید سلام وکړي. بله دا چې کله موږ سلام کوو، نوباید په ژبې سره په لوړ غږ سلام وکړو؛ ترڅو د سلام ځواب ویونکی یې واوري، خودلته یوه مهمه خبره د یادولو وړ بولم هغه دا چې کچېرته د زباني (ژبې) په وسیله سلام وئیلو سره د سر یا د لاس د اشارې اړتیا پېښه شي نو بیا څه تاوان او کوم ممانعت نه لري لکه د بېلګې په ډول چې چاته سلام کوې، او هغه درڅخه په لږ واټن لرې وي او داسې وانګیري چې که سلام پرې واچوم؛ غږ به مې وانه وري، او یا څوک کوڼ (په غوږو دروند) دی او ستا غږ نه شي اوریدی نو که په داسې حالاتو کې اشاره وکړې نو بیا هم د شریعت له نظره کوم ممانعت نه لري.
په کافر باندې سلام کول: له حضرت ابو هریرة (رض) څخه روایت دی چې نبي کریم (ص) وفرمایل چې یهودیانو او عیسویانو باندې سلام کې مه مخکښې کیږئ؛ که په لاره کې تاسو سره ددوی نه څوک مخامخ شي نو لاره پرې ورتنګه کړئ؛ او د لارې په یو طرف ته تلو باندې یې مجبوره کړئ!
سلام ته څه ډول ځواب ورکړو؟ له حضرت عمر ابن حصین (رض) څخه روایت دی چې یو کس د بني کریم (ص) په خدمت کې حاضر شو، او السلام علیکم یې وویلو؛ نو نبي کریم (ص) ځواب ورکړو او هغه کس کېناستلو او بیاهغه (ص) وویلې چې دغه کس لپاره لس نېکۍ ولېکلی شوې. بیا یو بل کس راغی او السلام علیکم ورحمت الله یې وویلو نو نبي کریم (ص) هغه ته هم ځواب ورکړو او هغه کس کېناستلو او بیا هغه (ص) ووېلې چې دغه کس لپاره شل نېکۍ ولېکلی شوې. دغه وخت کې یو بل کس هم راغی او هغه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وویلو؛ نو نبي کریم (ص) هغه ته هم په هماغه ډول ځواب ورکړو او هغه کېناستلو نوهغه (ص) وویلو چې دغه کس لپاره دېرش نېکۍ ولیکلی شوې.
(ابو داؤد وترمذي)
زموږ په افغاني ټولنه کې یوه لویه ستونزه چې د سلام د ځواب په برخه کې یې لري هغه د سلام صحي ځواب نه ورکول دي. که مو فکر کړی وي چې په ځينو مشرانو څوک سلام وکړي، ځواب ویونکی ورته یا وعلیکم وايي او یا ورته وايي ستړی مه شې؛ او یا مو که فکر کړی وي عموماٌ په ښاریاتو کې چې په مشرانو او یا هم نورو وګړو باندې سلام وکړې نو هغوی هم ستاسو سلام ته ددې پرځای چې وعلیکم السلام ووايي؛ کټ مټ ستاسو سلام ته هم سلام علیکم وايي... دا او دا ډول نورې اصطلاحګانې د ناپوهۍ هغه سترې تېروتنې دي؛ چې واجب پرې ترک (پریښودل) کیږي؛ او چا چې واجب پرېښودل، پرې ګناهګاريږي ځکه واجب فرضو ته نږدې دی. نو اړینه ده چې واجب ادا کړو.
د رخصتېدو په وخت سلام: لیدلې به مو چې په ښاریاتو او یا هم نورو ښونیزو سیمو کې ملګري او همزولي د رخصتېدو پرمهال له ملګرو سره دمخه ښې پرمهال سلام کوي؛ او یا زیات وخت به مو دې ته فکر شوي که نه چې کله ښوونکی د ټولګي درسي ساعت پوره شي نو د ټولګي څخه د وتلو په وخت کې وايي کومه پوښتنه شته؟... نه شته؟ ښه نو په خپلو درسونو کې کوښښ کوئ او خپلې کورنۍ دندې ترسره کړئ (السلام علیکم) او له ټولګي څخه به بهر شي.
دا کار د اسلام له نظره دا څنګه کار دی؟
له حضرت ابو هریرة (رض) څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) وفرمایل: تاسو کې څوک چې یو مجلس ته راشي، نو سلام دې اچوي او چې کله د مجلس نه ځي نو بیا دې هم سلام کوي؛ ځکه چې لومړی سلام د وروستي سلام نه زیات حق نه لري چې لومړی سلام د وروستي سلام لپاره کافي شي.
(ابو داؤد وترمذي)
د سلام اهمیت: د حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص (رض) څخه روایت دی چې یو کس د نبي کریم (ص) نه پوښتنه وکړه چې په اسلام کې د ټولو نه ښه عمل کوم یو دی؟ نبي کریم (ص) وفرمایل: چې اوږو ته خوراک ورکول او هربلد (اشنا) او نابلد (نااشنا) ته سلام کول. (بخاري ومُسلم)
په یو بل حدیث شریف کې حضرت محمد (ص) فرمایي: ترڅو پورې چې مؤمنان نه شئ؛ نو جنت ته به دا خل نه شئ؛ او ترهغه وخته پورې مؤمنان کیدلی نشئ؛ ترڅو پورې چې په خپل مینځ کې مو مینه او محبت نه وي – ایا تاسو ته یوه داسې خبره ونه ښایم چې هغه کوئ نو خپل مېنځ کې به مو مینه او محبت پېدا شي؟ په غورسره واورئ چې په خپل مېنځ کې سلام ته رواج (دود) ورکړئ یعنې سلام خپور کړئ !
دا چې د سلام کولو (اچولو) سره مو مینه او محبت پراخیتا مومي؛ نو اړینه ده چې لومړی په خپلو کورونو کې ماشومانو ته، ښځینه او نارینه و ته د سلام کول ورزده او بیا یې په ورځني ژوند کې عملي کړو. همدا راز په پورته ذکر شویو ځایونو کې په غوره بڼه چې عبارت له (السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته) ده هم عملي کړو، ترڅو د خدای (ج) حکم پرځای کړو او همدا شان ورځنۍ چارې په ښه ډول مخ ته بیایو.
پای
2017-03-14
وروستي