ښه اخلاق نه یواځې د اسلام مبارک دین له نظره غوره عمل دی؛ بلکې د ژوند په ښه والي او د بریالیتوب له نښو یو مهم اصل هم شمېرل کیږي. د انسان ژوند په خواهشاتو او امیدونو مشتمل دی، او یواځې د خپل ځان لپاره امیدونه او خواهشات ساتي. که وغواړئ چې موږ د ټولنې دغړو د خوښۍ مطابق خپل شخصیت جوړ کړو نو اړینه ده چې موږ باید خپل احساسات د امکان په صورت کې کنترول کړو، کومه خبره چې مو وجدان ته د منلو وړ وي، ویې کړو، او که د منلو وړ نه وي، نو تېر ترې شو. ښه اخلاق زموږ په ژوند کې هغه اساسي فرموله ده چې ډیری انسانان یې په حل کولو ورځې او شپې صبا کوي؛ خو ښه اخلاق د خدای (ج) څخه هغه بهترینه ډالۍ او مېلمستیا ده چې په ډېر کم شمېر خلک ترې برخمن دي. که څه هم زموږ د ټولنې په لرې پرتو سیمو (بانډو) کې هغه حق (ښوونه او روزنه) چې زموږ کشران یې پرموږ لري، او دغه حق مو نه وي ورکړی؛ نو بیا یې په پایله کې اخلاقي زیانونه د ټولنې غړو ته د همېش لپاره ورډالۍ کړي وي، چې ترډېره بریده ډیری یې بیا د اخلاقي زیانونو څخه سرټکوي.
که مو ترسترګو شوي وي هغه بې سواده (د زده کړو پاتې کورنۍ) ماشومان چې په کلي، کوڅه، د کور دننه او بهر او یا هم سړک په غاړه کوم څوک وویني، یا ورته ښکنځل کوي، یا پرې د کوچنیو کاڼو ګدارونه کوي، اویا پرې دې ته ورته د نورو ناوړه کړنو طمع (هیله) هم ترې کیدلی شي. دلته که څه هم د ماشومانو دا ناکاره کړنې د ټولنې وګړو ته د منلو وړ نه دي، بلکې ددې ترڅنګ د تقلید په بڼه هدفي درسونه د ماشومانو ذهنونه هم تخریبولی شي. ځکه ماشومان داسې انګیري چې کوم کار کوو، ممکن ښه کار دې . خودلته یوه بله خبره روښانه کیږي، هغه دا چې په دې ځای کې زموږ کوچینان (ماشومان) ګرم او ملامته نه دي، بلکې زموږ مشران ګرم دي چې همدې نوي نسل کوچینو ماشومانو ته یې درسته روزنه او یا هم (ښوونه او روزنه) نه ده ورکړې.
د ښه خوی بدلول هم اخلاقي چاپیریال ککړولی شي؛ که فکر ته مو راځي، ځينی خلک شته چې کله یې رتبه لږه لوړه شي، یا هم په یو ښوونیز مرکز کې په ښه نمرو بریالی شي، او یا هم څه نوی پرمختګ وکړي؛ نو بیا هغه دروند خوی په سپک خوی بدل کړي، دا چې څوک دروند خوی (چال، چلند) په سپک خوی بدلوي، لاندې بدې پایلې لرلی شي.
الله تعالی په قران عظیم الشان کې فرمايي: بې شکه الله تعالی د یو قوم ښه حالت ترهغه وخته پورې نه بدلوي، ترڅو پورې چې هغوی خپل چلند بدل نه کړي. (سورة رعد، پ ۱۳)
بد چلند د اخلاقو ضد عمل دی، او په ټولنه کې د کرکې، نفرت او بې اتفاقۍ سبب هم ګرځېدلی شي، زموږ پېغمبر حضرت محمد (ص) د ښو اخلاقو څښتن و، نو موږ ته هم لازمه ده چې د خپل پېغمبر (ص) طریقه (لاره) غوره کړو، او د هغه صفات لومړی په ځان او بیا په نورو عملي کړو.
الله (ج) په قران کریم کې فرمايي: بېشکه ته (محمد ص) د ښو اخلاقو اوچت معیار ته رسیدلی یې. (سورة نون، پ ۲۹)
ابو هريرة رضي الله عنه وايي : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې جنت ته به کوم خلک زيات داخلېږي؟ وې ( وه ئې ) فرمايل : د الله څخه ویرېدونکي او د ښو اخلاقو څښتنان. په بل حدیث شریف کې حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص (رض) فرمایي: چې ماته حضرت محمد (ص) وفرمایل: ای عبدالله ! د فلانکي په شان مه جوړېږه، یو وخت وو، چې د شپې به پاڅېدلو، مګر اوس یې هغه هم پرېښودل. (بخاري و مُسلم)
یو عالم فضل بن عباس فرمايي: په تاسوکې نېک بخته انسان هغه دی چې د مور اوپلارسره نېکي وکړي، د خپلوانو سره خپلولي وپالي، دوروڼو او خپلوانو عزت وکړي، خپله ژبه اوخپل کور وساتي (خپل کار او روزګار پسې په وخت لاړشي)، د خپل دین غم وخوري، د خپل مال اصلاح وکړي (داړتیا نه زیات مال د الله تعالی په لاره کې خرچه کړي)، دبېهوده خلکو سره ناسته ولاړه پریږدي اوخپل اخلاق ښایسته کړي.
بې ضرورته خبرې کول هم اخلاقي چاپیریال زیانمنولی شي؛ که څه هم له یوې خوا بې ضرورته خبرې زموږ شخصیت منفي ثابتوي، له بلې خوا بې ضرورته خبرې د اسلام مبارک دین له نظره هم ښه کار نه دی ګڼل شوی. د یعلی په نوم یو عالم فرمايي: موږ ته محمد بن سوقه الزاهد داسې وویل: ایا تاسو ته یو داسې حدیث شریف ووایم چې تاسو ته ګټه درورسوی؟ ماته خو یې ګټه رسولې ده، بیا یې وویل: ماته عطاء بن ابی رباح (رح) وویل: مخکنیو خلقو به بې ضرورته او بې ګټې خبرې بدې ګڼلې؛ او هغویو به بغېر د الله تعالی د کلام نه نورې خبرې فضول ګڼلې.
حضرت ابو درداء (رض) څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) فرمایلي دی: چې د قیامت په ورځ به د مؤمن بنده لپاره بل هېڅ یو عمل بغېر د ښو اخلاقو نه زیات وزن دار نه وي، الله تعالی بېهوده (داړتیا پرته) خبرې کوونکی او بې حیاء خبرې کوونکی بد ګڼي. (ترمذي)
په یو بل حدیث کې حضرت عبدالله بن عمرو بن عاص (رض) وايي: چې رسول الله (ص) به نه قصداً او نه هم خطاً بده خبره له خولې وېستله، او نه به یې خوښوله. هغه (ص) به فرمایل چې تاسو کې ښه بنیادم هغه دی، چې د هغه اخلاق ښه وي. (بخاري ومُسلم)
همدلته همدې موضوع ته لږه شېبه تم کیږو؛ بدبختانه باید ووایم چې زموږ په ټولنه کې ځیني ناپوهه ځوانان شته چې د مجلس (ناستې) اصول نه مراعتوي، او نه هم په هغو پېغمبري لارښونو پوهیږي، چې موږ ته هغه (ص) پریښي دي؛ دهمدویو په مجلس کې د نشه يي توکو کارونه یو ډول تل پاتې دود ګرځیدلی دی، د سګرټو او چرسو تباه کوونکی لوګی به یې د مجلس کوونکو په پوزو ور مېلمه کړی وي، خپلې خندنۍ او مسخرې به کوي، بې ادبي دې معاف وي، زموږ تور سرې (ښځینه) به په ډول ډول نومونو یادوي، او یا مو که فکر کړی وي، کله چې په ښاریاتو کې یو نااشنا (بې تربیې) ځوان موټر ته د سپرلۍ په ډول ورپورته شي، په ټیلیفون کې به په ډېرو بدو خبرو او پوچ الفاظو خبرې کوي چې په اورېدلو به یې د موټر ناستې سپرلۍ شرمیږي؛ موټر دی، په موټر کې نارینه اوښځینه سپرلۍ ناستې وي او ددې انتظار وباسي ترڅو آرامه سفر ولري، خو یو بې تربيې ځوان به یې ارامه سفر په ناآرامه سفر بدل کړي.
له حضرت جابر (رض) څخه روایت چې رسول الله (ص) وفرمایل: چې د قیامت په ورځ به ماته په تاسو کې د ټولو نه زیات خوښ کس او دمجلس به اعتبار زیات نږدې هغه څوک وي چې د هغه اخلاق ډېر ښه وي، او د قیامت په ورځ به ماته په تاسو کې زیات ناخوښه هغه څوک وي، کوم چې خبرلوس (فضول خبرې کوونکی، تکّلف کوونکی او تکبر سره خبرې کوونکي وي). صحابه کرامو (رض) عرض وکړو؛ یارسول الله (ص) موږ خو ډیرې خبرې کوونکی او سختۍ سره خبرې کوونکی پېژنو، خو (مُتَفَیهِقُوُنَ) نه پېژنو؟ نوهغه (ص) وفرمایل چې ددې څخه هدف کبرجن خلک دي. (ترمذي)
دا چې څوک بده ژبه او فحش وېنا کوي، نه تنها د اخلاقو ضد عمل دی، بلکې د الله (ج) د قهر (غصې) سبب هم ګرځیدلی شي. د همدې موضوع په اړه رسول الله (ص) فرمايلي دي: تر ټولو دروند شی چې د مؤمن د نېکيو په پله (تله) کي ايښودل کيږي هغه ښه اخلاق دي، او الله جل جلاله د هغه چا سره بغض لري چې فحش وينا وې کوي او بد ژبی وي. (رواه ترمذي)
دا چې ښه اخلاق جنت د داخلېدو ذريعه ده. او د اسلام مبارک دین له نظره غوره عمل هم بلل شوی، نو ددې نيمګړې نړۍ او اخرت د بریالیتوب یو اصل هم ګڼل شوی، نو موږ ته لازمه ده چې د ټولنې له علماء کرامو، سپین ږیرو، مشرانو، ځوانانو، کشرانو، نارینه او د کور ښځینه و (محرم) په وړاندې ښه چال او چلند ترسره کړو. له یوې خوا به مو ددې ارماني نړۍ یو څو ورځې ژوند ښه تېر شي، بلکې له بلې خوا به مو د اخرت لپاره یو څه مزدوري (نېکه بدله) هم ذخیره کړی اوسي.
پای
2016/March/16
وروستي