روژه ماتی

اوړی و، د جلال اباد سوزونکی اوړی. له مازیګره د روژه ماتي تیاری په تېزېدو وه. نسیم ترموز ډکاوه، شینکۍ سترنجۍ جارو کوله، مهتاب بي بي ترور بینګړۍ باندې کړې وې او عتیق محمد ته څو رکوعګانې پاتې وې چې اولسمه سيپاره خلاصه کړي. تنده ډيره زیاته وه خو مسلمانانو هم د خپل ایمان زور ښوده. مهتاب بي بي د بینګړیو سره څو هګۍ هم غوړو ته ورماتې کړې.  ماښام په  ډیرو سرکونډالو راورسېد. شینکۍ په سپین دسترخوان تورې غنمینې ډوډې لر او بر کړې. شړومبې، هګۍ، بینګړۍ او سلاته هم راوړل شوې. اذان ته به لا د سلام جار باسلو هومره وخت پاتې وه چې شینکۍ او نسیم له شړومبو ډکې پیالې خولې ته ونیولې. عتیق محمد چې نصوارو راخیستی وه همدا یو غږ به يې کاوه، غلي شي چې اذان واورو. ملا صیب به لا لاسپیکر په نوک نه و وهلی چې چیو شو. عتیق یوه چغه وکړه. دیواله ته شئ . په څو ثانیو کې دسترخوان ځان ته شو او دوئ د لمر خاته دیوال ته ساه او تیګاه کښېناستل. مزایل لکه  د تورو ټپوسانو غوندې د دوئ له سرونو تېرېدل خو روژه تیانو دسترخوان ته کتل او دسترخوان اسمان ته.