
په معاصره نړۍ کې دوه ډوله ټولنې موجودې دي؛ چې یو ډول یې قبیلوي او بل ډول یې غیر قبیلوي یا مرکزي. قبیلوي هغه یې داسې وي چې ولس یې د قوم او ټبر په نوم سره ویشلی وي، چې بیا هر قوم او قبیله د یو ځواکمن کس تر مشرۍ لاندې له ښارونو څخه لرې په صحرا او د غرو په لمنو کې، له نورو قبایلو سره په پریکه یا کمرنګه اړیکه ژوند کوي.
افغانستان هم یو له هغو ګوته شمیر هیوادو څخه دی چې ولسي جوړښت یې له ډیر پخوا کلونو څخه، قبیلوي او غیر متمرکز جوړښت دی. افغانانو دغه ډول ژوند هغه وخت غوره کړه چې د چنګیز تر مشرۍ لاندې د مغولي لښکرو تر سخت یرغل لاندې راغلل. د نورو ملتونو په وړاندې د چنګیز خان پالیسي دا وه چې "یا به تسلیمیږي یا به له منځه وړل کیږي ". د چنګیزي لښکرو له شر نه د آمان په موخه، افغاني قبایلو له ښارونو څخه صحرا او د غرو لمنو ته پناه ویوړه چې له هماغه وخته بیا تر اوسه یې دوام وکړ.
د دولت دارۍ او ټولنپوهنې علومو او تجربو ثابته کړې چې، د مرکزي او غیر قبیلوي ټولنو د چارو تنظیم او په هغوی باندې حکومت کول تر دې څو ځله آسانه ده چې، په قبیلوي او غیر متمرکزو ټولنو دې حکومت وشي. د دویمې نړیوالې جګړې نه را وروسته، امریکا او د نړۍ نورو دولتو هڅه وکړه تر څو قبیلوي ژوند او جوړښتونو له منځه یوسي، او په ځای یې مرکزي او غیر قبیلوي ژوند مروج کړي. چې اوسمهال د افغانستان، یمن او قفقاز سیمو څخه پرته، کابو ټوله نړۍ کې دغه جوړښت لمنځه تللی.
په افغانستان کې د ۲۰۰۱ز کال را په دیخوا، د امریکا تر مشرۍ لاندې، د حامد کرزي او اوس مهال د اشرف غني او د ده نړیوالو ملګرو لخوا سختې هڅې روانې دي، تر څو د افغانستان قبیلوي جوړښت له منځه یوسي او په ځای یې غیر قبیلوي او مرکزي جوړښت را منځ ته کړي. ځکه چې دغه پدیده د امریکا او افغان دولت د حاکمیت په وړاندې ستره ننګونه ده، چې د نابودۍ لپاره یې لاندې تګلارې عملي کړي: