
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه له ټاکل کیدو اوه ورځې (د جنورۍ په ۲۷مه) وروسته یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې په ترڅ کې د اوو اسلامي هیوادو په وګړو د امریکا خاورې ته د ننوتو بندیز ولګید او هغوی یې امریکا ته له ورتګ څخه منع کړل.
د ټرمپ دغه ګام ته د نړۍ مشرانو تُند غبرګونونه وښوده او هغه یې په سختو ټکو وغانده او هغه یې له تبعیضه ډک عمل وګاڼه. حتی تر دې کچې چې د امریکا دننه خلکو د دې کړنې په غبرګون کې مظاهرې او لاریونونه په لار واچول چې ځینو یې لا د مسلمان په توګه ځانونه راجستر کړل.
خو پوښتنه دا ده چې ولې د اسلامي نړۍ مشرانو د ولسمشر ټرمپ د دغه ګام په وړاندې باالمثل ګام اچت نه کړ او ولې په لویه کچه و نه غانده؟
په نړۍ کې ۵۷ اسلامي هیواده دي او د مسلمانانو شمیر تر ۱،۷میلیارډه اوړي، خو ټرمپ دغه ۵۷ پنځوس ملکه نالیدلي نیسي او دغه ۱،۷ میلیارډه خلکو په کیسه کې هیڅ نه دی. ولې ټرمپ دغه کار د نورو هیوادو په وړاندې و نه کړ؟ د غرب او شرق مشرانو دغه کړنه و غندله خو د اسلامي نړۍ مشران او د اسلامي کنفرانس سازمانخو لا په ژمني خوب ویده دی. دلته څو ستر عامله دي چې د دې چُپتیا باعث شول:
نو دې همدغو پورته دلایلو له مخې وو چې دوی چُپ پاتې شول او ټرمپ هم په ډیره بې باکانه ډول دغه ګام اچت کړ. خو جالبه د اسلامي نړۍ د مشرانو چُپتیا او د دوی په ځای، د غربي نړۍ د مشرانو تُند غبرګون جرئت وو چې د ټرمپ دې اقدام په ضد یې وښود او هغه یې په سختو ټکو وغانده.