چاوديدونکي توکي ډېرګټورتماميدی شي

دسويس د ((ګوټهارډ)) Gotthardtunnel تونل د16 کيلومترو په اوږدوالي دايټاليا په لورغځېدلی . ديوداسې اوږده تونل جوړول او دغره سوري کول پرته له له چاوديدونکي توکو ناشوني ښکاري .
دروم پخواني پاچا کلاوديوس Claudius ،چې دوه زره کاله پخوا واکمن و ،د11 کلونوپه بهيرکې ، چې 30 زره کارګرپه چار لګيا وو ، په دې وتوانيدل چې يوازې ديوکيلومتر په اوږدوالي داوبولپاره يوتونل جوړ کړي . په هغه زمانه کې د څټک اوجبل نه دغره کيندلولپاره کاراخستل کېده . کارکوونکي په ټوله ورځ کې يوازې دڅوسانتي متروپه کيندلو به بريالي شول .
په ديارلسمه ميلادي پېړۍ کې باروت وپېژندل شول ، لېکن چا له هغې نه دپام وړګته اوچته نه کړه . يوازې په وسلوکې به د ډزو لپاره کاريدل . دا لړۍ 300 کاله نوره هم اوږده شوه ترڅو چې په 1621 ز کال کې دلومړي ځل لپاره دډبروماتولواولږوروسته ديوه غره د لويې ډبرې دبيلولولپاره په برياليتوب سره له باروتوکارواخستل شو . دکانونود را ايستلوپه چاروکې هم اسانتياوې رامنځته شوې .
په کال 1846 ز کې ايتالوي پروفيسورنيوتروګليسرين Nitroglyzerinکشف کړل ، چې وروسته دډيناميتوپه جوړيدوکې هم استعمال شول . دبارو توپه پرتله دا مواد ډېرځواکمن وو . دډيناميتوپه مرسته انسانان کولی شي دغره يوه برخه والوزوي او له دې توکونه ډېره ګټوره استفاده وکړي . لېکن له بده مرغه ، چې زموږ ګران هېواد افغانستان کې دبيا رغاونې پرځای د بياورانولوپه موخه زيات استعماليږي .