
یو تر بل له ستونزو ډک درې کلونه تېر شول خو د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات شعار بیا هم ۲۰۱۷ کال ته پاتې شو، اوس نو ۲۰۱۷ د برخلیک او ازمېیښت کال بلل کېږي.
کورنۍ ستونزې او بهرنۍ اړیکې به په دغه کال کې د حکومت د تمرکز دوه مهمې خبرې وي.
په افغانستان کې له ۲۰۰۵ زېږدیز کال څخه د ۲۰۱۴ تر نیمايي پورې نسبي سره ورته حالت د همدغه کال په نیمايي کې د طوفاني کېدو لوري ته ولاړل، امنیتي، سیاسي او اقتصادي واک افغانانو واخیست او بیا د ملي یووالي حکومت څپو اخیستې بېړۍ په ۲۰۱۶ کال کې د بروکسل تر ناستې وروسته یو څه د ثبات پر خوا ولاړه.
سوله، له فساد سره مبارزه، د قانون حاکمیت، د ښځو حقونو خوندیتوب او دې ورته د ملي یووالي حکومت کورني لومړیتوبونه په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې پوره نه شول او ډب یې ۲۰۱۷ کال ته راوتلی دی.
په ۲۰۱۷ کې ننګونې
امنیت: طالبانو نوي ملاتړي پیدا کړي؛ د ادعاوو تر بریده روسیې او ایران طالبانو ته پرمختللې وسلې هم ورکړې خو د فراه والي اصف ننګ ویلي، دوی اسناد لري چې ایران طالبانو ته د وسلو تر څنګ خوندي ځایونه هم ورکوي.
د روسیې له لوري هغوی ته د وسلو د ورکړې خبره هم شته چې په دې توګه به را روان پسرلی پر نوو وسلو جګړه دوام وکړي.
په افغانستان کې د عربي هېوادونو او ایران د زور ازمویلو خبره هم شته چې ښایي په ۲۰۱۷ کې لا توده شي.
د سیمو نيول تېر کال د طالبانو لومړیتوب و، خو لوړ پوړو امنیتي سرچینو ویلي، په ۲۰۱۷ کال کې به د طالبانو ټول تمرکز پر دې وي چې لږ تر لږه په شپږو یا اوو سیمو کې پر یو وخت جګړه پیل کړي او د حکومت جګړه ییز تمرکز به له منځه یوسي او په دې توګه به هر ځل یوه سیمه قبضه کړي.
دوی پر یو وخت په څو سیمو کې د جګړې تجربه په ۲۰۱۶ کال کې په کندوز، هلمند، فراه او اروزګان کې وکړه او بریالۍ تر نظره ورغلې ده؛ ځکه سیګار هم وویل چې حکومت تر ۲۰۱۷ کال پورې پر ۵۷ سلنه خاوره حاکمیت درلود چې دا کچه په ۲۰۱۵ کې ۶۴ سلنه وه.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې پاشل شوي طالبان بیا د ملا هبت الله لوري ته ورغلي، د ملا محمد رسول فعالیتونه کمرنګه او په پکتیکا، غزني او یو شمېر نورو سیمو کې هم د ملا اختر منصور له ډلې جلا شوي طالبان اوس بې فعالیته ښکاري چې په لوړ باور دوی د ملا هبت الله مشري منلې او په ۲۰۱۷ کال کې به یې د پاشل کېدو غږ ډېر نه وي.
کوکنار چې د طالبانو تر ټولو لویه مالي سرچینه ده، سږ کال د هلمند پر اتیا سلنه کرنیزه ځمکه کرل شوي دي.
داعش د یوه لوی سرخوږي په توګه په ننګرهار کې فعالیت محدود کړ خو کونړ او ځينو نورو سیمو ته یې رېښې وغځولې، د یوې معما په توګه د دې ډلې یو سر کله د زابل د والي بسم الله افغان مل په خبره په خاک افغان او کله هم د بغلان په بورکه کې وخېژي.
د اټکل له مخې به په ښارونو کې هم بریدونه د تېر په پرتله زیات شي؛ ځکه د رسنیز پوښښ او ځان پياوړي ښودلو لپاره دا د طالبانو لپاره یو مهم هدف دی.
سوله:
تېر کال څلور اړخیزې خبرې ناکامې وې او د پګواش هڅې بې پایلې وې او د ځينو کوچنیو خوځښتونو منډو هم له طالبانو سره د سولې کوم ښه خبر نه درلود؛ د همدې تجربې تکرار به په ۲۰۱۷ کال کې هم وشي؛ ځکه د فبروري په پنځلسمه د مسکو شپږ اړخیزه غونډه ډېره له هیلو ډکه نه وه او ترې ور ها خوا په مسکو کې د پاکستان، روسیې او چین لومړنۍ ناستې په اسلام اباد کې طالبانو ته د نوي دفتر د ورکړې نظریه هم ورکړې ده چې دغه کار به د قطر او اسلام اباد دفترونه هم دوه سرونه کړي.
د سولې هڅې لا هم واحدې نه دي، د امریکا استازي جلا، کابل کې د برېتانیا سفیر جلا، د روسیې استازی جلا او هر اړخ په خپلواکه توګه د سولې تګلارې وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د سولې پيغام هم هغه وخت عملي کېدای شي چې همدا قدرتونه په متحده توګه تر غږ وروسته عمل وکړي.
ټاکنې
د ډیموکراسۍ دغه اصل د ۲۰۱۷ یوه لویه مسئله ده، افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ترسره کولو ټټر ډبولی خو اسانتیاوې او امنیت یې لا هم محدود دي.
د ټاکنو د شاوخوا سل میليونه ډالرو بودیجې د تمویل غږ چا نه دی کړی، حوزوي انتخابات هم د نوي قانون لاینحله ستونزه ده.
دا چې ټاکنې په زړو کارتونو، نوو هغو او که په برېښنايي پېژندپاڼو وشي تر اوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې او د ولسي جرګې موده به بیا هم غځېږي؛ نو ځکه ټاکنې د ۲۰۱۷ کال ګرمه مسئله ده او د ۲۰۱۸ په سر کې باید د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره لومړنۍ تدابیر پيل شي.
ملکي مرګ ژوبله
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په ۲۰۱۷ کې د تېر کال د مرګ ژوبلې شمېره خپره کړه چې تر بل هر وخت زیاته او تر یوولس زره زیاتو ملکي افغانانو ته په ۲۰۱۶ کال کې مرګ ژوبله اوښتې وه؛ خو دا شمېرې لا ټولو خلکو ته نه وې رسېدلې چې د هلمند په سنګین کې بهرنیانو او لښکرګاه کې طالبانو په دوو ورځو کې نږدې پنځوس ملکیان ووژل.
په جنورۍ کې د کابل دارالمان سړک چاودنې، ورپسې په لغمان، فاریاب، غور او ننګرهار کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه او بیا په فبرورۍ کې په کابل کې د سترې محکمې مخې ته برید په ۲۰۱۷ کال کې د ملکي مرګ ژوبلې د لا لوړېدو وېره پيدا کوي.
له فساد سره مبارزه
د روڼتیا څار په نوم بنسټ وايي، افغانانو په ۲۰۱۶ کال کې درې ميلیارده ډالر بډې ورکړې؛ او له فساد سره د عدلي او قضايي مرکز له جوړېدو پرته چې کار ته دوام ورکوي، په ۲۰۱۷ کال لپاره هېڅ ګام داسې ګام نه دی اخیستل شوی چې له فساد سره د مبارزې هیله ترې واخیستل شي.
ارګ کې د تدارکاتو ملي کمېسیون د فعالیت په اړه هم د انحصار او پر وخت د پروژو د نه پاس کولو په څېر نظرونه مطرح کیږي.
د بروکسل کنفرانس مرستې هم له فساد سره په مبارزه پورې مشروطې دي او که د فساد ځينې لویې قضیو ته رسیدګي ونه شي، روان کال به افغان حکومت له یو شمېر نړیوالو فشارونو سره مخ شي.
وزګارتیا او فقر
یوه بله ستره ننګونه ده چې پر امنیت هم مخامخ اغېز لري، په ۲۰۱۷ کال کې به هم پر ځای وي؛ ځکه په دغه کال کې د کوم لوی ملي پروګرام څرک نشته.
له امریکا سره اړیکې
له امریکا، سیمه ییزو هېوادونو او نورې نړۍ سره د اړیکو ساتل او پراخول هم د حکومت لپاره د کار وړ مسئله ښکاري؛ ځکه د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته د افغانستان په ګډون د ډېرو هېوادونو اندېښنه دا ده چې له امریکا سره په اړیکو کې یې ستونزه جوړه نه شي.
که څه هم ډونالډ ټرمپ له ولسمشر غني سره دوه ځله ټلفوني خبرې کړې؛ خو دا چې ټرمپ د لګښتونو سړی نه دی او افغانستان لګښت ته اړتیا لري ښايي د اړیکو د کمزورۍ لامل شي.
په ۲۰۱۷ کې هیلې
د امریکا او روسیې جوړښت: که روسیه او امریکا سږ کال د افغانستان په اړه هوکړې ته رسېږي په ډېرې اسانۍ به د سولې ناڅاپي دروازې پرانیستل شي او هغه وېره چې افغانستان به د زبر ځواکونو د سیالۍ ډګر شي، له منځه ولاړه او تېرې ټولې فورمولې به غلطې ثابتې شي.
پراختیايي پروژې: په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان په پراختیايي بودیجه کې په کلني ډول هغه کچه زېربنايي پروژې نه وې شاملې، لکه په ۲۰۱۷ کال کې چې بودجه ورته منظوره شوې ده.
په دې برخه کې د اوبو بندونه جوړول تر ټولو مهم بحث دی، چې د سږني مالي کال په بودیجه کې ورته ډيرې پيسې ځانګړې شوې دي.
ټرانزیټ: په اقتصادي او ترانزیټي برخه کې به د چابهار په څېر د نوو بدیلونو لټه بیا هم روانه وه او د لاجوردو لارې فعالیت ته نږدې کېدل هم هیله بښونکی ګام دی.
د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې له پاکستان سره د افغانستان سوداګرۍ په ۲۰۱۶ نیمايي ته را ښکته شوې وه او ښايي په ۲۰۱۷ نوره هم را کمه او بدیل هېوادونه زیات شي.
د ځوانانو تېښته: په ۲۰۱۷ کال کې به له افغانستانه د وتونکو ځوانانو شمېر کم وي؛ ځکه نور نو د افغانستان حالات د هر چا لپاره عادي شوي دي.
خپل منځي اختلافات: د حکومت خپل منځي اختلافات چې تېر کلونه زیات وو، په ۲۰۱۷ کال کې به لږ وي؛ ځکه اوس د هر چا ونډه معلومه شوې ده.