
ولسمشر مو په هره غونډه کې څو شمېرلې خبرې لري، مشهوره یې داده چې زما حکومت به هلته درته معلوم شي چې کله واک بل چاته سپارم، دا هم ډیره تکراریږي، چې ما افغانستان پر دوه برخو له ویشل کېدو څخه وژغوره.
د سولې ژمنې، پرمختللی اقتصاد، د خلکو په دسترخوان کې تغیر او هیڅ افغان له بل افغان نه کم نه دي او هیڅ افغان له بل افغان نه زیات نه دی شعارونه خو لا هماغسې شعارونه پاتې دي.
د ولسمشر په څرګندونو کې تر ننه واضح نه شوه، چې افغانستان چا، څنګه او کله تجزیه کاوه او نه هم دا روښانه شوه، چې حکومت کوم لوی ګام اخیستی چې د تاریخ په توګه به راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.
که ولسمشري یوازې ددې لپاره وي، چې په تاریخ کې د ولیکل شی، چې له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ کال پوري محمد اشرف غني د افغانستان واکمن وو؛ خو دا به هم ورسره لیکل کیږي، چې پر همدې حال واحد حکومت څو ټوټې شو، یو لک ځوانانو د اروپا په نیت افغانستان پریښود، د کندوز په څير یوه ولایت او لسګونه ولسوالیو سقوط وکړ، فقر اوج ته ورسید، د داعش په څير ډلې افغانستان ته راغلې، قانوني پارلمان نه وو، وزیران او والیان په کلونو سرپرست وو او دې ورته ګڼې نورې بېلګې د یادونې دي.
هر هدف ته رسیدل لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله لارې لري؛ خو زموږ باچا سلامت د ټولو لپاره اوږد مهاله لاره او پلان غوره کړي دي.
افغان ولس چې هره ورځ په بېلا بېلو نومونو وژل کیږي، ددې لپاره ولسمشر ارګ ته نه دی لیږلی، چې د دوه کلونو تر تېریدو ورسته د هم د ټاکنیزو سیالو په څير ژمنې وکړي او د تیاره راتلونکي څېره خلکو ته روښانه معرفي کړي، ولس هر څه په بیړه غواړي، ځکه تر بل هر وخت په ترینګلي حالت کې دی.
بیړه د بل څه لپاره نه ده یوازې ددې لپاره چې نور زموږ وینه ودریږي او په یو او بل نوم ونه وژل شو.
هو دا سمه ده، چې ولسمشر مو د نړۍ دویم متفکر دی، هغه پوه او عالم انسان دی، هغه ښه مدیر او اقتصاد پوه دی؛ خو دا ځانګړنې په دې مانا نه دي، چې د ولسمشر ټول اعمال د توجیه کړي.
که موږ د سولې د راوستلو لپاره له پاکستان سره زور نه شو وهلی لږ تر لږه خو دومره کولی شو، چې ووایو پاکستان په سوله کې کوم کوم مضریتونه کوي.
آیا موږ دومره کمزوري یو چې حتی په نړیواله کچه د پاکستان پر وړاندې اسناد نه شو وړاندې کولی او که موږ په څلوارلسو کلونو کې کوم اسناد هم نه دي موندلي.
د سولې لپاره باید تر هر څه وړاندې د اوربند په اړه فکر وشي؛ خو دا کلمه تر اوسه په افغانستان کې له هیچا نه ده اوریدل شوې.
پګواش د سولې ناسته برابره کړه؛ خو حکومت پرې یو سوړ غبرګون هم ونه ښود او د څلور اړخیزونو ناستو پر پایلو هم لا ولس نه دی خبر شوی.
خو په بدل کې هره ورځ زموږ امنیتي سرتیري قرباني کیږي، هره ورځ مو عام ولس د مرمیو ښکار کیږي او د باچا خیال بیا هم دادی چې زما حکومت به تر ما ورسته در معلوم شي.
په افغانستان کې اوس هر سړی د خپل وس په اندازه د راتلونکي اټکل کولی شي؛ خو اوسني حالت ته په کتو داسې ښکاري، چې پر موږ یوه بله څپه هم راتلونکې ده، چې امریکايي مدیرانو یې لا له وړاندې خبردارۍ ورکړی.
ولسمشره! دا هر څه په خیال او فکر نه کیږي، په ارګ کې له ځانه را ټول ډیر ماشومان د لا هم دې ته اړتیا لري، چې له خپلو کورنیو سره یو څه ناسته پاسته زده کړي او بیا بهر را ووزي.
د ارګ کېسه اوږده ده؛ خو کله چې د وردګو د بې ګناه ماشومانو د وژنې په ویر درغلي وو، ستا د ارګ هوا مې هلته ښه تنفس کړه، چې له هر لوري یې د ماشومانه حرکاتو او قومي سوداګرو بوی راتلو.