سپېره   

سپېره  چې کله پیدا شو نو په هغه ورځ یې مور مړه شوه ، کومې نرسې چې هغه په لومړي ځل په غېږ کې نیولی وو د هغې په سبا بریت وشول، او  د کورمالک پرې کرایه زیاته کړه........ د دغه سپېره پاللو لپاره څوک نه تیاریدل او پلار یې خوار خوار په دویم واده پسې ګرځیدو. کله چې د ۶ کلونو شو نو پلار یې پوه شو چې دویم واده ولې نه ورته پیدا کیږی نو ځکه یې سپېره  په یوه مدرسه کې داخل کړ. د هغه د تلو برکت وو چې پلار یې یوه کونډه راپیدا کړه او په مفتو کې د سپېره  سره د دوو نورو بچو پلار هم شو. د سپېره  چې کله په مدرسه کې وړومبۍ ورځ وه نو د مولوی صیب په مرۍ کې د چرګ هډوکۍ ونښتو او په حق ورسید. د مدرسې هلکان یې په سپېره  توب پوه شول او په لومړی ځل یې په رسمی توګه د "سپېره " خطاب ورکړ. سپېره  به چې کومه جمعه په رخصتی کور ته راغلو نو د پلار به یې د ښځې سره جنګ شولو او سپېره  به غلي غلي یو بل ته کتل، آخر به یې میرنۍ مور وویل چې دا ټول د دغه سپېره  د لاسه، چې هر کله راشی نو په جنګ مو واړوي. همدغه وو چې په کور کې ماشومانو هم ورته سپېره  ویل شروع کړل.  
سپېره له خپل سپېره توب سره سره ډېر خواری کښ وو او پوره توجه یې خپلو درسونو ته کوله. د دینی زده کړو سره سره یې دنیاوی زده کړې هم تر سره کولې او د کباړی له دوکان څخه به یې د "شو بز" مجله د شپې په پټه پټه کتله او تر ټولو خوښ کتاب "جواني او مشت زني" خو به یې په بډه ګرځولو. همدغه وجه  وه چې له وخته مخکې یې بریت راووتل او په لس کلنۍ کې ترېنه د کوڅې ښځو ستر شروع کړ. په دغه موده کې سپېره  ته خدای یوه بله خور او ورور ورکړل او له ده سره یې شمیر ۵ ته ورسید. 
سپېره  چې کله اتلسو کلونو ته ورسیدو او د مدرسې درسونه یې خم خلاص کړل نو له پلار څخه یې د واده غوښتنه وکړه، چونکي وخت ډیر وتلی وو او د سپېره  توب کومه نوې واقعه نه وه ترسره شوې نو پلار یې په کلي کې یوه نجلۍ ور په نامه کړه. د واده ورځ څه ګوری چې په پالنګ کې ورته د نجلۍ به ځای غټ پټ شیخ ناست وو او د سپېره  د ناوې نه سړی جوړ شوی وو. سپېره  پلار ته ورمنډه کړه چې د واقعې نه یې خبر کړی مګر پلار یې چونکې په واده ډیر مصرف کړی وو او قرض داره شوی وو نو دغه غم یې ونشو زغملی او هملته مړ شو. د سپېره  په دې نایابه کیسه ټول کلی خبر شو، نو اړ شو چې کور پریږدي.  
سپېره  کلی وطن پریښود او ښار ته یې مخه کړه. د سپېره ، سپېره  توب هم د ښار په رنګینیو کې ورک شو. په یوه دکان کې یې د منشي په توګه کار پیل کړ. د منشي زوی د طب محصل وو نو اکثره به یې کتابونه په دوکان کې وو او سپېره به اړول را اړول. بیا پکې یوه ورځ سپېره داسې شیان پیدا کړل چې په کتلو به یې غوږونه سره او سترګې بقې راووتې او همدغه وجه وه چې سپېره تعهد وکړ چې خامخا به ډاکټر کیږي. چې د مالک یو څه باور یې تر لاسه کړ نو په ښوونځي کې یې د داخلیدو اجازه ترینه  وغوښته. چونکې تکړه وو او زده کړې یې په مدرسه کې هم کړې وې نو په دوو کلونو کې یې لېسه بشپړه کړه او د کانکور امتحان ته کیناستو. سپېره  پکې دومره نومرې یوړلې چې د طب په پوهنځي کې داخل شو. 
سپېره په صنف کې یې د یوه تجار د لور سره لاین جوړ کړ او واده یې وکړ.سپېره نه یواځې د طبابت سند پرته له کومې سپېرې پیښې تر لاسه کړ بلکې له واده وروسته د سپېره قسمت نور هم بدل شو او په یوه ډیر ښه ځای کې ورته د ښه معاش سره کار پیدا شو. 
 سپېره  اوس لږ لږ احساس کولو چې سپېره  توب ترینه وتلی دی. ښایسته پیسه داره ښځه، کور او ښه دنده....! خو کله کله به یې خپل ماضی ته ور پام شو نو لړزې به واخیستو چې چیرې هغه سپېره  توب پرې بیا رانشی. سپېره  ته خدای څه موده وروسته زوی ورکړ نو سپېره  په جامو کې نه ځایده. د دفتر ملګرو ترینه د میلمستیا غوښتنه کوله مګر پر سپېره  اوس بل رنګ سپيره توب راغلی وو، او سپېره  توب یې بله بڼه غوره کړې وه.د مال او دولت نه ښه برابر وو مګر بیا هم په پتلون پسې به یې د لیلامي فروشیو دوکانونه چاڼول. د رحمتونو پرې بارانونه وریدل مګر میلمستیا او خرچه به ورته ګناه کبیره ښکاریدله.د شرټ لاندې به یې بنیان سوری سوری شوی وو مګر د خپل فنی مهارت له کبله به یې داسې ګنډلۍ وو چې بیخی پته به یې نه لګیده. سپېره  به دفتر ته دومره سپېره  راتلو چې آخر یې خوا کې ناست ملګری د سپرې تحفه ورکړه، مګر د بوټانو بوی یې بیا علاج نه درلودو او د سړی په سترګو به یې تیاره راوسته.د سپېره  زوړ سپېره  توب په نوی سپېره  توب بدل شو. اوس نو سپېره  نه غواړی چې خپل ماضی ته ور وګوری، مګر کله نا کله یې خوبونه نه پریږدی. یوه ورځ یې په خوب کې چیغې وهلې "زه سپېره  نه یم، زه سپېره  نه یم......" او ښځه یې پرې را ویښه شوه. 
سپېره یې وښوروه چې دا څه چیغې د جوړې کړې چې "زه سپېره نه یم....."  
سپېره ځان غلی کړ، اعوذ بالله یې وویله، ښځې ته یې شا کړه او بېرته ویده شو.