سرتیری

زرلښتې په انګړه کې په زوره زوره چیغې کړې، هیلۍ وه هیلۍ ژر راشه، هیلۍ له کوټې په راوتو وه، په دهلیز کې په زرلښتې سترګې ولږیدې، هیلۍ مسکه شوه، راځه کنه څنګه په انګړه کې کوکې وهې، زرلښتې وویل نه، زر راځه چې هغه سوداګر راغلی چې تا رخت تر راغوښتی وه، د هیلۍ له خوشحالۍ نورې هم شونډې سره لاړې، په منډه د صندوق په لور لاړه، غټې او میده پیسې په پیڅه کې واچولې، انکړه ته په رسیدو یی غږ کړ، ادې زه له زرلښتې سره لاړم، مور یی له کړکۍ سر ورپسې راوباسه وجلکۍ بیرته زر راشه چې ټک ( اوبدل) دې پاتې دي.
د لارې په اوږدو کې زرلښتې وریاده کړه، ګوره هیلۍ خورې زه او ته لکه د خویندو په څیر یو، تر اوسه مې هیڅ هم نه دی درنه غوښتی، خو یوه میاست وروسته دې واده ده، او ما لا تر اوسه ستا واده ته کالي نه دي کړي، له ادې سره مې هم پیسې نشته، که ته څو روپۍ راکړې چې لالا مې له سعودي راته راولیږي په هغه ورځ یې واخله، هیلۍ پیڅه خلاصه کړه، وویل زرلښتې له تا مې هیڅ هم نه دي پټ، ته دا وګوره دا دوه زرګونان مې لیوره او دا پنځه سوی مې یور راکړی، دا پاتې مې هغه توره چرګه خرڅه کړې وه، که زما له کمیسه زیاتې شوی په تکو تورو سترګو، په همدې خبرو خبرو تر سوداګره ورسیدې، لومړی هیلۍ وریاده کړه، سوداګر ماما زما بیرغي رخت دې راوړی؟ سوداګر نصوار تف کړه، په خوله یی لاس راکش کړ، وویل چې چای رانه وړی رخت نشته، زرلښتې وویل وه سوداګر ماما ته کله بې چای او ماړۍ تللی یې، چې داسې خبرې کوې، سوداګر وخندل هیلۍ ته وکتل، هو لورې د تاسو د رخت لپاره غوریزې کلی ته هم نه لاړم، دوه رقمه رخت مې راوړی چې هر یو ستا خوښ وي، دواړه یې په کتلو لګیا وې، یو یې تر خوښ کړ، له سوداګر سره له نرخ جوړیدو وروسته یې نهه سوه کلدارې وروشمیرلې.
زرلښتې بیا پیڅې ته وکتل، وویل هیلې خورې لکه چې زما د کمیسه روپۍ پاتې شوې، هیلۍ وخندل ورو یې غوږ ته خوله ورنږدې کړه، اوس زما په واده کې په ما کمیس اخلې، زرلښتې وخندل خو ملګرتیا ده کنه، تر نیم ساعته د بل رخت په لټه کې شوې، تر څو یی یو تر خوښ شو، کورته په ننوتو یې ورور ته غږ کړ، ولومیشنه هغه سوداګر ته چای وروباسه ګناه لری، د لمر وړانګو له ماسپښین سره مخه ښه کوله، هیلۍ د تناره په چوتره کیناسته، زرلښتې چای، مرۍ او رادیو له ځان سره راوړه، لومړی یې د چای پیالې ډکې کړې، په ستن کې د تار په اچولو بوخته وه، وویل هیلۍ خورې ته خو به واده شې له مریو به خلاصه شې، ما لکه چې مرۍ زړه کړي، هیلۍ ښه په قهقه وخندل وویل لکه چې میړه غواړې، زرلښتې په ستن چوخ کړه وویل هیلۍ نیغه ولویده، زرلښتې وویل: هیلۍ بیا داسې خبرې ونه کړې، ورپسې یې زرلښتې بیرغي رنګ رخت د هیلۍ په ځان پسې ونیو وویل ښه درسره ښکاري خو ګمان نه کوم چې زوړ یې کړې، په کلي کې د ځوانان ملي بیرغ په پکول نشي ګرځولی، ته له ملی بیرغ کالی او ټیکری ګنډې، هسې خو چې ستا دا دنګه ځواني او دغه ښایست له کلي وزي د د زلمکیو شونډو سر له اوسه پتری نیولي، ته به له کاریز اوبه راوړې او دا کمیس به دې په غاړه، اول خو دې هغه سپږن چې ځانته طالب وایی هغه دې نه پریږدی ولا په دغه بهانه دې هم ښکلا در خاورې کړي. د هیلۍ رنګ سور واوښت، ښکلا یې څو چنده شوه وویل: زرلښتې یو خو هغه سپږن مه رایادوه، خپله مور ساتی نشي، ځانته طالب وایی، مور یی په کلي سوال غواړي ده څڼې پرایښې، تمامه ورځ په کلي کې پنجابیان ګرځوی، هلک نه یم چې یا مې ځان په مړ کړی وای یا مې دده له څڼو سپږې راباسلې وای، هیلۍ له خندا شنه شوه، وویل خو مور به یی هره ورځ ستاسو په کور کې ناسته وه، که ورکړی وی اوس به د دغه سپږن ته ناسته وې، هیلې نوره هم په غوسه شوه، دغه سپږن خو مې خپله واژه.
زرلښتې وویل بس ده خورې ځوروم دې ته هغه رادیو راکړه، چې د ټپو او مازدیګر خپرونه شروع شوه، رادیو یې روښانه کړه، لا به شل دقیقې نه وې تیرې یو زلمی له رادیو سره اړیکه ونیوله، ویاند وویل د پکتیا غږ رادیو ټپو او ګودر خپرونې ته ښه راغلاست څوک له کوم ځایه او څه مصروفیت لرې؟ هلک وویل اتل یم له سیدکرم ولسوالۍ څخه او د ملي اردو افسر یم، اوس په رخصتی راغلی یم، هیلې رادیو ته لاس ورواچاوه، غوښتل یې رادیو بنده کړی خو زرلښتې پرینښوده، زرلښتې ښه وخندل اوس خو د حتمی ودوی زوم هم راغلی واده هم تیار ده، هههههه هیلۍ به د اتل په شالو پټه شي، زرلښتې د رادیو اواز لوړ کړ هیلۍ ته یی وویل ته غلې چې زوم څنګه ټپې وایي
اتل وویل زه به یوه ښه نظامي ټپه ووایم. ویاند وویل مهربانی
ځوان وویل
یا به مې سپین کفن کې در وړي
یا به مې شنه خولۍ په سر وي دربه شمه
هیلۍ زرلښتې ته مخ کړ اواز یې نری کړ وویل
د زمري څرمن په غاړه
سربازه یاره زه په تا حساب کوومه
زرلښتې وویل هله هیلۍ ته خو شاعره هم شوې، هیلې په مسکه شوه د اتل مینې او زړورتیا شاعره کړم