ولې سره زر سیند ته غورځوو؟

وخت سره زر دی، دا جمله نیږدې د هر افغان تر غوږو په بار بار رسیدلې، خو لکه یا چې یې په مانا نه پوهیږي او یا یې هم بخت کوټه شوی وي او په لوی لاس غواړي چې په لاس ورغلې سره زر سیند ته وغورځوي.
که وایي، چې وس به یې لري او اړتیا به نه لري، چې پر لاس ورغلو سرو زرو ځان دروند کړي، کاش داسي وی، چې اړتیا یې ورته نه درلودی، دوی خو تر هر چا ډېره اړتیا سرو زرو ته لري.
افغانانو ته له کالونو تر ننه د ژوند کولو لومړني سهولتونه برابر نه دي، په خیټه ماړه نه دي، تر پنځلس سلنه زیات یې وږي ویده کیږي. ماشومان یې ښوونځي نه لري، که په نامې ښوونځی وي، د ښوونځي لپاره ودانۍ نه لري، که ودانۍ ولري، کتابونه نه لري او که کتابونه ولري، مسلکي ښوونکي نه لري.
همداسي یې د ژوند په هره برخه کې ستونزې او نیمګړتیاوې در اخله.
فیسبوک کې مې د ایمل پسرلي پر وال ولوستل، چې په شنه سهار بس ډبه کې یوولس کسه سپاره یو، پنځه یې کتابونه لولي، دوه یې ورځپاڼې لولي او څلور یې موبایل کې اخته دي.....
پسرلی لندن کې اوسي او لندن جوړ وطن دی، خلک یې هم زموږ په نسبت اسوده او د ښه ژوند لپاره ورته سهولتونه برابر دي، خو بیا یې هم خلک زیار باسي او د ژوند د لا ښه تېریدا لپاره هڅې کوي او وخت بې ځایه نه مصرفوي.
زموږ والو خو دې خدای مل شي، اول خو په اسانۍ هغه موټرو کې سفر نه کوي، چې ټیپ ریکاډ یې جوړ نه وي او که پرې ور برابر شي، بیا مذهبي یا سیاسي بحثونه تر هغې نه بس کوي، تر څو چې یې د یو بل پوزې او خولې سرې کړي نه وي.
د ښوونځي زده کوونکي مو اول د حورو په لالچ کې جهاد مبارک کوي، که د هغو را وزګار شي، بیا یې چکې او یا هم د موبایل ګیمونو نه زړه ایستلی وي.
زه داسي ډېر زده کوونکي او محصلان پیژنم چې هغوی له جهاده را بچ دي، خو د موبایل پر ګیمونو او چکو ور هی شوي، و به یې نه ګوري چې چېرې یې کتاب لاس کې وي او یا د ځان جوړونې په اړه فکر کوي.
دا ډېر وخت پکتیا کې وم، و مې لیدل چې ګڼ شمېر محصلانو او د پوهنتون استادانو مستعار فیسبوک اکاونټونه چلوي، تمامه ورځ د یو بل توهین کوي، یو بل ښکنځي او په یو بل پسې سپکې سپورې وایي.
که وایي چې ښه دی په دې کار سره به لیکوالان شي، کوران یې کې، ټول یې د یو بل خبرې را اخلي، کاپي پیسټ یا په لږ تغیر هماغه پوسټونه ښکته پورته کوي.
دوی کې یې اکثریت هغه خلک دي، چې د وخت پر بې ځایه مصرفونې څو لیکچر برابرولی او نورو ته بیانولی شي، خو خپله یې قسم اخیستی وي، چې نه کتاب ولولي او نه د ښه ژوند په اړه فکر وکړي.
حتی ځینې خو یې په مجازې نړۍ کې دومره ډوب تللي چې مخې ته ایښي ډوډۍ ترې یخه شي، خو ور وزګار نه شي.
وخت سره زر دی او موږ تر هر بل چا ډېره اړتیا لرو چې له دغه سرو زرو په ښه ډول استفاده وکړو.
په دې خبره سر خلاصول او ځان پوهول په کار دي، دا یا نورې ډېرې ښې خبرې د ډېرو زده دي، اړتیا ده چې ګټه ترې واخلو او په خپل ژوند کې یې عملي کړو.
که غواړو چې ښه ژوند ولرو، ښه راتلونکی مو په برخه شي، په خیټه ماړه و، ...... وخت ته په درنه سترګه لیدل په کار دي، کنه لکه د څنګه چې یو همداسې به په ګیلو مانو به د زړه بوج سپکوو.