د ښه سړیتوب معیار

د ښه سړیتوب معیار دا نه شي کېدلی چې په خپلو لورګانو تعلیم وکړو، فیسبوک ته یې عکسونه پورته کړو او یا یې په هره غونډه کې یادونه کوو، چې په لور مې پوهنتون ولوستو او دا دې په خوښه مې یې کوژدنه وکړه.
که څه هم دا د هر پلار او هرې مور مسولیت دی، چې په خپلو اولادونو ښه او مانا لرونکي نومونه کېږدي،  زده کړې پرې وکړي او د دوی پر خوښه یې وادونه وکړي.
بدبختانه زموږ ټولنه چې غوڅ اکثریت یې بې سواده ده، ځکه خو مو د ډېرو نومونه ټاس او مټاس دي، د ماشومانو زده کړې ته پام نه کوي، که کوم متوجه دي، هغوی بیا دا اجازه نه ورکوي، چې په خپله خوښه مسلک انتخاب کړي، هر پلار که ډاکټر لیدلی وي، چې ډېرې پیسې اخلي، غواړي زوی یې ډاکټر جوړ شي او که کوم انجینر پیژني چې ډالریز معاش اخلي په زوی انجینري وایي. ډېر کم مور او پلار پیدا کیږي، چې هغوی خپل اولاد خپلې خوښي ته پریږدي، ګوري چې د اولاد شوق او مینه یې څه ده او په کومه برخه کې ځان رسولی شي. د کوژدې او وادونو په اړه خو خبره کېدلی نه شي، زوی یا لور یې خبر نه وي، کاناډا یا بیلجیم کې واده شوي وي، د پیسو زور او بولۍ روانې دي، چا د ښه انسانیت پوښتنه و نه کړه؛ ځکه خو وروسته کورنۍ اړیکې هم جګرخونې وي.
د مور او پلار همدغه تېروتنې چې د دوی په نزد ډېرې بابیزه او کوچنۍ خبرې وي  وروسته یې د اولاد د ژوند د تباهۍ سبب ګرځي.
دا دې هر څه باوجود چې زموږ ټولنه کې شته، یوه ډله داسي خلک هم شته چې د ښه انسان او روڼ اندۍ دعوه ګیر هم دي، په خپلو اولادونو تعلیم وکړي، ښه نومونه یې پرې ایښودلي او اولادونو ته یې اجازه ور کړي وي، چې په خپله خوښه وادونه وکړي.
د همدغې ډلې ډېر کسان مې یې ولیدل، چې په غونډو کې په بار بار یادونه کوي او پر فیسبوکونو یا نورو ټولنیزو رسنیو نشرات پرې کوي، چې لور باندې مې زده کړې وکړي، دا دې په خوښه مې کوژده وکړه.......زه نه وایم چې دوی دې دا کار نه کوي او نه مې هدف دا دی چې دا بد کار دی. 
دا کار شاید ټولنه کې د نورو د تشویق سبب هم وګرځي او نور دې ته وهڅوي، چې د خپل اولاد روزنې ته پام د هر مور او پلار مسولیت دی. 
هدف مې دا دی چې لومړی خو دا کار د دوی مسولیت جوړیږي، باید چې همداسي وکړي، په دې کار دې د کریډیټ غوښتو تمه نه کوي او دویم دا چې که چېرته دې اولاد په هغه ډول وروزلو کوم چې ستا مسولیت او د اولاد دې یې حق دی، خو تر څنګ دې یې له ځان وږی لیوه جوړ وي، په سل مترۍ کې نجونې په سترګو خوري، نجونې له دې ویرې چې ته یې په سترګو و نه خوري، تا ته مخامخ کېنستی نه شي، یا بچه باز یې، بچه بازي کوي، د ښایسته او کم عمره هلکانو د ساده توب نه په ګټه اخیستنې هغوی بې لارې کوي، مذهبي افراط ګر وي، د نورو په عقیدو کې ځان ور غورځوي، د چا وژل روا بولي، څوک کافر ګڼي، د چا ایمانونه تلي، د هیوادوالو له ژوند سره لوبې کوي، خاین وي، هیواد او قانون ته ژمن نه وي، نور دې له شره په امان نه وي، چې خیر دې نه رسیږي، نور په کاڼو ولي.......... ته ښه پلار شوي، د یو ښه پلار کیدلو مسولیت دې اداء کړو، خو ښه انسان هیڅ کله نه شوي. په دې کار د دې دعوه ګیر هیڅکله جوړیدلی نه شي چې ته ښه انسان هم یې.
د ښه سړیتوب معیارونه بیل او د ښه پلار کيدو مسولیتونه بیل دي. 
ډېر به وي، چې یو ښه خاوند وي، خو ښه انسان نه وي او همداسي به ښه ورور، زوی، میرمن وي، خو نور خویونه به یې د سړي نه وي.
ښه خلک هغه دي، څه چې ځان ته خوښوي، نورو ته یې خوښ کړي او څه چې د ځان لپاره نه خوښوي د بل لپاره یې خوښ نه کړي.