مه ژاړه!

هره ورځ مې له کور څخه هغه کټ چې نیم شلېدلی او نیم کوږ ؤ راویسته او د سرک اخوا غاړې د یو توت ونې لاندې مې اچوه او زه پرې کیناستم.
خپل د مکتب کتابونه به مې لوستل ، او دلته د کوڅې د خلکو پر وړاندې ډېر محترم او خواریکښ ځوان معرفي شوی وم.
له ورځو نه یو ورځ زموږ د کور تر څنګ د یو کور دروازه خلاصه شوه ، ما هم د دروازې درزهار په اورېدلو سره خپل سر پورته کړ، چې ګورم یوې ډېرې ښکلې جلۍ ترې سر راښکاره کړی، د ځان سره مې وویل بده ده بیرته مې سر ښکته په خپل کتاب مشغول کړ ، خو د یو څو دقیقو وروسته جلۍ بیا د پخوا په شان پیشو تا وکړه ، مګر ما پرې ځان بې خبره کړ، په درېیم ځل جلۍ بیا د پخوا پشان مګر دا ځل یواځې پیشو تا نه وه بلکې د یو خندا او بنګړو شرنګهار سره یې سر راښکاره کړ او زما پر لور یې کتل راکتل ،مګر دا ځل له ځان سره قصد کووم او وایم چې څه کوي هغه دې کوي.
نو څه به یې اوږدوم چې د یو څو دقیقو وروسته جلۍ د یوې وړې تیګې په ګذار کولو زما پام خپل ځان ته را اړوي او سم د ګذار سره داسې غږ کوي:
ای !
سر مې پورته کړ جلۍ له خندا شنه شوه دروازه یې له ډېرې مستۍ په درز سره پورې کړه او لاړه ، سره غرمه شوه وخت ، ناوخته شوی ؤ.
وړوکی ورور مې له کوره راووت او کټ مټ د مور د خولې خبره یې داسې راته واوروله(لالا مور وایي راشه ! موږ خو درنه وخته ډوډۍ خوړلې ، او ته د ډوډۍ وخت نه پېژنې ؟) او نور لاړ ما هم د سر په خوځېدا هو وویل او کټ مې هم راپورته کړ کورته ننوتم.
شپه تېره شوه سبا شو بیا مې کټ تر اړه کړ بیا د توت سیوري ته ووتم دا ځل د جلۍ مینه دومره زیاته شوې وه ،چې هیڅ له دروازې نه تلله او همدا غږونه او اشارې یې کولې ، زه هم ځوان وم او شیطان د هر چا سره مل دی ما هم لږه د اشارتونو شوخي پیل کړه او یو بل ته په اشارو کې داسې ګرم او سره راغلي و، چې بل هیڅوګ راته نه ښکارېدل.
شاید په دغه وخت کې چا لیدلي هم اوسو، خو بلاخره سخت سره خواږه شو ، کتاب متاب پاتې شو او د مینې راز او نیاز پیل شو.
نن ورځ مې له جلۍ وپوښتل ستا نوم څه ؟
جلۍ په خندا شوه ویل یې څه فکر کوې چې څه به وي ؟
ما شونډې بړوسې کړې او د لاس پنجه مې تاوه کړه ،ویل مې نه پوهېږم زه څه خبر یم ، څه جادوګر خو
...
جلۍ زما خبره په خوله راوچه کړه او راغبرګه یې کړه ستا نوم ریحان دی ، وګوره زه څنګه پوهه شوم او ته لا نه پوهېږې !
موسکی شوم ما ویل زه به له چا خبر شم ؟
خیر سبا به دې له پلار وپوښتم ! جلۍ یو دم رنګ بدل کړه ژر ژر یې وویل نا دا څه کوې ؟!
ما ویل نه لېونۍ هسې ټوګې مې وکړې ، ښه ځه اوس خو دې راته نوم ووایه ! ویل يې غوټ ،،، غوټۍ مې نوم دی له ځان سره مې همممم کړه ویل یې کوم سوچ کې لاړې ؟
ویل مې نه ،،، نه هیڅ سوچ کې نه یم تللی هسې ښه ،، ښه نوم دې ډېر ښ.
جلۍ ویل پلار مې نارې وهي منډه یې کړه او لاړه.
هره ورځ مو سره لیده کاته او خبرې مو کولې ان تر دې چې جلۍ زما د خوښې خواړو باندې هم پوه شوې وه ،خو زه نه پوهېدم چې زما په اړه له کومه خبریږي ، کله به یې چې زما د خوښې خواړه پاخه کړل نو زموږ کور ته به یې رالېږل او بیا په سبا ورځ یې د هغه خوړو پوښتنې زما څخه کولې ، چې ایا خواړه خه ؤ او که نه ؟ ایا تا وخوړل او که نه ؟ مالګه خو به یې سمه کنه ؟ او دېته ورته نورې پوښتنې به یې زما څخه کولې.
اخر دا چې د ورځې په خبرو زموږ کار نه کېده، د شپې له خوا مو د یول بل سره لیده کاته ،خو خبره دومره حد ته ورسېده چې غوټۍ به هره ورځ ماته د واده وړاندیز کاوه او ویل به یې چې مور دې په مرکه راولېږه ،چې ما تاته درکړي ، زه هم په هغه مین شوی وم غوښتل مې چې غوټۍ دې یواځې زما وي.
نو له هغه سره مې ژمنه وکړه چې مور مې په مرکه درلېږم چې په هر ډول وي . ماښام ټول ډوډۍ ته ناست و ما هم ځان خبرې ته راجوړ کړ او سینه مې هم پاکه کړه او په غلي انداز سره مې وویل پلار جانه او مور جانې ! یوه خبره کووم اګر که په خوله مې هم نه راځي خو وایم یې په یو شرط چې تاسو به یې راسره منئ!
هغوي هک حیران شو ویل یې څه خبره ده ته خو ووایه ! ما ویل زه هم دا دی له مکتب څخه په خلاصېدو یم او نور ... مور مې ویل او نور څه ژر ووایه زویه !؟
ما ویل تاسو به هم ماته واده کوئ خو که واده راته کوئ نو دا زموږ همسایګان نه دي !
مور مې ویل هو دي.
ویل مې د اسلم ماما لور ښیم.
مور مې ویل کومه یو ښیې ؟
ما ویل غوټۍ یادوم مورې هغه مې خوښه ده او ماته به یې کوئ..
پلار خو مې د ځان سره لږ شانته وزنګېده او بیا یې ویل هغوی د کوم ځای دي او موږ د کوم ځای یو !؟
پدې وخت مې مور راټوپ کړ ،چې د هر ځاي وي ،خو چې کورنۍ یې درنه وي ، او زما زوی په داسې کورنۍ لاس نه ږدي چې هغه به خرابه کورنۍ وي شاید خپلې کورنۍ ته یې لیدلي وي او بیا یې ټاکنه کړي وي.
بیا یې په ارامه لهجه وویل خیر زویه ته موه وارخطا کېږه وبه شي.
ما ویل مورې داسې نه چې بل څوک یې راڅخه وکړي !
په خندا شوه ویل یې ای لیونیه !ګورور به دا ستا خبرې نه دي او نه داسې وړه خبره ده انشالله خبرې به پرې وکړو.
ډېر وختونه ووتل ، خو د ورځو نه یوه ورځ له کورس څخه راروان وم ډېر ستړی د کور پر دروازه د ننوتو پر وخت راغبرګه شوه ګرانه ! خپل ښي لور ته مې وکتل ،چې غوټۍ د پخوا په شان دروازه کې ولاړه ده ، مګر نن یې له خوشحالۍ یې ځان د ناوې په څېر جوړ کړی او بلکل متفاوته وه ویل یې مبارک شه زه یې تاته درکړم !
له خوشحالۍ هک پک پاتې شوم ، موسکی هم شوم ویل مې عجیبه ده ، ژبه مې بنده شوه ویل مې ته ته ته ریشتیا وایې؟
ویل یې ولې تر تاوسه مې درته دروغ ویلي ؟
ما ویل نه، نه ،نه پټ مې په خپل بدن شوکارې ولږولې ، چې ایا ویده خو به نه یم ، غوټۍ ته په موسکا کولو په خپل کور ورننوتم ، چې سم په کور ورننوتم سم دلاسه ډول ، نغاره چچکې او خوشحالیانې شوې ما ویل څه دي ؟
هیچا زما اواز نه اورېده ، مګر ترڅنګ مې مور په قرار وویل مبارک ځویه ! ستا ارمان مې پوره کړ. ټولو خپلوانو په وار وار راته مبارکیانې راکولې ، چا نڅل او چا شپیلي وهل ، زه هم له ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ په جامو کې نه ځایدلم.
په هر صورت شپې او ورځې تیریږي او زما او د غوټۍ سره لیده کاته هم کمیږي ځکه بیرون د کټ اچول ماته ښه نه ښکارکېدل او نه راته مور اجازه راکوله او دشپې خو هسې نه هم نه شوم وتلی ، بس یواځې کله کله ورکره ورتلم خو غوټۍ به مې نه لیدله نور ټول به راسره ناست و، خو زما سترګې په هغوي نه ډکېدې .
هره ورځ مې له مور سره پدې اړه خبرې کولې چې واده به له خیره کله جوړوو؟ او کله به غوټۍ راودوو؟
مور هم یوه خبره کوله اول خو زموږ وسه نشته او اوس ته لږ شانتې وار وکړه ترڅو دا موسم او هوا ښه شي او بس لږ صبر وکړه ځویه صبر!
ما هم ویل مور سمه خبره کوي .
اوس هوا بلکل ښه شوې ده د عقرب میاشت ده او د واده لپاره مناسبه هوا ده مور او پلار مې هم فیصله وکړه چې په ریښتیا هم ښه موسم دی راځئ ،چې له خیره سره دا واده راجوړ کړو ، بلااخره ټول مشران راټول شول او د واده لپاره مو نېټه او وخت وټاکه.
کارتونه هم چاپ شول او خلکوو ته مو ولېږل ، خلک هم خبر شو بلاخره هرڅه د واده لپاره اماده اوتیار شو .
اوس واده تیار دی خوشحالیانې دي درز او دروز دی ښه ګرم محفل جوړ دی خلکو ته ډوډۍ هم ورکړل شوه ګلپوش موټر راغی ،میرام ګل ماما چې زموږ د کورنۍ مشر ؤ راغږ کړ یه هلکه ریحان خانه !ژر راوځه او موټز کې کښېنه چې ناوې پسې ځو.
اګر که ناوې زموږ همسایګان ؤ خو میرام ګل ماما هدف دا و چې ناوې ته به چکر ورکوو او بیا به یې خپل کورته راولو، زه هم خپلو همزولو خپلوانو ودرولم او یو ښکلی د ګلانو امیل یې راته په غاړه کړ او د موټر په مخکیني سیټ کې ېی کښېنولم او بیا یې غوټۍ له کوره په عزت سره راوویستله ، او یوه ترور یې هم ورسره راووته او د موټر په شاته سیټ کې زما د مور سره یوځای کښېناستل او روان موږ مخکې او نورې موټرې راپسې ناوې ته چکر ورکوو .
ډېر لرې مو چکر وواهه او بیرته د کور په لور راستنېدو په وخت کې په بازار راتاو شو، کله چې د بازار څخه د راوتلو په حال کې ؤ چې یو بې درېغه درز شو او یوه سره لمبه مې تر سترګو شوه نور په ځان پوه نه شوم ؤ ډېر وخت وروسته په هوش کې راغلم ،چې ګورم په روغتون کې پروت یم او یوشمېر خپل او پردي ژاړي څوګ مې دې ډډې ته او څوګ هغې ډډې ته ولاړ دي راته وايي ریحان جانه څنګه یې ؟ راپورته شوم او په خپل بستر کې کیناستم ویل مې څه خبره ده ؟ ټول چوپ دي څه نه وايي ، په غُصې سره به مې تکرار ډول وویل څه خبره ده ،مور مې څه شوه او غوټۍ چېرته ده ها؟
پلار جان مې راته پر سر لاس راکش کړ ویل یې په لاره کې پر تاسو بمي چاودنه وشوه ته او مور دې بچ شوئ او ،،، ورغبرګه مې کړه او څه ؟؟؟؟؟؟؟؟ مور مې غږ کړه څه چغې دې نخلولي ، پاڅه پیشنمی دی !