د مینې لیک

لنډه کیسه!
د ټولګیوالو په غوښتنه مې په مشاعره کې ګډوڼ وکړ، ځکه دا د کال وروستی مشاعره وه او د څلورم ټولګي محصلین فارغیده له هغو سره مو هم د زړه خواله کول، نور ټولګیوالو مو له مشاعرې څخه خوند اخیست خو زما د ژباړې کره والي ته اندیښنه وه، له یوې خوا به مې شاعرانو ته ډیر ښه ډیر ښه ویل بل خوا به مې د ځنګنو په سر ایښی کمپیوټر کې ژباړه له سترګو تیروله، د ګوتو په شمیر جملې به پاتې وې، چې تلفون مې وشرینګیده، ومې کتل شمیره یې ناپیژنده وه، ځواب مې ورکړ، په ښځینه غږ وویل شول سلام اتله چیرته یاست، له سلام څخه مې وپیژنده چې تلوسه ده، ومې وویل تالار کې یم، څه مو ویل؟ وویل که زحمت نه کېږي د باندې راشی، په شور چک چکو او یو ځل بیا یو ځل بیا کې مې نور څه تر غوږ نشوه، له تالار څخه ووتم، په راوتو سره مې سترګې په تلوسه ولږیدې، په چټکو قدمو له نورو انجونو رامخې ته شوه، په لاس کې دوه درې پاڼې نیولې وې ماته یې راکړې وویل: په ما ناوخته ده چې موټر راڅخه ځي، په بیړه مې پاڼې ورڅخه واخیستې او لاړه.
د تلوسې په څوکۍ کې زه کیناستم پاتې څو کرښې ژباړه مې له نظر تیره کړه، ورپسې مې سپینو پاڼو ته نظر ور واوښت.
په سر کې په غټ ګلدار خت لیکل شوی وه د مینې لیک، د عنوان په لیدو لومړی حیران شوم بیا مې په تلوسې پسې وروکتل خو نه تر سترګو کیده، بیرته مې پاڼې ته مخ کړ لیکلي یې وه:
(( سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه
ډیره سخته ده له هغه چا سره چې مینه لرې په خوله څه نشی ورته ویلی، خو ډیر د خوښۍ ځای ده، چې د زړه خبرې د قلم په ژبه درته لیکم او په دې ډول غواړم په ژوند کې یو ستر قدم پورته کړم، هیله ده چې د ژوند په پاتې سفر کې راسره مل اوسې.
ډیر وخت وشو له نږدې دې څارم، احساسات مې له واک څخه وتلی، تل ستا په اړه فکر کوم، د شپې تر ډیره خوب نه راځي، تر هغو چې ستا په یاد مې سترګې سره ورشي، تل دې سترګو ته ګورم، داسې انګیرم چې زما په احساساتو پوهیږې خو خو ځان ناګمانه نیسې، څو ځله مې وغوښتل د هر څه په اړه مخامخ درته ووایم خو جرئت نشم کولای نو بالاخره مې غوره وګڼله چې د لیک له لارې د خپل زړه راز درسره شریک کړم او درته ووایم: اې زما د زړه سرداره مینه درسره لرم.
په درنښت
زه ستا غوښتونکی یم جانا او پوهیږم چې پوهیږې
حافظ شیرازی )).
لومړی ځل وه چې له دا ډول لیک سره مخ شوم، یو ځل بیا مې په هغه لار وڅارله چې تلوسه په تللې وه، خو تر سترګو مې نشوه. موبایل ته مې لاس کړ، په راغلې شمیره مې بیرته زنګ وواهه، وویل سلام ورور!
د ورور په اوریدو سره مې په خوله راوړې خبره زړه ته ښکته کړه، ومې ویل وبښی مشاعره کې وم، شورماشور وه اواز مې سم نه اوریده چیرته یاست او پاڼې مو د څه لپاره راکړې وې؟ وویل: دهمزنګ څلور لارې ته رسیدلې یم وبښی تکلیف هم درته کېږي، ژباړه مې په بریښنالیک کې درته استولې همدا دوه پاڼې یې له ټایپ څخه پاتې وې دا هم ورسره ولیکئ او استاد ته یې د بریښنالیک له لارې واستوی.
د موبایل له لارې مې بریښنالیک خلاص کړ، ومې لیدل چې د ( صد نامه عشقانه) ( د مینې سل لیکونه ) په نامه یو فایل راغلی وه، په همغه ځای کې مې همدا هم ورسره یو ځای ولیکل او استاد ته مې واستاوه.