انسان له روباټ نه ارزانه پريوت!

مسلکي لیکوالان د دريمې نړۍ مسلح قواوو، چپيانو،ښي اړخو،طالبانو داعشيانو او نورو جنګي ډلو ټپلو ته روباټونه وایي، کېدای شي تاسو به پرې خبر نه وئ، چې د هېواد ډېر باخبره او تکړه لیکوالان ولې دوی روباټونه بولي؟
کله چې یو شمېر پرمختللي هېوادونه د بشري قوې له کمښت سره مخ شول، نو په انسان ډوله ماشینونو یې کار پیل کړ، چې په بيلابيلو چارو کې د انسان پرځای ترې کار واخلي.
د نړۍ نقشې بدلوونکو سیاسینو غوښتل، چې دا روباټونه په نظامي چارو کې د دښمن پرضد وکاروي او په جګړه کې د انسان پرځای ماشینونه دنده ترسره کړي، تر څو د دوی بشري پانګه ضايع نشي.
په دې لړ کې امریکایانو هم د دې لپاره چې خپل وګړي خوندي وساتي بې پیلوټه الوتکه جوړه کړه او د نړۍ په هغو هېوادونو کې، چې زیاتې طبیعي زېرمې لري،د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره یې ترې نه کار واخېست.
د روباټونو په اړه هم ورته نظریه موجوده وه چې د وروسته پاتې هېوادونو له انسانانو سره په جګړه کې او همداشان د خپلو ګټو د دښمنانو پرضد یې وکاروي.
خو دوی ولې له دې کاره شاته شول؟
په څو دلایلو شاته شول:
۱: د روباټ جوړولو لګښت ډېر زیات و، که چېرې د روباټ جوړولو لګښت د وروسته پاتې هېوادونو پر وګړو وشي له روباټه ښه کار ترې اخېستل کېدای شي.
۲: که چېرې دوه زبرځواکي هېوادونه د خپلو ګټو جګړه پر روباټونو وکړي د وروسته پاتې هېوادونو شعور ورسره لوړېږي،د دريمې نړی هېوادو کې د جګړې سوال نه پېدا کېږي او  له جګړې لاس په سر کېږي.
۳: روباټ جوړېدل په عقیدوي او وروسته پاتې ټولنو کې پر ساینس باور زیاتوي او د دې ټولنو له وګړو څخه د یو عقیدوي روباټ په شکل کار نه شي اخېستی.
۴:د روباټ په نسبت مذهبي او عقیدوي بنسټپالي په کمه بیه پيرودل کېدای شي، ځکه چې روباټ طبعي یعنې جبري غوښتنې نه لري او د یوې تل تر تله جګړې تمه نه شي ترې کېدای او د وخت په تیریدو کې د جګړې ذاتي کیفیت وده نه کوي. خو بنسټپالي انسانان چې هرڅومره غوسه کېږي د غچ اور یې په لمبو کېږي.
اوس مهال نړیوال زبرځواکونه اسلامي معتقدین او بنسټپالان، طالبان او داعش د یوې تل تر تله جګړې او د خپلو ګټو لپاره په ډېرو اسانو لارو چارو کاروي دا همغه د روباټونو نظریه ده، چې د زبرځواکونو په خدمت کې یې ښه وسيله بلل شوي ده.
تر څو چې شعوري کمزوري دې غلط اعتقاد او بنسټپالنې اسباب جوړوي د دريمې نړی انسانان به د روباټونو دنده سرته رسوي.
سوله،آزادي،خپلواکي،اتحاد،اتفاق،هوساينه،آبادي او سکون!
 خواب است و خيال است وجنون!
#دپکتيارملغلرې