د خوشال بابا فکري بهير د ۱۶۸ غونډې راپور:

C:UsersRohiDownloads15967621_10208277205553950_2092852639_o.jpg
حديث شريف مومند اڅړ صېب وړاندې کړ:
رسول الله ص فرمايلي دي چې حلال هم عيان دي او حرام هم او ورسره د هر څه لپاره ممنوعه ساحه شتون لري او تر حده امکان پورې دغو حدودو سره د دقت نه کار واخستل شي.
 
C:UsersRohiDownloads16107001_10208277205953960_1319827557_o.jpg
 
د اونی مهمې پېښې سهاک صېب  وړاندې کړې!
او لومړی خبر د کونړ د ځنګلونو مسله او د چارواکو لاس لرل پکې، چې د رسنيو پام يې ځانته اړولی دی. بهرنيو چارو وزارت  نومېالی ديپلومات شهيد موسی شفيق په لاسته راوړنو سيمنار جوړ کړی و، چې خارجي ديپلوماتان هم پکې وو او ولسمشر د موسی شفيق تړون د هلمند اوبو د ايران سره يوځل بيا تايید کړ.
 
C:UsersRohiDownloads15991479_10208277202073863_1353622601_o.jpg
 
امريکا جاپان ته ۳۵ الوتکې  او  جرمني ته نوي ټانکونه واستول! د دريمې احتمالي جګړې لپاره تياری لپاره!ترامپ وايی: سپینه ماڼی سوداګريز مرکز ندی.  
کابل، کندهار او هلمند خونړۍ سه شنبه تيره کړه!
بله برخه:
نړۍ کې څه تيريږي؟
فضا ته تګ لپاره نوي تکنالوجي کشف چې سفينه به په  ثانيه کې ۱۰۰۰کيلومتره مزل وکړای شي ناسا نور هم په داسو لارو کار کوي چې دا مزل رالنډ کړي!
د کتاب معرفي:
 
C:UsersRohiDownloads15967817_10208277205433947_811801284_o.jpg
 
ښاغلي کبير حقمل د دوه پېړی په نوم کتاب معرفي وړاندې کړه:
بولډ ايند باچر(مېخ او قصاب)
ديوېډ لاين ليکلی او هاند ژباړلی ښه خبره پکې دا ده چې ليکوال ژباړونکي ته اجازه ورکړي. دا
کتاب ديارلس څپرکي لري.
هغه څېړنه چې د وخت يرغلګرو تر سره کړې وه داسې نتيجه بيانوي، چې د افغانستان د اشغال لپاره   کوچنی لښکر  تس نس کېږي او لوی لښکر پسې خوراکه او مهماتو لوجستيک ستونزمن کار دی ځکه د بحر نه لرې پرته وچه ده.
دويمه موضوع چې اشاره ورته شوي هغه امير دوست محمد خان او شاه شجاع يادونه ده  او ورسره يې د افغانانو مذهبي اړخ ته ډيره توجو شوي ده .
انګريزان د سکانو او افغانانو د اتحاد نه ويريدل او دغه مسلې ته يې له ويرې  جاسوسان ګمارلي وو.
دا کتاب انګريز ليکلی او د محمد زايانو د محررانو له تاثيره خالي دی.
انګريزانو داسې سياستمدار لټاوه چې يو موټی افغانستان په خپل حالت پاتې شي، ځکه نو دوست محمد خان او عبدالرحمان خان ميدان ته راودانګل !
عبدالرحمان خان ويلي، چې څنګه افغانستان  د دوو زمريو تر منځ دی (زبرځواکونو) او د ژرندې دوو پلونو تر منځ د غنمو دانې ته پاتې کېږي .
کتاب کې ديني علماوو ته سپکاوی يا سپک الفاظ کارول شوي او علمايې د افغانستان د وروسته پاتې راتلو مسبب ګڼلي دي او د امير حبيب الله خان په هکله هم مهم موضوعات راوړل شوي دي!
د مجاهدينو او طالبانو دورې يې هم يادې کړي او اوس هم د وزير اکبرخان او شاه شجاع نومونه ياديږي!
يو قهرمان او بل  د خاين سمبول دی!
د ښاغلي حقمل په وینا،  کتاب ولولی ډير څه به ترې واخلی!
 
C:UsersRohiDownloads15991578_10208277202673878_1964264593_o.jpg
 
بله برخه د پريزنتيشن وه، چې د ښاغلي فضل الرحمان اورياخيل لخوا وړاندې شوه:
د شخړو حل:
د شخړو ډولونه پوهانو په ډيرو ډولونو ويشلي او هر عالم د خپل اړخه شخړه تعريف کړي ده!
عمومي دوه ډوله يو جغرافيايي دوهم له ماهېت له اړخه!
د عوايدو غير عادلانه ويش يو عامل د شخړو دی.
سياسي واک کې نه ګډون هم د شخړو مسبب دی.
او انتقام يې سبب د شخړې کيږي.
 
C:UsersRohiDownloads16010378_10208277203353895_413375667_o.jpg
 
دولتي ادارو کې تعصب مسبب د شخړو کېږي او مامورين احساس د کمتری کوي او د رتبو انډول هم  داسې حالت رامنځته کوي چې د شخړو سبب ګرځي!
سياسي شريکان خپلو منځو کې په اسهامو باندی سره شخړه کوي!
د درک او معلوماتو کمزوري خپله د شخړو مسبب دی!
نارسيده ګي اړينو چارو ته هم لفظي او شخړې رامنځته کوي!
متقابلو درناوېو له منځه تګ چې سره لاين ته خبره رسي!
د شخړو حل:
پلان اړين دی!
څوک، څه وخت دواړه اړخه که دريمګړی اړين دی!
 
C:UsersRohiDownloads15991429_10208277199593801_144810176_o.jpg
 
ځانګړې وينا د ښاغلي ذبیح الله هېوادوال لخوا واورول شوه.
بله برخه کې  آرين پکتيار د شرق الهند کمپنی او برتانوي هند سره د افغانستان د اړيکو څيړنه کتاب چې دريم مقام يې د شهيد موسی شفيق په سيمينار کې ګټلای وو!
 
C:UsersRohiDownloads15991693_10208277198833782_1224887587_o.jpg
 
ارزونه د بهير  ېونس آرين وکړه او ټول ګډونوال او د برخو وړاندې کونکي يې وستايل.
 
C:UsersRohiDownloads16106566_10208277199153790_1975492629_o.jpg
 
او وروسته کبير حقمل  خپل راوړي کتابونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.
 
C:UsersRohiDownloads16106499_10208277198953785_669979947_o.jpg
 
او اخر کې دعايه ولوستل شوه!
راپور ليکونکی: آرين پکتيار