ته ګټونکی یې ! دویمه برخه

۲۳/۱۱/۱۳۹۵
د لومړۍ برخې په دوام دا هم دویمه برخه هیله ده له لوستلو یې خوند واخلئ .
دویمه برخه .
۵۱ـ بدلون هم د طبعیت د قانون برخه ده .
۵۲ـ ډېری وخت بریالیتوب په قسمت او بخت پورې اړه نه لري ، په قوانینو پورې اړه لري.
۵۳ـ د انسان ذهن د باغ په څېر دی ، که موښې مېوې پکې وکرلې ،ښه حاصل کوي که کر پکې ونه کړ هزره بوټي به پکې راشنه شي .
۵۴ـ بریالیتوب زما او ستا ټولو غوښتنه ده ، خو د ګټلو کسان یې کم دي .
۵۵ـ دا چې عادي وګړی واوسې آسانه دي ، خو چې غوره واوسې سخت دي .
۵۶ـ ګټونکي هېڅ وخت داسې فکر نه کوي چې پیل کړې لوبه یې بایلونکې ده .
۵۷ـ بایلونکي له ځان سره د پلمو ډکه کتابچه لري .
۵۸ـ زمونږ ژوند دومره هم اوږد ندی چې یوازې له تېروتنو پکې زده کړه وکړو .
۵۹ـ ناکامي ماتې نده بلکي ځنډ دی .
۶۰ ـ په یاد مو وي، چې ستر خنډونه او ستونزې له ځان سره لوی فرصتونه هم لري .
۶۱ـ فرصتونه ظاهرآ د ستونزو په توګه درته راځي .
۶۲ـ ځینې کسان ژوند کوي خو مړه دي .
۶۳ـ تر ټولو له غمه ډک عبارت کاش تر سره کړي مې وای .
۶۴ـ په نړۍ کې ډېری کسان له وړتیا او استعداد سره یو ځای خښ شوي، پرته له دې چې ګټه ځینې واخلي .
۶۵ـ د ثبات او نظم شتون لوی ګواښ او کمزوري ده .
۶۶ ـ پرېکړې هر وخت د ځانغوښتنې په بنسټ نه ، د ارزښتونو په اساس کوئ .
۶۷ـ تر ناپوهۍ غټه ستونزه ، له پوهې ویره او تېښته .
۶۸ـ ډېری بایلونکي پدې باور دي چې بریالیتوب د قسمت خبره ده .
۶۹ـ هغه کسان چې سطحي فکر کوي ، په چانس باوري دي .
۷۰ ـ بایلونکي فکر کوي چې ژوند ورسره بې انصافي کوي .
۷۱ـ ګټونکي یوازې  دلوبې لپاره نه بلکي د خپل شخصیت لپاره هم لوبه کوي .
۷۲ـ د غالېبېدو یوازینۍ لار مسئولیت منل او د بخت پر ځای د علت او معلول پرقانون باور درلودل دي .
۷۳ـ بخت دې د هغه ملګری وي ،چې له ځان سره مرسته کوي .
۷۴ـ ګراهام بېل د خپلې مېرمنې لپاره د اورېدو د آلې جوړولو لپاره هڅې وکړې ، بریالی نشو، خو وتوانېد چې د تلیفون د جوړولو لومړني اوصول کشف کړي .
۷۵ـ کله چې یو کس موخې ونه ویني ، فرصتونه هم نشي لیدلای .
۷۶ـ بریالي کسان د آسانه کار په لټه کې ندي ، بلکي د زړورتیا او استقامت له لارې غواړي ستونزې حل کړي .
۷۷ـ زه پر دوه شیانو باور لرم ، لومړی دا چې ټول خلک ښه دي ، خو تر دې هم ښه کېدای شي ، دویم نږدې ټول خلک پدې پوهیږي چې څه وکړي ،خونه یې پیلوي .
۷۸ـ انګېزه هغه شی ده چې عمل او احساس تشویقوي ، یا انګېزه هغه ځواک دی ، چې تاسې یې د مرسته په خپل ژوند کې بدلون راولی .
۷۹ ـ ستاسې داخلي انګېزه ستاسې شوق او فکر دی .
۸۰ـ مونږ خلکو ته انګېزه نشوو ورکولای، مونږ الهام ورکوو انګېزه باید دوی خپله پیدا کړي ، د الهام لپاره باید د دوی غوښتنې او اړتیاوې تشخیص شي .
۸۱ـ هغه کسان چې یوازې د ګوښه کېدو له ویرې کار کوي ، هېڅلکه د بنسټونو لپاره ارزښتمن کار نشي ترسره کولای .
۸۲ـ انګېزه د اور په څېر ده ، که مو د سون توکي ورته برابر نه کړل ، مري.
۸۳ـ انګېزه په دوه ډوله ده ، داخلي او خارجي، داخلي د وجود د ننه تشویق ، باور او احساس دی ، بیروني له ټولې نړۍ سرچینه اخلي ، پیسې ، موقف ، شهرت او نور .
۸۴ـ بریالیتوب چې په اطاعت پورې وتړل شي، اغېزې یې کمیږي .
۸۵ـ مثبته او منفي انګېزه د بریالیتوب په لور د تللو حس دی ، نه موخې ته رسېدل
۸۶ـ د داخلي انګېزې تر ټولو مهم فکټورونه تشخیص او مسئولیت دی.
۸۷ـ مالي امکانات لنډ عمر لري ، په اوږد مهال کې د خوښۍ سبب نه ګرځي .
۸۸ـ د انګېزې تر ټولو ستر محرک بارو دی .
۸۹ـ هر څوک د خپلوکړنو مسئول دي .
۹۰ـ پرنفس بارو هغه احساس دی ، چې مونږ یې د ځان په اړه لرو .
۹۱ـ پر نفس باور د ځان په اړه زمونږ قضاوت دی.
۹۲ـ تواضع پر نفس د باور پایله ده ، خو سپکاوی پرنفس د بې باورۍ له کبله رامنځته کیږي .
۹۳ـ هغه کسان به بریالي نشي ، چې د ارزښت د دروغجن حس په لټه کې کې وي .
۹۴ـ لکه پاسپورت چې د نړۍ نورو هیوادونو ته دسفر لپاره شرط دی ، همداسې د ښه ژوند لپاره په نفس باور شرط دی .
۹۵ـ کله چې مونږ ښه احساس لرو، نړۍ به موښکلې او ښایسته وي .
۹۶ـ بې سوادي د شرم وړ نده ، خو د سواد لپاره د لېوالتیا نشتون شرم دی .
۹۷ـ عادلانه پرتله ښه ده ، خو غیرې عدلانه پرتله د حقارت او ټیټوالي سبب کیږي .
۹۸ـ بریالیتوب بریالیتوب راوړي او ماتې ماتې زیږوي .
۹۹ـ که غواړئ چې د لوبغاړو روحیه مو بیا پیاوړې شي ، نو له لږ کمزوره لوبغاړو سره لوبه ورته ونیسئ .
۱۰۰ ـ نظم او مقررات مو د آزادۍ تر پولو رسوي .